د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صاحبزاده خپلواک (وطنيار)

د صاحبزاده خپلواک (وطنيار) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

د څښتن ستاينهبشپړ شعر ولولئ

د څښتن ستاينه

صاحبزاده خپلواک (وطنيار)

دازمــا کــمــکى زړګــــى او لــوئ جــهــان څــښــتــنــه ســتــادى
هــرســاه کــښ چــې ســاه اوکــاږي دااحــســان څــښتنه ستادى
هـــــره پــــاڼـــــه کـــې رحــمــت دى هـــــره کــرښــه دژونــــــد لارده
چــې انــســان تــه لاره ښــايــي ســــترقــران څــښــــتــنه ســتادى
ســپــوږمــۍ ځــمــکــې نه تاويږي ځمکه لــمرنه ګــرده ګـرځي
ســمبــال
کــړي واړه تــادي کــهــکــشــان څــښــتــنه ســتــادى
څــوک ذلــيــل شــو پــه دنــيــاکې څوک
خاونددډيرعــزت شو
هــرڅــه ســتــالــه لــوري کــېــږي دادوران څــښــتــنــه ستادى
هــم رحــمــېــږې هــم قــارېــږې پــه دنــيــاکــې هــرانــســان تــه
دشــاهــانــو شــاهيــنشــاه يــې څــه لــوړشــان څښتنه ستادى
ته خالق د ښــايــستــونــو ځــکــه خــپــلــه ښــايستـه يـې
ددنــيادښــايــســتــونـــو ګــلــــســتــان څــښــتــنــه ســتـــادى
ګــنــاه کــاربـــه يــمــه خــدايــه خــونــهــيــلــى ځــکــه نــه يــم
زړه مـــې واړه ډک لـــه مـــينـــې او ايـــمـــان څښتنه ستادى
دخـــــپــلــواک ورتــــلــــل دوزخ تــــه څــه ســاده خــبره نـــه ده
داسې څوک به يې شفاعت کړي چې جانان
څښتنه ستادى

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صاحبزاده خپلواک (وطنيار)

دښاغلی عاصي اشنغري دشعر په ليکه:

خود به
اعلان دپاکې مېنې کوم په جار کوڅه کې
رقيب مورچله جوړه کړې ده د يار کو څه کې
چې په ژوندون مې پښتني
غرور راونه وژنې
تنديه مات شه خو ټيټ نشې د اغيار کوڅه کې
مينه به څه
دغيرت واخلي امتحان راځنې
خندان روان يمه مزل کوم د دار کوڅه کې

داورني عشق په لمبو کې به ايره ايره شي
نفرت له دې وېرې کړه خپله کډه بار کوڅه کې
د دې مالت په ثوابونو باندې اور پورې شو
هر څوک په وياړ دګناهونو کوي شمار کوڅه کې
چې يې کچکول
له حماسونه له ټپونه ډک وو
خپلواکه نشته اوس ملنګ ديکه زار کوڅه کې