پښتو ادب · شاعران
خپلواک وطنيار
د خپلواک وطنيار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
خپلواک وطنيار
هغه چې زړه په ټوله مينه وو پاللي ياران
سترګو ډېرزر دلاسه ورکړل
نازولي ياران
خيرکه نظرپه نااشنا تصوير کې ورک شو رانه
دزړه په کور کې مې صنم غوندې ساتلي
ياران
په دې بې مينې دورکې مونږه محبت لټوو
مونږه يو څو ملنګان مونږه څو سپيڅلي ياران
دالله دين څراغ چا راکړو وويل څه به غواړې
ماويل رباب منګی دېره او زما ښکلي ياران
څه قلندر خو نه دی تش بې وس جانان دی خپلواک
دالورونه ده چې خدای ورته ورکړي ياران
بدنامبشپړ شعر ولولئ
بدنام
خپلواک وطنيار
دوخت په ړوند نظرکې يو الزام يمه جانانه
بدنام يم ستاپه مينه کې
بدنام يمه جانانه
ترڅوبه نور دصبرامتحان اخيستل کېږی
نوربس دی ستاپروړاندې زه ناکام يمه جانانه
دبزم
توره شپه ده يورباب دی يو منګی دی
ته مست رنګين غزل زه دې مقام يمه جانانه
دذهن په معبد کې حاجتي لمونځونه
کېږي
خيالونه مقتديان دي زه امام يمه جانانه
اغاز نه مې تراوسه بغاوت دی اعلان کړی
خپلواک دخپل سپېڅلي
عشق انجام يمه جانانه
 
;
ناګارته!بشپړ شعر ولولئ
ناګارته!
خپلواک وطنيار
زړه مې په تصديق دخولې اقرار پورې تړلی دی
ژوند مې په عمل کې
دخدای لارپورې تړلی دی
مست دی قلندر ملنګ ټپو کې خپل جانان ستايي
سُردمناجاتو يې سه تار پورې تړلی دی
هلته هم مستي شته هم رنګين ماښام هم حورې شته
ډک جام منتظر دکوم خمار پورې تړلی دی
زه دخپل سپيڅلي بغاوت
اعلان په جار کوم
ماخو لادمخه سر ددار پورې تړلی دی
څنګه چې خپلواک دجانان نوم سره پيوند لري
داسې ننګرهار هم دناګار پورې تړلی دی