د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جرس فرهاد

د جرس فرهاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جرس فرهاد

له ډېره وخته وخت د چا په تمه كړي يو موږ
وخت د سپوږمۍ له كلي څومره لري وړي يو موږ

ښكليه وسترګو ته هم نيغ په نيغه مه راګوره
قسم په خداى دى چي له جنګه څخه ستړي يو موږ

خداي خبر كوم لور يو روان خوبس په وركو درومو
خدايزده د جنګ سېلاب و كوم لوري ته وړي يو موږ

دا مرغلري به نور خداي خبر دانه وانه كړئ
رب مو تړلي د ښايست په داسي پړي يو موږ

جرسه نور په دې تېارو پسي ډېوه راواخله
ځكه چي اوس هم د رڼا زيات پوروړي يو موږ

کوتريبشپړ شعر ولولئ

کوتري

جرس فرهاد

بيا ولوېدې له خروشه او له تللو نه كوترې
اى حسنه! تا خو جوړې كړې له
ښكلو نه كوترې
دې ښكلو چې د حسن وزرونه پر ځان سريښ كړل
اوس موږهم په هوا كړې له غزلو نه كوترې.