د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګل رحمان رحماني

د ګل رحمان رحماني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

اقراربشپړ شعر ولولئ

اقرار

ګل رحمان رحماني

په يوه سپينه ورځ اقرارکوم ملګرو
چې نورنه لرمه زوردچادمينې
څه چې وايي دادې واړه راسره وي
راسره دې نه وي توردچادمينې
*****
شوګيرې مې بدلومه په خوبونو
دعاګانې په يو نوي رنګ کومه
که چابياهم راته يادجانان جانان کړ
ورسره په هغه ځاى کې جنگ کومه
*****
نوردمينې له رنگين کتابه باسم
داهونواوسېلوساړه فصلونه
يوقدم هم که په لوري دهغې وي
بس نورنه کو م په دې لارومزلونه
*****
مرورياران به بېرته راپخلاکړم
ورته وايمه چې هېرمې خپل جانان کړ
نه مې زړه نه مې ارمان نه مې جانان دى
ستاسې مينه مې دخپل زړګي ارمان کړ
*****
تاسې دومره راسره وکړئ ملګرو
چې زمادزړه له کنډوکپرښاره
لګېدلي يادګارونه انځورونه
ټول له يوې مخې کړئ لرې ترسهاره
*****
لکه تاسې پوهېدلى زه هم پوه شوم
دې جاله کې څه بې وخته وم ختلى
غواړم بېرته ترهغه مقامه ستون شم
لکه وم چې تاسې ټولوته ښاغلى
****
لکه تاسې چې ژوندون کړى بې جانانه
غواړم زه هم يوهمداسې ژونداغازکړم
که مې مات وزرونه بياکله راجوړشول
ښارپرېږدم په لوړغرونوبه پروازکړم

١٣٨٨-٦-٨
ننګرهارپوهنتون

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل رحمان رحماني

لکه سپرغې چې په لمبه کې اوسي
يوه تلوسه زماپه زړه کې اوسي
دميخاني لاربه مې پرېښوه خو
ديارتصويرهره پياله کې اوسي
تريخ انتظاردى دنهيلو شېبو
هم په غزل هم په ټپه کې اوسي
کلونه تېرشول خو څوک نه پوهېږي
چې څوک زمادخيال په غره کې اوسي
ستادښکلاسپينې کوترې راشي
دشنه جومات په مناره کې اوسي
هغه له ژونده مروره ښکلا
زمادخيال ددښت وږمه کې اوسي
درپسې ژاړي مې پردېس خوبونه
ستادوصا ل په تلوسه کې اوسي

معيوبه پېغلهبشپړ شعر ولولئ

معيوبه پېغله

ګل رحمان رحماني

زه د شهيد وطن معيوبه پېغله
زه د ښکلا د پسرليو
ماته ماته څانګه
زه د وختونو
په تېروتېر
اغزوکې ريژيدلې غوټۍ
زه مې د خپلو ځوانو ځوانو
آرمانونو په قاتل پسې
ستومانه جينۍ
زه د زخمي ګلاب
د سرو پاڼو
همزولې وږمه
چې توپانونه
دماښام د کنډوالو په لورې
وړې يمه
زه مې د خپل
حسن
په سرولمبو کې
هر وخت سوزيدلې يمه
د بړبوکۍ په څير له ډيرو
خړو خړو مزارونو
ګرځيدلې يمه
ما د هوس په دروازه کې
د زمان په آس
د خپلو هيلو
سرې ډولۍ ته
ما ته همدغه دروازه کې
زما راغلي پېغلتوب ته
ښه راغلاست ونه ويل
زه مې دکلي
د زيړو مازديګرو
په مزه پوه نشومه
نه مې منګى په اوږه کيښود
نه ګودر ته لاړم
نه مې په تور وربل
د چا په ياد
دمينى ګلان ونه ټومبل
ما د رنګينو اخترونو
په اوږدو شپو کې
په لاس نکريزې کيښولې
زه د شهيد وطن
معيوبه پېغله
زه د ښکلا د پسرليو
ماته ماته څانګه
زه د باروتو
او لمبو په تاووکې
لويه شومه
سترګې کې ډکې له باروتو
اوپه زلفو مې
ګردونه پراته
لاس مې غوڅ شوى
پکې شرنګ شرنګ
د بنګړونشته دى
ورباندې جوړدى
پر هرونه
اوس مې خال
په اننګو نشته دى
دا چې مې سترګو
له مودو
رانجه ليدلى نه دى
ځکه خو اوس
پخپلو پڅو بڼو
زړونه د چا وړلاى نشم
وخته !!
پداسې حال کې
څنګه سپېن سترګي کوي؟
سينګار مې غواړي
معيوبه پېغله يم
هوس او سينګار نه پيژنم
له مانه پاتې
د همزولو مجلسونه دي
ورتللى نشم

١/٥/١٣٨٢

وزرماتي اشناتهبشپړ شعر ولولئ

وزرماتي اشناته

ګل رحمان رحماني

دشعرله لوستلووړاندې زماداخترمبار کي ومنئ

ښکاري اختر شوبيادغم دژړېدوورځې د ي
په مړاووشونډودموسکادنڅېدوورځې دي
څوبه له خپل سيوري نه لرې لرې لرې ګرځې
ګرانه راځه په کلي کوردې اوسېدورځې دي
خيرکه دزړه ګلان دمړاوې کړل دهجرسيلو
ورېځ به پرې راشي دباران دورېدوورځې دي
خداى به دزرجوړکړ ي وزرونه وزرماتې اشنا
بيادسپرلي بيادې ګلاب بيادې وږموورځې دي
بس چې ماښام شي اوسيلې شي خنداګانې راځي
زموږکوڅوکې دوړووړوګيلوورځې دي
رحماني بياله خپلواوښکو درته هارجوړوي
هغوى رېښتاوايي همداديوکېدوورځې دي

دنېکمرغه کوچني داخترلومړى ماښام

1388٢٩سنبله مياشت تاشکند\بېکران ښار

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل رحمان رحماني

دعشق له لوړومقاماتونه ته څه خبرېې
زمادروح له مشکلاتونه ته څه خبرېې

تاخو په سترګوکې کرلې تقاضادديدن
خوددې کارله الزاماتونه ته څه خبريې

مينه ،ژوندون،پاڅون، لټون دښکلو
ددې سپېڅلوکلماتونه ته څه خبريې

شيخه يوازې يې موسکازماقاتله نه ده
نوريې دحسن له صفاتونه ته څه خبريې

يوکس ديدن ته انتظاراوبل دېدن ته ولاړ
ددغه ښارله دې حالاتو نه ته څه خبريې

داوښکولمربه ېې لمبې ستاترمحفله دروړي
ددې بې لاروله حالاتونه ته څه خبريې

نظرله تانه ټولوي نوم دې له زړه نه باسي
درحمانې له اقداماتونه ته څه خبريې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل رحمان رحماني

يوناسوغوند ې پرهرشوم چې ته لاړې
بس دژمې مازديګرشوم چې ته لاړې
نه مې وس دالو تو شته نه رالوېږم
دټپي مرغه وزرشوم چې ته لاړم
په وصال کې دې له هرڅه بې پرواوم
دبېلتون له دردخبرشوم چې ته لاړې
ښکلوم په وچوشونډو زېړې پاڼې
له کنډو پرېوتى لمرشوم چې ته لاړ ې
هرځاى سرپه تندې لوېږم اوچتېږم
شوخ دغرونوسمندرچې ته لاړې
رحماني به اوس له چانه مينه غواړم
ډېربې لارې بې رهبرشوم چې ته لاړې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل رحمان رحماني

اوس دغم له پاسه غم راځي دې ښارته
دخوښۍ زېري ډېرکم راځي دې ښارته
لکه شورپه څلورلاروکې خورېږم
چاويل چې هغه هم راځي دې ښارته
دهغې دراتلولارې ځکه څارم
پسرلي ورسر ه سم دې ښارته
ستادزلفوخوشبويي په کې خوره ده
نورښارونه ځکه کم راځي دې ښارته
عجيبه دې لوړبرجونه په ژړادې
نااشناغوند ې علم راځي دې ښارته
دزړګي تخت درپرېږدمه سليمانه
پيغامونه دې هردم راځي دې ښارته

کندهارته ډالۍبشپړ شعر ولولئ

کندهارته ډالۍ

ګل رحمان رحماني

ماخودرته تل دسروګلونوښارويلى دى
((کله مې پېرزووې په بمونوکندهاره ))

په وينوسره کندهارته ډالۍ
زمادخوږ زړګي پرهاره ته خوداسې نه وې
دشملوروکندهاره ته خوداسى نه وې
تاکې دکريږوژړاګانو فصل نه ووزرغون
وږمې دې تللې له سهاره ته خوداسې نه وې
تادډهلي دماښامونوتيارې ختمې کړلې
اې دښکلااوسولې ښاره ته خوداسې نه وې
پرون دغېږکې هغه ښکلى ماشوم چاقتل کړ؟.
داسوال پکاردى له اغياره ته خوداسې نه وې
تاڅوم ځل دى چې زرغون شولې په خپلووينو
زماداوښکولاله زاره ته خوداسې نه وې
يووخت په دلته هرټپي مرغه پناه اخيسته
خواوس ېې خپله ناقراره ته خوداسې نه وې
څومره په وېره تاکې څومره غلى غلى ګرځم
دکوم ځوانمرګي بريدله ډاره ته خوداسې نه وې
په خوب کې پاڅم ګورم بم وې ژړاګانې اورم
زمادخوب اوو يښې ياره ته خوداسې نه وې
ټوټې ټوټې په کوم بې نومه قبرخښ شولمه
ماخوکه ژوندکړستالپاره ته خوداسې نه وې
خداى دې په سرولمبوکې ساته خداى دې مه ورانوه
دهرافغان دغاړې هاره ته خوداسې نه دې
زړګى مې لوټ شو غوټۍ مړاوې بلبل کډه وکړه
درحماني دزړه مالياره ته خوداسې نه وې

جلال اباد، ښار

مسافرشهيدبشپړ شعر ولولئ

مسافرشهيد

ګل رحمان رحماني

افغان خبريال هاشمزاده په ويرکې دښاغلي کاروان پرليکه

((بيادکوم شهيدپه څېرديدارته مخامخ يمه ))
زه دمرګ په غېږکې دژوندښارته مخامخ يمه

څه وايي چې زه مودماښام ځنګل ته يوړلم ؟
ختمې مې تيارې کړې نورسهارته مخامخ يمه

ستاناولى لاس مې که رالوېږي پاکې غاړې ته
خيردى خو په هسکوسترګودارته مخامخ يمه

لږ خوراته وګوره ماحول سلګۍ سلګۍ شولو
څومره درڼو اوښکو ابشارته مخامخ يمه

کله به ورځمه دوصال دپرښتوغېږته
خدايه څومره ستړي انتظارته مخامخ يمه

چادخپلووينو تکې سرې جامې راواغوستې
وړي مې دخمارڅپې دلدارته مخامخ يمه

مايې چې انځوروړلودخيال په البومونوکې
ژاړم رحماني اوس يې مزارته مخامخ يمه

١٣٨٨\٥\٢٥

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل رحمان رحماني

زه به لمر، زه به باران، زه به اوبه شم
«څانګې ګل شه» چې د پاڼو رنګ دې زه شم

نن دې اوښکې او خبرې نه تم کېږي
هسې نه چې بیا د لوړو غرو چینه شم

ستا هوا څومره وېشلی وم په ځان کې
کاش چې بېرته د خپل فکر او خپل زړه شم

اندېښنو راته بستر د ځور جوړ کړ
ښکاري بېرته د خپل درد په خوب ویده شم

د ګلدان ګلان احتیاج نه وي باران ته
څه فایده که درته سراسر ګیله شم

راته وايي که شیرین خیال کې مې نغاړې
زه به هم ستا د خواږه غزل خوږه شم

چې روان شوم بیابان هم را نارې کړې
ګله چېرته ځې؟ دا زه د چا کوربه شم

۱۴۰۰، د کب ۱۸مه