د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالمنان هنر ( کلات)

د عبدالمنان هنر ( کلات) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالمنان هنر ( کلات)

ورځ ده هغو ده چې په شپه کې ځانته کور جوړوي
له رڼا تښتي په تياره کې
ځانته کور جوړوي

زما باور دی د آه ږغ به له چا پورته نسي
چې هر سړی خپله سينه کې ځانته کور جوړوي

چې د خدای قهر ورته وسي او له مځکې اخلي
راشي زموږ په محله کې ځانته کور جوړوي

اول دي خال وپوښتي څرنګه تک شين سويدی
بيا دې د زلفو په سايه کې ځانته کور جوړوي

بس زما
پير دی زه يې بې شرطه لاسنيوی کومه
څوک چې د ميني جزيره کې ځانته کور جوړوي

ودې مين ته به هنره چا
دعا کړې وي
چې له جانان سره کوڅخه کې ځانته کور جوړوي