پښتو ادب · شاعران
داکتر هارون دهزاد
د داکتر هارون دهزاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
عشقهبشپړ شعر ولولئ
عشقه
داکتر هارون دهزاد
عشقه درپه در سولی
عشقه خاک پرسرسولی
عشقه ته جنون می وی
عشقه ته بیلتون می وی
عشقه ته می سترګی وی
عشقه ته می غبرګی وی
عشقه ته وی راز زما
عشقه ته وی ناز زما
عشقه ته وی درد زما
عشقه ته وی ګرد زما
عشقه ته وی ځان زما
عشقه ته وی ګران زما
عشقه د دهزاد سولی
عشقه ته ازاد سولی
برباديبشپړ شعر ولولئ
بربادي
داکتر هارون دهزاد
هلته ځوان می خاوری کیږی
دلته ټول ورته خندیږی
هلته مور ورباندی بوره
دلته ټول دی ښه مغروره
هلته ناوی په پالنګ کی
دلته زوم دی په کفن کی
هلته پری می د ځوان سرسی
دلته وروسته بیا خبر سی
هلته ورځ نسته ټول شپه ده
دلته هر ورځ میله ده
هلته مری او حلالیږی
دلته ښه بیزنیس چلیږی
هلته مندی سوی سرتوری
دلته خاندی ورته ګوری
هلته مړ می ټول ولس سوه
دلته خان لا نور پنډس سوه
هلته مینه مینه ورانه
دلته مینه ده ارزانه
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
داکتر هارون دهزاد
لاس مي در نه واخيست اي دنيا ډيره ظالمه يي
نور مي تپوس مکړه بي وفا
ډيره ظالمه يي
ما د بيابان سحرا خپل کړي ، ته پروا مکړه
بنده مي ياري کړه تر لحده ته پروا م
کړه
پورته کړه پرهر د زړه چي زه پکښي ساحل سمه
ميني کي مي ډوب کانده چي زه پکښي غافل سمه
توره داد نيا ده توري زړونه د بنديانو دي
دلته تور کارغان هم په ښه شکل د طوطيانو دي
ياره مسافر ځه منزل سره دي وژاړه
دلته دهزاد نسته د ځان خپل سره دي وژاړه