د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عصمت الله اشنا

د عصمت الله اشنا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

ژوبل زړهبشپړ شعر ولولئ

ژوبل زړه

عصمت الله اشنا

هغه زړه چې ژوبل شوی په بڼو وي
درمل نشته جوړیدو دغه بیمار ته
په نظر کې یي جادو د ښکلا پروت دی
حیرانتیا ده ددې رنګ ستر ګوخمار ته
هسې رنګ د زړونو وړل په یو نظر کا
ډېر تعجب دی دې اغېز او دغه ښکارته
چې یو ځلې مخ ښکاره او بیا یي پټ کړي
مرګ ویلی شي همدغه انتظارته
د سبا ستوري کې کله دا ښایست شته
کوم چې برخه ورکړ شوی دی نګار ته
اشنا سخت یي ټول اوصاف د ښکلیتوب دي
که قلم مې ډېر غښتلی شي دې زیار ته