پښتو ادب · شاعران
عزيزالله شريف زاد
د عزيزالله شريف زاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
بې هويته رسالتبشپړ شعر ولولئ
بې هويته رسالت
عزيزالله شريف زاد
افغانستانه تاکي د لانجو او بحرانو افسانې ښکاري بيا
چا د مېلو چړچې وکړې او د چا دنګې ماڼۍ ښکاري بيا
د خپلواکۍ بيړۍ ډوبه تار په تار ده همګاني نه شوه کله
دوطن غېږ کې د اتلانو سترګې سرې ښکاري بيا
د وخت ګوډا ګيان ليوني شوي ، ړانه په ستر ګو
سپينه رڼا کې د تورتم تورې تيارې ښکاري بيا
چا د هيواد په کونډو رنډو کلکه ننګه ونه کړه هيڅکله
د ننګ او غيرت وخت کې د غيرت ولولې مړې ښکاري بيا
د مينې احساس مې تالا کيږي، ژبې ګونګې دي هر چيري
د زړه په سوز کې مې د بحران خړې څپې ښکاري بيا
راشه ېاره! د خپل فر هنګ او کلتور د رناوي وکړه په کلکه
ستا نڅاوې ګډا،د هيواد په نوم ډيرې بې پردې ښکاري بيا!
دلته او هلتهبشپړ شعر ولولئ
دلته او هلته
عزيزالله شريف زاد
دلته نڅاده هوس ده او اتڼونه دي
هلته امبار خاورې د ارمانونو دي
دلته جوړې بر نامې مجلسونه دي
هلته ساړه، يخ او سره اورونه دي
دلته سکون ارامې او خوندونه دي
هلته واويلا له ويره ډک غمونه دي
دلته ظالم او مظلوم په يو روان دي
هلته د زورظلم يو پنډ پيغامونه دي
دلته د خوښۍاو خيال کارونه دي
هلته د ناروا کارونو ډيرامرونه دي
دلته ويديو کليېپ رنګارنګ په مودونودي
هلته د بې وزلو يتيمانو کونډو کتارونه دی
دلته استعباد په درانه خوب ويده دي
هلته ېې ډزې جنګ جګړه په وارونو دي