د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

روح الله امین

د روح الله امین پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

پښتونبشپړ شعر ولولئ

پښتون

روح الله امین

چی بی ننګ او بی پـــښــــتـــو وی پښتون نه دی
چی د قوم په شرمیدو وی پــــښـــــــــتــون نه دی
پــــــښــتــون هغه دی چی غم د تمام قوم خوری
چی د ځان په جګیدو وی پــــــښــــتــون نه دی
دپــــــښــــــتـــــون نظر تمام په ننګ او نام وی
چی نظ...ریی په پیسو وی پـــــــښـــــــــتــــون نه دی
پـــــــــښــــــــــتــون هر کله طالب د خپل شرف دی
چی طالب د سپینو سرو وی پـــــــــښـــــتــون نه دی
پــــــښـــــتـــــون تل په خپله ژبه ټینګ ولاړ دی
چی په دروغ یی ګفتګو وی پـــــــښــــــــتــــون نه دی
پــــــــــــښـــــــــــتـــــــون نشی باداری دچا منلی
چی اختیاریی د پردو وی پـــــــــــــــــښــــــتـــون نه دی
په نصیب د ملـــــــــــــــــــنـــــــــګ جان دغه مسری شوی
چی خفه په دی مسرو وی پــــــــــښـــــــــتــــون نه دی