د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صابره کلیواله

د صابره کلیواله پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

کندهارهبشپړ شعر ولولئ

کندهاره

صابره کلیواله

وران به سئ زړگیه گوره داسي ګناه مه کوه
 دا مي کندهار دئ دلته چاته ښیرا مه کوه

 دا د ښکلاګانو ښار د حسن شاپیری لری
پام ، چیري د دیوانو خیال دلته  په چا مه کوه

دلته د ارغند خروښ په ننګ د میوندونو دی
دلته سوداګره ! د سرتیټو سودا مه کوه

جار مي د احمد بابا د توري له دې برمه سم
زه یو پاني پت یم سپک نظر دي په ما مه کوه

زه د (کلیوالي) ملالۍ دننګ ټپه یمه
 ستادي غزاګاني کندهاره بې مامه کوه