پښتو ادب · شاعران
سليمان خپلواک
د سليمان خپلواک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سليمان خپلواک
د ژوندون لاري څه ستړي دي جانانه
غرونه غرونه دي بس تړي دي جانانه
ښايي بيا د بيلتانه غږ پر تا شوي
چي دي زلفي جړي جړي دي جانانه
کاينات واړه په سرو سترګو ژړيږي
سپوږمي مړه ده ستوري مړي دي جانانه
نن دي زما په سر کنځلي داسي ښکاري
د رقيب سترګي چي خړي دي جانانه
ستاپه در کي ملنګ شوي خيرات غواړي
د خپلواک جامي اوس ځيري دي جانانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سليمان خپلواک
عـــــــــشـــــــــــــق کــــــــې ســـــړى له کار وباره وځي
په غــــــــــــرونـــــو ســــــرشــــي چـــې لـــه ښـــاره وځي
زه اوجـــــــانان مــــــــــــې لکه ستورې دسپوږمۍ په مدار
اشــــــــــنامـــــــې نـــــه مــــنــي خـبرې له مـــــداره وځي
زماياغــــــــي ککـــــــــره نــــــه مـــــني ســـــجدې تيږوته
زه پـــــــــــــــــرې خفه يم که مې سرله دغې داره وځـــي
ســـــــــــــــلګۍ په ستونوکې ساتي په خولو مولاس کيدئ
په دغـــــــــــــــــــه چــم کــــې ټولې ژبې له ګفتاره وځـي
پيـــــــــــــغلې ګونــګۍ شوي په ګودر سندرې نه واي نـور
څــه درد دونــــکې دي هـــــــرترنګ چې له ستاره وځي
نــــن بـه ســـــجده ګدم ميــــــــــــخانه کې دساقي په لورې
( خـپـلواکه ) څــــــېـرې به ګريوان کړم چې له کاره وځي