پښتو ادب · شاعران
محمد نعیم افغان
د محمد نعیم افغان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
دګلــــونــــوکــــندهــــاربشپړ شعر ولولئ
دګلــــونــــوکــــندهــــار
محمد نعیم افغان
زمـــوږدخــوښیوسپــین سهارپــه وینومــه رنګوئ
دادګلــــونــــوکــــندهــــارپـــــه ویـنومـــــه رنګـــــوئ
دادویاړونـــــو،کارنامــــواودغــــــیـرت څلــــی دی
دادننګــــونوهسک مِـــنارپـــــه وینومــــه رنګـــوئ
دآزدۍ ږغ لـــــــه دې ځایـــــــه تـــــــرډیلي رســـــېدی
دادمیرویس اواحـــــمد ښارپــــــه وینــومه رنګوئ
چورلکي مه راولــــــئ دلــــته ګل ماشوم ویده دی
داتنکی ګل دســـــره انارپـــــه وینومــــــه رنګـــــوئ
کـــــــنه زلمي پاڅي اوتاسي پــــــــرسرونــــو ولـــــي
بـس کړئ لالــــه اولالــــزارپـــــه وینومـــــه رنګـــوئ
لکــــه ایمان ،افغانستان پرموږه ګران داسي دی
دادافــــــغان ښکلی نِـــګارپــــــه وینومـــــه رنګـوئ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد نعیم افغان
عشق زمـــادزړه لمـبه وه، میــنه نــــه وه
یوه ناترسه حادثــــه وه ،میــــــنه نــــه وه
چي مي واړه جنـــتونــــه ترې قربان کړه
له دوزخه سره لــــــمبه وه، مینه نــــه وه
دزوی مـــــــړي مورپــه څېربه مي ژړله
دنازک زوی جــــــنازه وه ،مینه نـــــه وه
بدرنګي یې دښکلاپـــه جام کي راکړه
څه بې خونده یې مـــزه وه ،مینه نه وي
پښتنې پرېشتې څه له یې خوشاله؟
مینتوب یـــــوه خاطره وه، میـنه نـه وه
دسپوږمۍ له سترګوستوري څڅېدله
ټک له راز اونیاز نه شپه وه،مینه نه وه
بې صبري چي ګــوره ونه کړې زړګیه
دافغان طالــــــــع ویده وه ،مینه نه وه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد نعیم افغان
کـــه ستادشونــــډوپه مسکاجنت تــــه لاره کــوم
دادسروستــرګــــوپــــه ژړاجنت تـــــه لاره کــــــوم
زه پـــه ګـــــودرکي مات کودري اوبنګړي ټولوم
پــــه دې جــــــهاداودې غـــــزاجنت تـــــه لاره کوم
سپېڅلې میـــــنه ګنامه بولــــه ،کافربـه دي کړي
ستادمذهـــــب پـــــه دې ګـــــناجنت تـــــــه لارکوم
پـــــه دوږخونوبــــــه اورپوري کــړم ،لږصبروکړه
زه دمــورجاني پــــــه دعـــــاجنت تـــــــه لاره کـــوم
تل یې پــــــه تورودقـــــرآن لکــــــــه زمزم مینځمه
«افــــغان »دسپین زړه په ښکلاجنت ته لاره کوم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد نعیم افغان
نن دي یادونــــــه اورېـــــدل ،ځنګـېــدل
دزړه پـــــرسرمي توېـــــــدل، ځنګــــېدل
لـــه سپیني خولې دي توري مړه راوتل
نــــشه نــــشه وه ځنګـــــېدل ،ځنګـــېدل
پرمخ دي راکــــــړلــــــه څاپېــړه کلکـــــه
رقیبان ټولـــــــه خندېـــــدل ، ځنګـــېدل
لکـــــــه ډونډري دانګـــــورواوښکـــــي
پاس پــــربڼومي ځړېــــــــدل، ځنګــېدل
هلــــــته مي قبرد«افـــــــغان» ولـــــــیدی
یوڅویاران پـــــرې ژړېدل، ځنګـــــېدل
کوټه: ۲۰۱۰/۱۱/۲۹
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد نعیم افغان
دوصلت نېـــټه تـرې غواړم چي خیالونه په ټکورکړم
دسرکښ
جانان پــــه یادکي به یادونــــه پـه ټکورکړم
دلبیک ،لبیک نارې دي کاروانـــونــــه
دي تـــېریږي
دکاروان جرسه شرنګ کړه چي زخمونه په ټکورکړم
داهاړپــــه سره غرمه کي دتوبـــې پــــرغونــــډۍ
ژاړم
مرحـــبا،مـــرحــــباوایم سـوي زړونــــه پـــــه ټکورکړم
یوڅوکاڼي مي لیــدلي درقیب پـــــه لـــــوري درومي
دشیطان پـــــــرسینه ښخ سي خنجرونـــه په ټکورکړم
دافغان دعشق لـــه زوره ئې لمــبې تــــرقلــــم خـــــیژي
داسي مست قاصدته ولاړسم پېغامونه په ټکورکړم
محمدنعیم افغان = دهرات ښار
۱۳۸۸/۵/۱۵
خريدارزه یمبشپړ شعر ولولئ
خريدارزه یم
محمد نعیم افغان
دهــــوس پــــه لومـــه بنــــدیـــم دغمــوخـــريـــــدارزه یــــم
دفانـــــي دنـــــیاپــــه غېږکــــي ددردوخـريــــــدارزه یـــــم
دسرکښي
ځـوانۍ شوردی دساغرپه خواکي ناست یم
دیاغي مغــــان پــــــــه کـــــــورکي دجاموخريــدارزه یـــم
لېـــــــونی ښکارم عالمـــــه!دشرین جانان پــــــــه یادکي
همېشه ســــــرځوړنـــــــــدګــــــرزم دفکروخريــدارزه یـــم
کـــه هروخت مـــودرقیب سرغوڅاوی چي هېرمونه سم
تـــــــوره زماپــــــــه لاس کي راکړئ دجنګوخريدارزه یم
چي افـغان ترې ډارېدلی داتېـــــــره مــــــــژګان دچادي؟
دعبــــــرت درس ترې نــــــــه اخـــــلم دکتوخريــــدارزه یم
دهرات
ښار
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد نعیم افغان
مست لکـــه هلمندرود دڅپوپـــه زورکي تل راځي
داسي میــــړني دي
دجــزبـــوپـــه شورکي تل راځي
جوش دملالۍ ټپه لــه ځان سـره غورځنګ راوړي
دلــــته میونـــدونــه دجګړوپــــه پورکـــي تل راځي
مه ویاړه تورمخې!دډلي پــــه تخت دي مـــه ویاړه
داډول
ابـدال مـــــي دنازوپـــــه کـــــورکي تل راځي
دا ابراهیمي ملــــت سرچاتـــــه ټیـــټوای
نـــــه ســي
پام کـــــوه نمروده دځانګـــــوپـــــه اورکي تل راځي
کړیکـــــه دغیرت یې
اباسین څپاندڅپانــــده کړي
ځکــــه افغانــان مو دپـــــردوپـــــه تورکي تل راځي
غــــزلبشپړ شعر ولولئ
غــــزل
محمد نعیم افغان
یــــم لـــــه شراب اولـــه ساقـــي نــــه ستړی
هـــم لـــه خماراولـــــه مســـتي نــــــه ستړی
دبـــل وډول تــــه چي نڅـــیږي هـــروخــــت
لــــــه دې ناتـــــرســـــه لېونـــي نــــــه ستړی
پـــــټ ریاکــــاردي دزاهــــــدجـــامـه کــــي
شـــوم له ام
ــــي ،مــلا،قاضي نـــــه ستړی
دبنګړوشرنګ تــه دي زورمــــه ورکــــــوه
میـــــنه مجازشــــــول
عاشقي نــــــه ستړی
طبیبه مـــــــه راوړه خـــــونخــــــورلاسونــه
په خپل رنځ پوه یم له دوستي نــــه ستړی
چي مي جونګړه پــه سره اورکي سوځـــي
له داســــي خپل اولــــــه پردي نـــــه ستړی
که مي څـوک
حال پـوښتـي دحـال پـه ژبــه
افغان یم تل لـــــــه ګاونـــــــډي نــــه ستړی