د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عصمت الله الهام

د عصمت الله الهام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عصمت الله الهام

وکوم خواته مخ واړوم راګوري په روژه کي
داښکلي رانازل سوه دکوم لوري په روژه کي

جانانه چی راځي نو مخا مخ به نه را ګورې
اکثریوپه دې کارکي موږکمزوري په روژه کي

دې ښکلوخوبس تل دايوسنت وي پرځاي کړی
نن بيا هم راوتلي سترګي توري په روژه کي

آخر به مو وباسي د روژې او ثوابو څه
که جوړي دي کړې داسي کيسې نوري په روژه کي

( الهامه ) ډېربه پام کوې چي ګورې وهرلور ته
زړه وړونکي نظرونه سته چي اوري په روژه کي