پښتو ادب · شاعران
شکورالرحمن حميدي
د شکورالرحمن حميدي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
غم ځپــلىبشپړ شعر ولولئ
غم ځپــلى
شکورالرحمن حميدي
وي لکه يتيم بې موراوپلاره غم ځپـــــــــلى
داسې دغمونويمه ياره غم ځپـــــــــــــــــــلى
غم دې دتى خورماشـــــــوم په شـــــانـــــتې
نه مې پريږدي خوب ته ترسهاره غم ځپــلى
تصويرته دجنانه کله ژاړم کله خانــــــــــــدم
خبرې راته نه کوي دلـــداره غـــم ځپـــــــلى
ورشه ورته ووايـــــه ريبــــــــــاره چـــــــې
سلام درباندې وايي څوڅوواره غم ځــــــپلى
غمونه اويادونه دجوړه جوړه رادرومـــــــي
حميدي پکې يواځې يم نګاره غم ځـــــــــپلى
خوست
دماشومتوب ارمانبشپړ شعر ولولئ
دماشومتوب ارمان
شکورالرحمن حميدي
زه چې ماشوم وم غيږې غيږې
څومره ډيرې غيږې وې
موربه چې وهلم باباته به مې منډه کړه
هرڅوکه غوسه وونواواره به يې ټنډه کړه
کاشکې چې يوځل بيرته ماشوم واى
مورراباندې ايښى دويم نوم واى
ماته يادې هغه شپې شي
خوږې وږې دمينې ولولې شي
پلاربه مې ويل که سيپاره دکړله ختمه
په زوراو زير دې کړله سمه ګله ختمه
ما ويل که سيپاره کړم کله ختمه
ماته به ډيرڅه اخلې
ماته به شيان خواږه خواږه اخلې
پلاربه مې ويل هرڅه درنه لوګى شه
زماژوندزمامينه زمازړه درنه لوګى شه
پلاربه مې ويل چې زويه وايه زويه الف ب ت
خوزه به غلى شوم
بياپلارراته وايي زويه وايه زويه الف ب ت
خوزه ووينم دپلارلاس کې تسبې
جوړې دلرګي وې دا وړې وړې تسبې
څومره وې خواږې شېبې
ډيرې دمزې شيبې
اوس چې کله لوى شومه
اوس چې کله پوى شومه
اوس مې ژوندون وګوره
اوس مې مضمون وګوره
هرخواته جنګونه دي
هرخواته ويرونه دي
هرخواته مرګونه دي
ماته خوځکه ژوند د ماشومتوب يادشي
ماته ليونتوب ماته ليونتوب ماته ليونتوب يادشي
اې خواته پښتون ګوره
دې خواته پښتون ګوره
جوړله پ (ښ) ت) و) او ( ن) دى
واړه يوپښتون دى
هلته زمامينه مري
دلته زمامينه مري
څنګه ماغزه نه خورمه
څنګه به زړه نه خورمه
ښه و ماشومتوب راته
ښه و ليونتوب راته
نه له غمه څه خبروم
نه له درده څه خبروم
کله چې لږلوى شومه
کله چې لږپوى شومه
هرخواته بمونه دي
هرخواته ويرونه دي
هرخواته مرګونه دي
دلته مې خور ژاړي
هلته مې ورورژاړي
دلته کونډه ناسته
هلته بوره ناسته
ښايسته ده لکه حوره ناسته
ولې داسې وشي
ولې داسې کيږي
ولې وژل کيږي
پښتونه فکروکړه ژوند دتباه کيږي
يوموټى شئ راټول شئ
يوګل شئ يوغاټول شئ
يوه خبره يوه ژبه يوه خوله شئ
په ژوندون به له يوبله جدا نه شئ
راشئ تړون د روغې جوړې وکړئ
لاسليک په مضمون دروغې جوړې وکړئ
حميدي چې ګورمه پښتون ته
زړه مې ژاړي سترګې ژاړي خوله مې ژاړي
وايم ښه ؤ ماشومتوب
وايم ښه ؤ ليونتوب
ماراخيستي سيپاره واى
الف ب ت زما وينا واى
ژوند دماشومتوب ښه ؤ
ژوند دليونتوب ښه ؤ
نه له غمه څه خبروم
نه له درده څه خبروم
مينه مينه مينه وه هرې خواته مينه وه
داخبره ښکاره سپينه وه
له يوې غيږې به چې خلاص شومه
بل به راته وويل
غيږه غيږه غيږه راوړه غيږه
ټوپکه مات شېبشپړ شعر ولولئ
ټوپکه مات شې
شکورالرحمن حميدي
بيايې دټوپک شپلى راتوکړه
کتارکتارزاڼي جداشوې له يوبله
نه پوهيږمه ښکاري ته
چې ده په ښکارکې څه ګټه ليدلي
دومره ظلوم خوظالمه په کارنه دى
راته ښکاري چي ښکاري لاړدميني په لارنه دى
خداى خبرچې زړه لري که نه يې لري
ناناداخبره ده معلومه
زړه لري خوپه زړه کې دمينې احساس نه لرې
ځکه ځاى هغه ځاى سوزي په کوم ځاى چې اوربليږي
اورکه بليږي په پرادي کوربليږي
لکه څنکه چې نن زاڼې په هواخوري
يوه ورځ به دى داخپله شپلى تاخوري
لکه نن چې هره زاڼه دبيلتون سنره وايې
پاس په اسمان کې دجنون سنره وايې
همداورځ په تاهم داراروانه
يوه ورځ به دى دزړه خونه شې ورانه
که شوې جدادموراوپلاره
يادخپلې مينې دخپل ياره
بيابه وکړې فريادونه
بيابه وکړې ډيرسوچونه
بيابه وايې چې اى هى دټوپک شپلۍ شې ماته
بيابه وايې دبيلتون زورنه وو معلوم ماته
بيابه وايې مابه څنکه زاڼي په هواکې
څنکه ديوبل ځيني جداکړې
مابه چې کله دټوپک شپلى ورتاوکړه
هرې زاڼې خپله غاړه يوې بلې خواته تاوکړه
خوزمادټوپک څخه وتلى کرتوس
خمخابه وودزاڼې په سينه باندې نتلى کرتوس
کله چې ځمکې ته راپروتله زاڼي
هرې زاڼې به نارې کړې زاڼې
موږدپريښودلوچاته
ته شوى روحصت بلې دنيا ته
يوه ورځ په ښکاري هم داسې راغله
دکليوال سره يې شخړه په پاټي راغله
اوه کلن زوى يې پاټي ته ووراون
خداى خبرچې دکوخوانه ګولى راغله
پته نشته چې دځمکې که اسمانه ګولى راغله
اوه کلن زوى يى سينه باندې زخمي شو
ښکارې دلته په زړه باندې زخمي شو
ښکاري ته اوس پته شوه معلومه
ښکاري ته اوس ورکه شوه معلومه
ښکاري څوسوي نارې وکړې
ښکاري څوسوي خيرې وکړې
په دى وخت کې يوځل بيادزاڼوکتارراغى
ښکاري ډيرشوورڅتادزاڼوکتارراغى
ښکاري چې په زړه غم ديارخوړلى
ښکارې دزوى بيلتون نه شوليدلى
ښکاري ټوپک لاندې کړګوزار
ښکاري وايې توبه مې ده توبه بيابه نه کوم ګوزار
ښکاري ته اوس شوه مينه ورمعلومه
ښکاري ته اوس شوه سپينه ورمعلومه
ښکاري اوس وايې ټوپک کيږدى قلم واخلى
په ترف دروغې جوړې قدم واخلى
حميدي ښکاري هروخت داسې وايې
ټوپکه مات ټوپکه مات ټوپکه مات شې
اوکله کله دالنډى له ځانه سره وايې
دزړه له تله دايمانه سره وايې
زمادزړه سورى سورى کړ
دتناره دسربرغولى شې بيلتونه
بيلتون يوځې په مانه دى
بيلتون شمال دى هره پاڼه خوزوينه
همځولى ياردچامړمه شه
همځولى ياردزړه ولي پرې کوينه
غزل غزل جانانبشپړ شعر ولولئ
غزل غزل جانان
شکورالرحمن حميدي
ته مې دزړه کورکې دايمان غوندې ساتلى يې
غزل غزل جانانه غزل غزل يې ښـکلى يې
نن راته ياديږې خــدائىګونه رانه هيــريږې
نــن مې په زړګي باندې صنم راوريدلى يې
غزل غزل جانانه غزل غزل يې ښـکلى يې
تعــليم له مــانه پاتــې شودونــياله مـانه پاتې
ګلرنګه ګلورينه چې دزړه کورله راغلى يې
غزل غزل جانانه غزل غزل يې ښـکلى يې
نه مې يې هيـرنه به دهيـرکــړمــه جـانــانه
ته مي دزړګي په دروازه بانـدې ليـکلى يې
غزل غزل جانانه غزل غزل يې ښـکلى يې
په شان دليوانوشومه اشناګرځم کــوڅـوکې
ماحمـيدي چــي تـه يوځـل ګرانه ليـدلى يې
غزل غزل جانانه غزل غزل يې ښـکلى يې
حيدرخيل دولس غږراديووياند
جانانبشپړ شعر ولولئ
جانان
شکورالرحمن حميدي
ته مي دزړه کورکي دايمان غوندي ساتلى يى
غزل غزل جانانه غزل غزل يى ښـکلى يى
نن راته ياديږى خــدى کونه رانه هيــريږى
نــن مي په زړګي باندي صنم راوريدلى يى
غزل غزل جانانه غزل غزل يى ښـکلى يى
تعــليم له مــانه پاتــي شودونــياله مـانه پاتي
ګلرنګه ګلورينه چي دزړه کورله راغلى يى
غزل غزل جانانه غزل غزل يى ښـکلى يى
نه مي يى هيـرنه به دهيـرکــړمــه جـانــانه
ته مي دزړګي په دروازه بانـدي ليـکلى يى
غزل غزل جانانه غزل غزل يى ښـکلى يى
په شان داليوانوشومه اشناګرځم کــوڅـوکي
ماحمـيدي چــي تـه يوځـل ګرانه ليـدلى يى
غزل غزل جانانه غزل غزل يى ښـکلى يى