پښتو ادب · شاعران
ګل رحمن رحماني
د ګل رحمن رحماني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګل رحمن رحماني
نه دجومات یاران را پاتې نه دجام ملګري
دیوه مزار په سر راغونډ وي هر ماښام ملګري
یوازې زه لکه تړلی ستا لپاره تم شوم
راځینې ولاړل مخ په وړاندې ګام په ګام ملګري
کلی مې پرېښود له هغې مې توبه ویسته خو
کله ناکله یې راوړي راته سلام ملګري
دژوند له غره چې پرېوتلم لاس یې نه راکاوه
خو جنازې ته مې ولاړ دي لاس په نام ملګري
زموږ دزړونو سرزوري څه کړي ، تقدیرڅه کوي ؟
ماخو ونه لیدل دمینې دانجام ملګري
نه دې ښاغلی راته وايي نه دې ناز راکوي
خو دا ستانوم دې راته اخلي ډېر په پام ملګري
مینې دا ته وې چې دا ویاړ دې رحماني ته ورکړ
ورته ولاړ وي هره خوا په احترام ملګري
باراني موسمبشپړ شعر ولولئ
باراني موسم
ګل رحمن رحماني
وریځې بیاپه اسمان وګرځېدې
اوزمادمامادزوی
واده ته یوڅوشپې پاتې دي
زړه مې خفه دی
رانه پاتې نه شي
ددې واده دشپې په نیمه کې خوږې سندرې
ماله مودونه انتظارایستلی
دغنم لومې هم وختي خلاص کړی
باغ اوفصلونه به په دې نوبت کې
داسې اوبه کړم
چې ژرتږي نه شي
بیاهم ویرېږم
له بارانه خدایه !
هسې نه ونه ووري
زه خوهمدایوجوړجامې لرمه
که دکوڅوخټوچکړوکې خېرنې شولې
بیابه واده کې چېرته غلی ناست وم
خلک به وايي له ماماخفه دی
۱۳۸۹-۵-۲۸
جلال اباد
مننهبشپړ شعر ولولئ
مننه
ګل رحمن رحماني
مخکې له دې چې مې دقبر
په لمنوباندې
دغرنیوبوټوزړي
له سپیروخاورونه سروباسي
اوخلک هاخوا
له یوه بل قبرشکولې ترخې
زمادشناختې
ترڅنګ خښي کړي اولاړشي رانه
نویوځل راشه
درنه هیله کوم
چې په سلګوسلګوسلګو
درنه مننه وکړم
په جارپه زوره درته ووایمه
ماسره هېڅ نه وو بدل ستادراکړې مینې
۱۳۸۹-۴-۱۸کابل ، خوشحال مېنه
پوښتنهبشپړ شعر ولولئ
پوښتنه
ګل رحمن رحماني
اې دروغجنې !
زه دې ښه پېژنم
داولې وايې
چې دې هېر کړم زه
اوزماڅېره دې هم
له زړه اوذهنه وتوږله
زه خوهم سترګې لرم
هرڅه وينم
ستادکتاب اوکتابچې په هره پاڼه کې
د(ر)کلمه ولې راځي ؟
او...
ستادهندارې
لانديني کونج کې دچاتصويردى ؟
١٣٨٩-٤-٢١ورد ګ ولايت
باران اونجلۍبشپړ شعر ولولئ
باران اونجلۍ
ګل رحمن رحماني
زمادخیال په شنودښتونوکې
روانې نجلۍ
منم چې پېغله شوې
ښایسته شوې
نازولې شولې
قدم قدم درته
دسترګودفصلونو
لارې وغوړېدې
ماهم دسترګوپه ګلدان کې
دیوې نوې تمنارېښوته
دتړمواوښکواوپاشي څومره
په مینه ورکړه
خوزماسترګې
لاپخواپه تامینې دي
اوتابه غواړي
لږدې دحسن بارانونه
زمادزړه په للمه وه وروه
1389-3-24
جلال اباد،ښار
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګل رحمن رحماني
څه ناپوهۍ، څه زلزلو، څه سېلابونو يوړو
وخت هم په څنګه ډول ډول عذابونو يوړو
د سپڅلتيا ارمان مو باد پورې تړلى و چې؛
لکه لمدې جامې شلېدلو تنابونو يوړو
د ګل وطن، اغزنو شپو کې ګوزاره نه کېده
د کوم خيالي جنت په تمه دريابونو يوړو
د يار د سپين مخ تلاوت ته مو وخت ونه مونده
په سلو لارو بې ارزښته کتابونو يوړو
يوه د زوال کيسه او بل د چا حسينې ګوتې
څه بې اختياره يې تر تاندو ګلابونو يوړو
رحماني جام د شهادت مو په قسمت کې نه و
دې خپلې تندې تر مرګونو سرابونو يوړو
١٤٠١، د وږي ٢مه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګل رحمن رحماني
لاړې د راتلو کيسه دې ونه کړه
ګله د اغزو کيسه دې ونه کړه
سترګو کې ساتې ابراهيمي مينه
وسوې د لمبو کيسه دې ونه کړه
ستا د رېژېدو کيسه، کيسه شوله
هو؛ د غوړېدو کيسه دې ونه کړه
ډېره موده وروسته مخامخ شولو
واخيستې سلګو کيسه دې ونه کړه
وچ شوم، پاڼې پاڼې د هوا شومه
خير که د اوبو کيسه دې ونه کړه
نور شوې پر رنګينو اينو پرېوتې
سيند شوې د څپو کيسه دې ونه کړه
١٤٠٢، د غويي ٢٧مه
***************************************
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ګل رحمن رحماني
لکه ګل د زړه پر ځمکه به مې واشې
کلک باور لرم جانانه چې به راشې
لپې لپې اوښکې وړم تر ماښامونو
په هر ګام کې مې راشنه لکه رڼا شې
ما هم مينې ته د زړه خبره وکړه
بختوره شې، د مور د لاس دعا شې
مرګ ته وخاندم له ژونده غېږه تاو کړم
تصور کې مې سايه د مسيحا شې
ما چې غم هر ځاى را پرېباسي په خاورو
ته له ډېرې خوشحالۍ نه په هوا شې
خير که اوس يې د غرور پر غره ولاړه
قضا لمونځ يې شېبه وروسته به ادا شې
زړه مې بيا د پسرلي ننداره غواړي
نه پوهېږم چې به کله راپخلا شې
١٤٠١، د سلواغې ٢٦مه