د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عثمان حمیم

د عثمان حمیم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

عثمان حمیم

شعر

گودر ته لاړه پسې لاړم مورې

منگی یې ډک وو بېرته کور ته راتله

ماورته لاس ونیو چې ستړې مه شې

لاس یی لانده وو او مړوند یې راکړ

مړوند یې ډک وو له بنگړو ما یې
بنگړي ونیول

بنگړي یې مات شول او نارې یې کړلې

د ظالم زویه !

د بنگړیوالې پور لا پاتې وو

دا څه دې وکړل

ماترې بښنه هم و نه غوښته راوتښتیدم

مورې غنم راکړه بنگړي پرې شالیلا ته اخلم