د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالناصر ريشاء

د عبدالناصر ريشاء پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

د مور ويرنهبشپړ شعر ولولئ

د مور ويرنه

عبدالناصر ريشاء

د هستــۍ تر ټولو ستره سرمــایه را څخــــه ولاړه
وی! ببو مي نيمه خوا او بنده خوله(۱)راڅخه ولاړه

د خپــل ژوند بېشمېره شپې يې روڼ کـړې وې وماته
نن مي ورځ هم تاريکه سـوه پلوشه راڅخــه ولاړه

پــه دعــاويې مدام وم تـــــر ساحـــــله رسېدلی
اوس به څـــه کــوم طوفانه مــــعجزه راڅخـــه ولاړه

د ژوندون لاره اوږده او سره ګرمي ده، زه به څه کړم
زمــا طوبــا عزرايل یوړلــــــه سایــــه راڅخـه ولاړه

زې د پور په اداينه کي ناکام او شر منــــــده سوم
هېښي سترګي دنيکيــــو جنـــازه را څخـــه ولاړه

قلـــندر(۲)به هېـره نکړي ببــــــو خپل ترورستي دمه
نن د خدای د نعمتـــــــــو غوره تحفه راڅخـه ولاړه

لندن
چهارشنبه ۱۸ مه د جوزا ۱۳۹۰ ش

--------------------------------------------
(۱)زما د خدای بخښلي مهرباني مور ، د ژوند آخري درې کاله او دوې میاشتي، نيمه خوا فلج او ژبه بنده وه.
(۲)زه مي مرحومي مور د نازه، «قلندر» بللم .

مرحوم ريشــــاءتهبشپړ شعر ولولئ

مرحوم ريشــــاءته

عبدالناصر ريشاء

نه پو هېږم چي زه هم ستا سره مړ سوم
او که ته ژوندی تر مرګه يې په ما کي

دغه پيښي تعريفونه راڅه ورک کړل
نـه ژوند وينمه په ځان نه مرګ په تا کي

څه حالت دئ چي منطق يې زنداني کــــــړل
سکون نستـــه په خنــــدا نه پــه ژړا کي

خو يــوه خبــــــــــــره ماتــــه ده څـــر ګــــــــــنده
زمــا بابـــا به پیدا نســــي په دنيا کي

ته (ریشا عبدالهادي خان صـــالح) وې
د (قلم زړه) ولوېدئ ستا په فنـــا کي

د تاريخي مادې حل:
د ریشاء عبدالهادي - خان صالح مجموعي ابجدي ارزښت ۱۴۱۸ دئ . که د قلم زړه (ل= ۳۰) ورځني فنا سي ۱۳۸۸ پاته کيږي ، چي د مرحوم ريشاء دمړيني هجري شمسي کال دئ.

لندن
۶ اکتوبر- ۲۰۰۹ع

بېوزلۍبشپړ شعر ولولئ

بېوزلۍ

عبدالناصر ريشاء

یادونه:څه موده د مخه مي د ټلويزيون پر پرده دافغانستان پر بېوزلۍ يو مستند
فلم وکوت ، کله چي مي دا بې وزله، بېوسه او بې کسه انسانان په تېره بيا ماشومان وليدل ډېر
وځورېدم. بس همدغه احساس و چي دا لاندی نظم يې راباندي وکيښ.

اې قادره اې واکداره
د نېستمنو
مددګاره

په خدايي مي يې منلی
بې دېدن مي يې ليدلی

هرڅه ستا له خوا منمه
ښه و بد له تا ګڼمه

څ
ه چي تا ماته ليکلي
پر لېمو مي دي منلي

زوی که ولري غوښتنه
ورته راسي که پوښتنه

لمړی ځکه مور
يا پرلار وي
خو د ده پر اعتبار وي

ته تر دوی موږ ته را تېر يې
څه ، که نن له ټولو هېر يي

ستا
وکور ته يم راغلی
دزړه اور مي کړه راغلی

زه لرم يوه پوښتنه
ستا په درکي زما څښتنه

هم پوښتنه هم ګيله ده
لا جوابه يو شکوه ده

که په کورکي مي اور بل دي
خپل عمل دلاري مل دي

ملا مت يمه پخپله
ګيله نه لرم له بله

زه حقير يم ته کبير يې
زه که ړوند يم ته بصير يې

که عمل مل
وي دلاري
که پر نيت وي واړي چاري

مشومان ولي ځوکلېږي
سزا څه له ورکړه کيږي

موږ بې ګالو زموږ خطا
ده
پر دوی ولي نن سزا ده

خطا ګاني ما دي کړي
دوی پر څه دي کړېدلي

زه پوهيږم چي کريم
يې
هم رحيم يې لوی حکيم يې

خامخا به يو حکمت وي
په زحمت کي به راحت وي

کاشکي زه هم پوهېدلای
په دې
راز دي رسېدلا ی
که مي سر په خلاصېدلای
نن به ولي ژړېدلای

می ۲۰۰۸
والنګټن- لندن