د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

قلم یار

د قلم یار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

قلم یار

غزل
فضل حق قلم یار

لیونی غوندي به ولي نه ګرځیږم
په شته کور کې چې بي کوره زه یادیږم
جوړ وطن یې راته وران کړلو اغیارو
سرو سکروټو باندي ځکه نن سوځيږم
بي سیرته شوم اغیاره ستا د لاسه
بي کفنه نن په خاورو کې خښیږم
د هجران دغه شپې ورځي تیرومه
خپل وطن پسې نن نم نم اوبه کیږم
د فضل ټول آرمانونه یې تالا کړل
ځکه نن په تورو خاورو کې لوغړیږم