پښتو ادب · شاعران
ډاکټراکبر اکبر
د ډاکټراکبر اکبر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکټراکبر اکبر
غزل
ډاکټراکبر اکبر
وینه مې رخسار له واخله ښه به وي
ستا د اننګو تر څوکو سره به وي
ماته در نه نه شي د سحر مسته
دا چیرته د تورې شپې ډیوه به وي
زهد د زړګي حرم کې ځای نه شو
دا کعبه له دې شیخه مړه به وي
زړه چې د لمر مخې ښکلا نه سیځي
دا د حیا اوښکه ده سړه به وي
دا ماښام آهونه او دا شپې زلفي
یو بل ته چې رسي آشنا شپه به وي
دا چې مې ځلمي ګناه ته ماته شوه
زهده، دا توبه جوړه زړه به وي
خړه دنیا ستا په کتو نه ارزي
دا سوداه و نه کړي چې وړه به وي
کمپوز :میرويس جلالزی
دا رامبېل چامبېل خیلونهبشپړ شعر ولولئ
دا رامبېل چامبېل خیلونه
ډاکټراکبر اکبر
دا رامبېل چامبېل خیلونه
ډاکټراکبر اکبر
پښتانه دي که تاجک دي
که بلوڅ که هزاره دي
که په خپل هیواد پراته دي
که له کوره آواره دي
د یوې ابۍ بچي دي
دا خواره واره خیلونه
که رامبېل دي که چامبیل دي
ټول د یوه چمن ګلونه
کمپوز :میرويس جلالزی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ډاکټراکبر اکبر
غزل
ډاکټراکبر اکبر
د دې ځمکي د عزت د شملې سر یم
د بې قدرو پښتنو د کور خیبر یم
د ستومانې اوږدې ورځې په اسمان کې
د زیړي مازدیګري زبیښلی لمر یم
د یاغیانو د بي سرو تنو مینځ کې
چې په دار به راځړیږي هغه سر یم
محتسبه مخامخ چې راته نه شې
تسلسل د احتساب یمه محشر یم
د ژوندون او مرګ د تاله دې وباسم
زه د وخت د تړل شوې کاله ور یم