د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالقاهر جبارخیل

د عبدالقاهر جبارخیل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

وار زمابشپړ شعر ولولئ

وار زما

عبدالقاهر جبارخیل

یو یو رانه وړي بله ورځ وار زما
ټول یاران مې تللي دغه لار زما
مکړه غمازي نور د خزان باده
څنګه دې سپيره کړلو ګلزار زما
ستا د بې رحمی څپیړې ووهل
څه ښایسته مخونه او بهار زما
ته جګو شملو ته نظر هم نه کړې
وړې سپیروبادو کې کوږ دستارزما
روح له جبارخیله که ته واخلې هم
نوم خو به یې پاتې شي یادګار زما
سیدني آسترالیا

ستړیبشپړ شعر ولولئ

ستړی

عبدالقاهر جبارخیل

له مؤذن او له امامه ستړی ستړی
زه له ټول پښتونه قامه ستړی ستړی
په یوې لارې چې دوه پښتانه نه ځي
له آغاز او له انجامه ستړی ستړی
خپله ژبه اوتهذیب پریږدي پردو ته
د پښتون لدې انعامه ستړی ستړی
ډیره کۍ چې په ګونډو شي لږه کۍ ته
دهماغه قوم له نامه ستړی ستړی
د پښتو دښمنان خپله پښتانه دي
جبارخیل دی له ناکامه ستړی ستړی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالقاهر جبارخیل

ستا له سترګو سپیلنی شمه دلبره
تاپسې خو لیونی شمه دلبره
په تهمت داستا دمینې خورنګ رنګ یم
دځان کله سپینا وې شمه دلبره
دجنت وعدې که څوک را سره وکا
له تاکله تیریدی شمه دلبره
عاشقي راباندې داسې چارې وکړې
چې له خپلو نه پردی شمه دلبره
که مې سر ځي که مې مال ځي پروا نشته
زه تا کله پریښودی شمه دلبره
ستا په غم باندې به ورو ورو ویلې کیږم
پتنګ نه یم چې لوږی شمه دلبره
له نری ملا نه که ستا لاسونه تاوه کړم
سر له نوی به ځلمی شمه دلبره
چې په مینه جبارخیل دې ذولانه کړ
خود به داسې وچ لرګی شمه دلبره

پام کوهبشپړ شعر ولولئ

پام کوه

عبدالقاهر جبارخیل

اوس هم لا وخته دی لږ پام کوه
خدمت دژبې هم دقام کوه
موردې خفه درنه په ګورکې نه شي
ته یې دژبې احترام کوه
چې په مسند دپیغمبر دریږي
نظر په خاص اوهم په عام کوه
راشه پخپلې ژبې وغږیږه
د نوروژبو ته سلام کوه
چې پښتانه درباندې وویاړیږي
داسې کارونه تل مدام کوه
د حق په لاردجبارخیل په شا نې
داسې په نره خپل کلام کوه

خوږه پښتوبشپړ شعر ولولئ

خوږه پښتو

عبدالقاهر جبارخیل

اوس شليدلى کاوباى مود دې په جهان کې
ما ذره تغير رانه ووست په خپل ځان کې
زه دپلارنيکه پګړۍ هيروى نشم
يم لوى شوى دخپل پلار په دسرخوان کې
که وطن مې ورته پريښود مجبوري وه
پښتو نشم پريښودى په هيڅ زمان کې
پاسباني خداى دپښتو کړه راپه برخه
دا ميړانه شکر شته زماپه شان کې
لکه سروه دې هميش تراوتازه وي
رب دې ساتي له خزانه په امان کې
دا زما خوږه پښتوميره دټولو
خپلې مورنه مې زده کړې په لغمان کې
دښمنان نشي کوﻻى پښتو مړه کړي
جبارخيل وﻻړدنرغوندې ميدان کې

سيډني استراليا

دلستوڼې ماربشپړ شعر ولولئ

دلستوڼې مار

عبدالقاهر جبارخیل

له ښکاره دښمن نه ځارچې عبدالله دې
که مو وژني که موخرڅ کړي ح
ق يې دادې
چې ټول عمردپښتون دسردښمن ؤ
دلستوڼې مار کرزي بچى دچا دې ؟
پښتون نه دې دمغل لقب يې ښه دې
راته ښکاري اورنګزيب ځينې پيدا دې
جبارخيله خداى دې ساته له خيانته
دخيانت له ﻻسه دا وطن تباه دې

(سيډني استراليا)