پښتو ادب · شاعران
محمد هارون ناصری
د محمد هارون ناصری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
دپښتو په نامهبشپړ شعر ولولئ
دپښتو په نامه
محمد هارون ناصری
ما د پښتو په نامه ډیری بدی خولې ماتې کړې
هم می مغروره بی فرهنګه پرګنی ماتې کړې
داسی می مه بوله ظالمه چی مظلوم یمه زه
ما خو دډیرو جاګیرانو سلسلی ماتې کړې
د پښتونوالی قدر ساتمه او مخکی به ځم
ځکه می اوس دغه بی ځایه یارنی ماتې کړې
شراب بی خونده دساقی وه مانور څه کړی وی
په میکده کی مې بیشمیره چې پیالې ماتې کړې
پښتون غلام دچاکیدلی نشی واوری خلکو
زنځیر یی مات کړ هم یی بیا دا جیلخانی ماتې کړې
هارون ناصره پښتانه د غیرتو نو ټبر
دا هر غلیم ته یې لاسونه هم پښی ماتی کړې
خـدای دی تـوپـکـه مـات کـړهبشپړ شعر ولولئ
خـدای دی تـوپـکـه مـات کـړه
محمد هارون ناصری
زړه مـــی نــه غـــواړی جــانــانــه چــی نــوری ویــنــی وګــورم
درانـــه درانـــه غــمـــونـــــه د اشــــــنـــا د مـــیــــنــــی وګـــورم
ګــوری دومــره مـی لـږ پـریـږدی چــی بــل وطـن تـه کـــډه شــم
او پــیـغــلـــی مـهــاجــری پــه ګــودر کــی ســپــیــــنـــی وګـورم
یـــره مـــړی مـــی دی ښـــخ شـــی د بـــل چــا پــه هــدیـــره کـی
نـــور نـــه غـــواړم وطـــن کــی د شـهــیــد یـــتـیــمـــی وګــــورم
دا قـصـاب ولـی پـښـتـون شــو چــی پــښـتــون وژنـــی پــخــپـلـــه
نـــــور ســوزم لـــکــــه شــمـع چـی دا مـیــنــدی بــوری وګــورم
مـــرور یـــم پــښـــتـــنــونــه ژونـــدون راتــه پــیــغــور شـــولـــو
شـرمــیـږم لـه تــوربــورونــه چــی دا اوښـکــی نــــوری وګــورم
نــور څـــه مــــی لاســـه نـــشـــی خـــو ظــالـــم تـه بـه ازارکـــوم
خـــدایـــه وســوزی رقـــیـــب چــی لــمــبــی ورپــوری و ګـــورم
خـدای دی تـوپـکـه مـات کـړه چـی دی سـوری کـړل صـورتــونـه
نـور نـه غــواړم چـی جـنـګ لاس کـی تـوپـک مـاشـیـنـی وګــورم
امــیــنــه غـږ اوچــت کـړه خـواره چـیــغــه شــه بــی نــنــــګـــوته
ټــکـری دی نـور پـه سـر کـړی چـی څـیــری یـی تـوری وګـــورم
۱۳۸۹/۱۲/۱۰
دری خبریبشپړ شعر ولولئ
دری خبری
محمد هارون ناصری
خوند کوی مینه کی اوږدۍ خبری
پستې پستې نرمی خوږۍ خبر ی
دا خپله مینه یې راته کړه څرګنده
نه مې هیریږی آ دشپۍ خبری
ورځمه زه دخپل اشنا دیدن ته
ډیری یادیږی می پستۍ خبری
داپتنګان ځکه سوځیږی ورته
په وفا کړی ورته ډیوۍ خبری
بی اجازی مې خوله تری واخستله
راته کوی ځکه سپیرۍ خبری
مینه او ښکلاسره وفا مزه کړی
په ټول ژوندون کی دی دادرۍ خبری
دښکلومدحه کو هارونه مدام
اوس درته پاتې دی دخولۍ خبری
جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو هلمند