د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عادله حصین

د عادله حصین پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عادله حصین

په زړه یې راکړه ګوزارونه توره شپه وه
ځیګر کې جوړشول پرهارونه توره شپه وه
هر ساعت راباندې کال شو ای زړګیه
ځه عجب دي دا وختونه توره شپه وه
نیمه شپه په انتظار زه ورته ناسته
یارمې وکړل کوزارونه توره شپه وه
پیژندلي مود شګو کوټنۍ ده
ورانه کړې سیلابونو توره شپه وه
په وروستو کې به زه داسې درته وایم
حصینې وکړه فریادونه توره شپه وه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عادله حصین

چې یې دسترګو نه خمار وریږي
خود به پر ما باندې انګار وریږي
زماد عمر په سپرلو کې ګرانه
ولې په ما دخزان نار وریږي
داچې بې کوره بې جونګړې شومه
ستا له چشمانو نه بهار ورېږي
ستا دلبانو دموسکا نه لوګی
په ماسکروټې په هزارورېږي
کله چې ستا ښکلا ته ځيروګورم
بې قرارۍ سره قرار ورېږي
چې دوفا سیلئ دي ليږسوکه شي
په حصینې دغم باران ورېږي