پښتو ادب · شاعران
سيدعبدالله نظامي
د سيدعبدالله نظامي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيدعبدالله نظامي
&n
bsp;
مړدې په دې مړوسترګوکې زورشه کبرجنه
جــــــــوړ درته دټول کلي پيغور شه کبرجنه
څنګه چې دې زه دچم په خلکو کې رسوآ کړمه
داسې هم په تآ دشــــــرم تور شه کبرجنه
بس چې مخآمخ شوپه لآس غلې ايشاره وکړې
ورک دې ګرانه دغه غماز ورور شه کبرجنه
څومره دې په سرو
سکروټو ياره لولپه کړمه
ستا په ښايست پورې هم سور اور شه کبرجنه
هلـــه به زماد درد په څړيکو باندې
پوهه شې
ړنګ دې دزړګي دارمان کـــــــور شه کبرجنه
ګـــــوره اخر پير يمه ښيرا به مې قبولې شي
بوره دې داستا په ځوانۍ مور شه کبرجنه
اسداباد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيدعبدالله نظامي
غزل
سيدعبدالله نظامي اسداباد
په شوخوسترګوکې مستي راسره څله
کوې
چې وس دې نه کيږي سيالي راسره څله کوې
چې زړه مې اخلې نودازړه دې ولې نه راکوې
جانانه دومره
ناځواني راسره څله کوې
په اننګودې پرتې نښې هرسړى پيژني
نوستړي مه شي دپردي راسره څله کوې
کله په مخ څپيړه راکړې کله خوله جانانه
ديوې ورځې دښمني راسره څله کوي
يارمې دکلي هريوښکلي ته په نره
وايي
تړلى شرط په نظامي راسره څله کوې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيدعبدالله نظامي
غزل
زلموميدان
ته شئ په درز لاسونه وغورزوئ
دننګ ډګر دى په يښتو سرونه وغوروزوئ
ګومــان مې نشي که موداوارې په ګټه
راشي
د دې سپرلــــــي دنازيدو ګلونه وغورزوئ
هلئ خطاشوو ساقي سرې وينې ډالۍ ورکوي
خمــارته
اورواچوئ ټول جامونه وغورزوئ
کونړي غرونه خونړۍ څپې په غيږکې لري
دنړۍ خلکوکه ورځئ تاجــــــونه وغورزوئ
داخاموشي به راته مينــه کې پيغورجوړکړي
که ښه کوئ له سترګونورخوبونه وغورزوئ
کونړ
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
سيدعبدالله نظامي
نظم
الوتکې دې رادرومې له اورډکې
داکمزوري ولسونه راته سيځې
له هوانه مې نه پرغازو باندې ولې
کروندې اوشنه فصلونه راته سیځې
داڅه
ګونګه شانه نوې ډرامه ده
د ا نسان په ککریو لوبې کیږي
دوۍ که هرڅه کوي خیربشرپالان دي
داپه مونږخوارانو هریو تور لګیږي
دانړۍ خو ټوله ستا ډول ته ګډ یږي
ددوۍ
ژوند ستا له نظرڅخه خیرات دی
خوچې څوک درځنې لږه لارکږه کړي
بس هغه غریب په دې ځمکه میرات دی
ستاله لاسه زموږ سیمه جنجالي ده
ستا توپونه وو کوډله مو خا لي ده
دهیلمند څپې زمونږ له اوښکوجوړې
که نه دلته خو ښه سمه وچکا لي ده
زلمي شته دی چې پیغورراته رانکړې
وخت ته ګوري ځکه غاړوته وتلي
د ښا مار د سو ځیدو تا بیا یی کړې
کلیو ا ل په چیغه شا ړ و ته وتلي
په اقصی کې بلالی اذان به و شي
دفرعون د لمسو زور به اوبه شي
دتکبیر چیغه به ټوله نړۍ وکړي
دبغداد
سوې باغونه به راشنه شي
سيدعبدالله نظامي دهلمند سیند په مشاعره کې ويل شوی نظم
دځوانیمرگ طاهر فرهاد په ویر کېبشپړ شعر ولولئ
دځوانیمرگ طاهر فرهاد په ویر کې
سيدعبدالله نظامي
له ځان سره دې
یووړې هغه شپې له شوره ډکې
اوس نشته دخوندونو شوگیرې له شوره ډکې
چې نه اوري له ورایه ستا خوږې خوږې
سندرې
گودر کې پیغلو ماتې کړې چمبې له شوره ډکې
دښکلو ښکلو ډلې دې له ځان سره خورې کړې
بدرنگو ته
دې پریښي زمانې له شوره ډکې
"شاداب"او"شرر" گونگي ژبي ناست وي په محفل
"غروال"او "ټکر" نه کوي کیسې له شوره ډکې
فرهاده یاره دا غلې دنیا راته زندان دی
دخدای لپاره بیا راوړه شیبې له شوره ډکې
زما
"نظامي" یاره لا هم هغسې فرهاد یم
رپیږي مې مزار باندې جنډې له شوره ډکې