د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

دکتور فاروق أعظم

د دکتور فاروق أعظم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

ښـځــــهبشپړ شعر ولولئ

ښـځــــه

دکتور فاروق أعظم

دجنت يوه ټـوټـه ده يو ښـه کـور (۱)
هغه کور چي وي آرام بی شروشور
کـور محـل دی دسکـون او آرام
ۍ د الـفــت، دمحـبـت، د خــوشـحالـۍ
کـور په ښـځه دی آبـاد او ښايـسته په هغې دی ښکلی خوږ او آراسته
ښه ګلان درته راوړي له خپله
باغه آرزو دي دکلو چي کړې درچاغه
داده روح دکور کالـبد کي هميشه چی روح نه وی تش کالبد نو ورکوه
ستا لباس دی، ستا پرده ده ستا عزت
(۲) ستا آبرو ده، ستا حيا ده ستا شوکت
دا نعمت چي دي په برخه، شه شاکر خـپـله ښـځه نـازوه دخـدای ذاکــر
په تن لوڅه په نس وږې وي نهاره
دسـيالانـو وي ناسيـاله خواروزاره
په داټولو وي رضاچي ته رضا يې پاچهی ده چي
يو ته يې خواپخوا يې
ټول غمونه يې شي ورک له يوه سره ستا خـندا چي پرشـنـډانو سی دبره
دا دنـــيا ومـافــيها ددې هـم تـه يې که ته هرڅه يې که بد يې او که ښه يې
هی دريغه چي دې ښـځه وي آزار ستا له لاسه يې زړګی وي تارپه تار
ګرځولی دي پرښځه وی خپل کور سره سکروټه، تورلحد او سپيره ګور
خپل سکون په ډب واخ بدلوې څله؟ جوړ جنت په سوردوږخ اړوې څله؟
وويريږه،عرش لرزيږي چي ته لاس پر
مظلومی ښځي پورته کړې دپاس (۳)

(۱) نهج البلاغة
(۲) سورة البقرة – آية: ۱٨٧، ۲۲۳
(۳) حـديـث

یوه شپهبشپړ شعر ولولئ

یوه شپه

دکتور فاروق أعظم

مـن عـرف نـفـسه فـقـد عـرف ربـه
یوه
شپه څراغ په لاس کی گرځیدمه کور په کور
چی معلوم کړمه په ښار کی کوم یو کور دی کوم يو گور

چی پـیدا کړم، چا بل کړی دا تورتم کی څراغونه
څوک د مرگ په خوب بـیده دی، شاته کـړی یی غـمـونه

هـدیره راته ښـکاره سوه ټـوله ښار له بـده بـخـته
هـغه کـور چی چـا بالـه به، هـغه گـور وو سـم له وخــته

چی بــیدار وو هـغـه غـل وو یا نشه تللی له ځانه
لـه کـــورو هـمــدوی راوتــی، نـا آرامـــه، پــریــشـانـه

یـو ناڅـاپه می نـظـر سـو پـر کـړکۍ د یـوه کـور
پــه الـلـه الـلـه زارۍ
وو یــو ســړی پـه ســر سـرتـــور

د دوږخ او د عــذاب له ویــری نـه ژړل هـا تـن
نـه زارۍ یـی
داولاد وی نـه چی جـوړ سی لـوی شـتمن

نـه لیــوال وو د ماڼـیو چی کـښی ناسـتی گلـبدن

نـه یی غـوښــته جایـدادونه، نـه کـوم بـاغ او نـه گلـشـن

نـه یی شـوق د حکـومت وو، لــیډری
یا مـشری
نــه د سـرو سـپــیـنو پـه غـم کی، نـه د نـورو مـهــتـری

څه عجـیـب غـونـدی غوښـتـنه یی لرله ها سړی
پــه ژړا، پــه تـضــرع وو، پـــه زارۍ، پـــه اســويــلی

ول را وښـــیه
ومـاتـه زمـا مـقـام علــیـم بــاداره
پـه هــمدی مـی بــیا مــونـده سـی د بـریــو ســیـده لاره

په ما وپـیژنی ځان خـپل، ده زارۍ کولی ډیـری
مـخ د هــیلی یـی آســمان تـه پـه ژړا لـه ډیــری ویـری

څه به وپـیـژنم تا زه، چی زه نه پـیژنم ځان خپل
خلـیــفه بـه دی یـم څـنـگه چی جـاهـله یم د
شـان خـپـل

رسـومه به یی څـنگه رسالت چی دی راکـړی؟
انـدازه بـه یـی کـړم څـنگـه شـرافـت
چـی دی راکـړی

چی بیتامی سرټیټ کړی هرطاغوت وهرسونډاته
زه بـه څـنگـه چـاتـه وایم چی سر ټـیټ
نکـړی بلـچاته

که می خـپـله وی پـغـاړه پوخ ځـنځـیر د غلامۍ
څـه تـلـقــیـن بـه کـوم بـل تــه،
د خــپل واک او آزادۍ

اطمـنان به کلـه راسی چی می نـفس وی اماره
هـا ژونـدون بـه څـه ژونـدون
وی چی د بـل پـه اشـاره

په ژړا کی یی ویـله هـا سالک د زړه له
تابه
پـیـژندنه د ځان راکړی ای حکیم ربه
وهابه