پښتو ادب · شاعران
ساجد بهار
د ساجد بهار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ساجد بهار
غوښه او چاړه يمه
عشق دې پښتانه يمه
سوی په بارودو يم
ستا د دښت لاله يمه
مورې راته مه ژاړه
اوس خو بيخي ښه يمه
چوپ شه څوک راويښ نه کړې
مه ويريږه زه يمه
ستا په سر چې ورک ومه
اوکنه هغه يمه
ستړی له وجود يمه
ګوښی لکه زړه يمه
ښکل دې چې پرمخ نه کړم
بيابه بهار نه يمه
خوست
څلوریزهبشپړ شعر ولولئ
څلوریزه
ساجد بهار
وحشته نوره پرې درانې څپيړې مه اوروه .
جينۍ نازکه ده په اوښکو کې يې زړه لويږي .
باده له تا سره به روغه جوړه څنګه وکړم .
ستا په راتګ باندې يې سترګو نه باڼه لويږي.
خوست