د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد هاشم صداقت

د محمد هاشم صداقت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

ګیلېبشپړ شعر ولولئ

ګیلې

محمد هاشم صداقت

په ګیلو کي دې یاد کړیم په ګیلو به ځه درځم
د زړه د ميني اور او سپیلنوسره درځم
په خوب چي ویده کیږم وایم رابه نشې موري
یو غږ مي تر غوږو شي په للو للو درځم
راغلی یم وطن ته
اوس یي غرونه ګزوم
د غرو په منځ ناره شوم او ناري ناري درځم
ناری مي اوري موري دعاګاني درنه غواړي
درنه ته په غوږو يي ځه د زړه په غږ درځم
سپوږمۍ ته کله ګوره پیغامونه مي ورکړي
د شا بار مي ‌‌ډیر درون دی د آسمانه به درځم
درځم چي و دي ګورم دا خو ځما د زړه آرمان دی
د بند او د حجران مي عزم کړی د وتوځه به درځم

ډالۍ به کړم د زړه مینه د سترګو درته مورې
حجران سره مي دغه شان سودا کړي درځم
امیل درته د غاړي جوړوم د
سرو ګلونو
اغزي به پکي نه وي د شبنم سره درځم
در ځم چي په دیدن دي سترګي ډکي او خړوب کړم
یو خوب مي د آرمان
داسي لیدو چي ځه درځم
داعزم مي په ژوند د خپل زړګي په کور کي کړی
پتنګ لکه په شمع ځان سوځوم او ځه درځم

سفرمي طولاني او طوفاني او هم د شپو تیارو راخیستیم
په څرک د لمر خاته د ملاذان سره درځم
درځم خو به درځم خو دا اول او آخر پریږده
د سره غواړم پیل کړم غیږ په غیږ به ځه درځم
د ژوند ټول دیدنونه به په څو لحظو
کي وکړم
دعا ته که لاس پورته کړي دعا ته دي درځم
په خوب کي مي لیدلي له دردونو ډیره تنګه
په درد درد رانه تلي ما ویل ځه زه به درځم

—خوست
افغانستان &nbs
p;
۷/۱۰/۲۰۰۹

د رحمت بارانبشپړ شعر ولولئ

د رحمت باران

محمد هاشم صداقت

هغـــــــــــه زړه چــــــــــــــــــې په دردونو کـــباب نه وي

لـــــکه ونه کـــــــــــې میوه چې حـــــــــــــــــباب نـه وي

تش په رنګ ئـي مه غولیږه که په زړه ئې سور داغ نه وي

هیـــڅ چې یار ورته و وائې کــــه
په زړه ئې رباب نه وي

د ډیــر وخته په انتظار مـــې په تور سرکې دا سپین وینې

زړه مـــې یار د عشق لمبو کړ کــــــه تیار ئــې کباب وینې

ښـــه خوراک ئـې د خپل ځان کړه
که ئې داغ په آتش وینې

هیــــڅ قاصــــد د عشق رانغی تږی ناست یم تش جام وینې

ځـــان
ته ناست یـــــم هــم مې عقل په تیارو کـې رڼا وینې

خلــــــک لاړ ځــــه تري نــه پاتي د افغان
دا کاروان وینې

خـــــــپل چمــــــــن شو رانـــــه پاتي دا بلبل په فغان وینې

د پـــــــردي چمن په ګل ئــــــــې د مجنون پـــه فریاد وینې

لاړ شـــــه لاړ شــــه زړه مــې وران دا پردي قاتلان وینې

په هــــر رنګ رانـــه راتاو دي دا شین سترګي د دام وینې

د نــــفاق په آور کــــــې سوځــم سر په لاس د افغان وینې

دغــــــه تشو کنډوالو کــــــې هاشم سیــــری ګریوان وینې

د رحمت بـــــــــــــاران په تمه خوار بچې د افغان
وینې

او دا هاشـــــــــم جـــــــلاوطنه د وطـــــن پـــه چــغا وینې

د امریکا د اُهایو ایالت ۲۰۰۶/۷/۱۸

د سپرلې نه یوه ِګله لرمبشپړ شعر ولولئ

د سپرلې نه یوه ِګله لرم

محمد هاشم صداقت

&nbsp
;
سپرلیـــــــــه نن دې بیا راوړل رنګین رنګین ګلونه &n
bsp;
پـــــــــــه کې مست ډک لـــــه آهنګه سرودونـــــــــه
هر آهنګ دې ډک، څه نـــــــــــوي پیغامونـــــــــــــه

هر پیغام سره هم تــــــــــــــوپ او هم ټانکونــــــــــه
بیوفا شوی نـــــــــــه په لوځ کې دې خوندونـــــــــه

رانــــــه وا دیخیست باغونـــــه ګودرونـــــــــــــــــه
مټ مو تاو شو ډیر په زور نه په عقل کړې بحثونـه

جنارې شولی روانې د هر کوره فریادونـــــــــــــــه
پاتې نه شو
خوار بچې ته د خپل مور للو غږونــــه

د هر کور ډیوه شوه مړه هم تیارې او هم ګردونـــه
ټول بچې مو یتیم
ان د مور غیږې نه ئي وړینـــــــــه

هره ګونډه بې خاونده په سر خاوری بادوینــــــــــــه
لاړشه لاړ
شه بیوفا شوی نه په لوځ کې دی
خوندونه &
nbsp;
دا د کوم سپرلې پیغام وه چې مالیار مو رانه وړینـــه
هر سپرلی په ګډا
راشې رانه وړي باغ او ګلونـــــــه

نه آهنګ نه ترانه شته بس د تیر وخت څه یادونـــــه
ټولئ نوي ترانې شوی پاتې ما نه ئې خوندونــــــــــه

ای د بد موسم سپرلیه رنګ دې لرئ کړه ما خورینــه
جنکې به وی روانـــــې هسکې غاړې سرودونــــــه

ښه او پاک نظر پـــــــــــــه زړه شونډې لعلونــــــــه
نــــــــه دوکه وه نه فریب نـــــــه ئې چلونـــــــــــــه

یو ښامار لـــــــــــه بره راغی خورې سرونــــــــــه
ډیــــــــر سرونـــه ئې په خُـــله ما پســـــې خورینـه

خو رامات مې کړ وهــــــې په سر ټوپونـــــــــــــه
ډیر په تیښته رانه خلاص دا د سره لښکر پوځونـــه

ما ویـــــل راغی پسرلی زړه کې ټوپونـــــــــــــــــه
خـــــــو د یو ښامار نه خلاص د بل ګامونـــــــــــــه

ویــــل جوړ کړه پرې محشر چــــې کړې سازونـــه
دا د چــــــــل
ښامار لـــــــــــرې چــــــل کې چلونه &n
bsp;
په یــــــــوه ښه څیره په زړه کې آرمانونــــــــــــــه
وایې
وئـــې نیســـه آخرئ سلګۍ خـــورینــــــــــه

د ډالــــــــــــر په زور ئــــــې واخیست خبرونـــه
ډیـــــــر په چل را نه تاو شوی خورې پیچونــــــه

په هر پـــیــچ کې ئې تـــا‌‌و کړي سوغاتونـــــــــــه
اوس راغلی خورې ځــــــــما د بڼ ګلـــونـــــــــــه

لــــکه ونــــــه په چیــنــجې را ته بیخ خورینــــــــه
ډیر چینجې لرم په بڼ، ښه سپرلی مې رانه وړینـــه

ګل دې رنګ لرې هم هغه خودا بوی ئې پځه خورینه
سپرلیــــــه ته خو
راغلی څه ګُلونه څه بُویونــــــــه

هاشم ستــــــا د اهله نـــه دی خزانونـــه خزانونــــه
سپرلیه را بـــــــــــه نشی هم ګلونه هم خوندونـــــــه

هاشم هسی مه تیرباسه په هر رنګ پټ پټ چــلونــه
دا ځما په کور رانشی
ورک شه ستا رنګین ګلونــــــه

هر موسم مې وران ویجاړ دې که بهار که خزان وینه
تانـــه آی سپرلیه کـــــه
مې ډیر وي آرمانونـــــــــــه

راکړه یو مالیارچـــــې را جوړ مې کړې باغونـــــــه
جوړمـــــــې کړ
دا شعرتاتـــــــه سپرلیه نزرانــــــــه

بــس کړه ورک شـــه جوړکړه دغه کور مې ویرانــه

په مینه () خوست ۲۰۰۹/۳/۲۸

غــــافــل غیــرتبشپړ شعر ولولئ

غــــافــل غیــرت

محمد هاشم صداقت

ځه چې یم ورک د خپل وطنه د هیڅ چا نـــه شومـــــه
دي لوند رخسـار سیري ګریوان سره آشنا نه شومـــــه
خلـــک وائي و ئې ولۍ پــه کاڼو لیــونی شـــــو
سړی
ځـــــــه د
دنیــــا د انســــانانو سره پخلا نـــه شومــــــه
جنګونه ټول د توپ، ټوپک او د ښکنـځلو شو نــــــــن
داسي مې شعر ځــکه ژړیږې چــــې بیګانه شومــــــه
هم مو جــــــــ‎‎ـرګو او مرکــــو کډه د کـــلي وکـــــــړه
شمع مې مړه
او ځــه پتنګ د خاورو لاندي شومـــــــه
چا د مذهب او چا د یو شــي او د بل شــي په نـــــــوم

په عقــل
ړوند خبــره نه اوری مسلمــان نه شومـــــــه
په زوره جنګ ته مې رابولې وائې غیرت دي څه شـو
په امتحان
د بي پیلوټه طیارو لاس او ګریوانه شومـــه
غیرت ځمـــــــا د پاکي مینـــې ســـــرچــینه اخیـــستي
په پـــاکه
مینـه د شیـــطان ســــره پـــه غـــــاړه شومه
ځـــــه د شیـــــطان په رنــــګ د دام چلونه نه خــ‎وښوم
په سپین میدان
به زور معـــلوم یا بـــــه پروانه شمـــــه
په چـــــل و ول دي نــــه پـــوهیږم ځـــه ســاده پټان یم

ځه د غـیرت په شعار
مست هیــڅ د هیــڅ چا نه شومـه
پـتـنــګ پـه اُور ځان سـوځوم دا خــو خاصیت دی ځم
ا
د دام چـــــلونــه دي دربــار کړه چــې دیوانــه شومـــه
مونږ پتـنــــګان د خپـــلې خــــاوري یــو د سر په بــیه
شمعي نـــــه
زار مـــې کـــکرئ یــا بـه افغان نه شمـه
د غیـــــــرت شمــــع په ســـلګو د ځنـــکــدن راغــ‎لئ
پتنـــګ پـــه
عقـــل نه ویښــیږی نــــا تـــــوانـه شومه
د غیـــــــرت جنــــــګ خو ما ګټــــلی بیــغیرتـه نـه
یم
په داسي
جنــــګ د بیـــغیرتو ډیر ستــــومانه شومـــه
ښــکرونه ئــې یـــو بل کې ښښ کړي دا ځما په اخـور
د میښــــو جنـــګ کــې ځــه افغان د پښـو لاندي شومه
یو خوا د ډانګ سره په جنګ او په لوڅ سر مو وهـــې
بل خوا د
پړانګ د لاسه ورک او بـــد انجامـــه شومـه
داسي د ژرنـــدئ دوه پَـلونه ئې جـــ‎‎وړ کـــړي ماتــــه
ځــه ئې
په منــــــځ راسملولـــــی سرګردانه شــــومه
په تــــول پوره ځـــه یــــو افغـــان کــمه ویــلی نـه شم
عــقل مــو
پښـــــو لانــدي وژلــی او دیــوانـــه شومــه
دعــقل او فـــکر په میــدان توري تیارې خورې شوئ
هاشــــم بیــعـقلـو ســره وران ځـــانتــه روانـه شومـــه
هاشــمه بــد لـــري قسمـــت څـــه فـــریــادونــه کـوی
اوښــــکې کــه
ستـرګو نــه روانــي بـــي ایمانـه شومـه
پتنـګه جــوړ مــې درتـــه شعر کــړ د زړکـــې په
وینو
سل ځله جـــار ځـــه یـو پښتون د خـــپل جانانه شمــــه
خدای خبــــر پوه به شـــی که نـــه پــه دا بازار د دنیــا
داُور لمبو یمه راخیستـــی یا به ورک یا به پروانه شمـه
شاعرخو نه یم، بس د زړه د وینو مي یو ډب پورته شو
په ســـــــــــــترګو راغلــــئ او میـــــــخانـــه شــومـــه

غواړم خپل دا شعر په غیرت مینو افغانانو ورونو ته
ډالئ کړم. خدای (ج) دي وکړې چې نه یواځي خوښ، بلکه د احساس د راویښیدو باعث مو وګرځي. مونږ باید دا د غیرت جنګ د
تورې په زور نه، بلکه د عقل، منطق او هوشیارئ په زور او قوت و ګټو او که دا کار و نکړو نو نه یواځي د غیرت په نوم
به څه را پاتې شي، بلکه ډیر نور اقدار به د لاسه هم ورکړو. ځوانانو نه په ډیره احترامانه ډول غوښتنه کوم چې
خپلو زدکړو ته ملا وتړي. ځکه علم رڼا ده او تر څو چې ځانونه د رڼا په لور و نه خوځوو نو په تیارو کې خو چا ته څه نه
ښکارې چې صحیح لار پری و ویني. درنښت

د امریکا د اوهایو ایالت یو جلا وطن
افغان