د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد داود ناظم

د محمد داود ناظم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

بېنوا ته!بشپړ شعر ولولئ

بېنوا ته!

محمد داود ناظم

۱۲/۹/۱۳۹۲هـ ل- د علومو اکاډمۍ تالار ، د ارواښاد عبدالروف بېنوا د زوکړې د سلم تلين په مناسبت غونډې په جريان کې:

 
ستا په قال کې زما د حال خبرې
 ستا په حال کې زما د قال خبرې
 ستا په زانګو کې بېنوا زانګي
 زما د ورځې زما د کال خبرې
 د تاريخ، ادب، سياست په ډګر
 تا رښتيا پريښي د خيال خبرې
 خيال کې سمبول زه د رښتيا وينم
 په سور شال کې د بلال خبرې
 وايي په حکمت راته حل لارې
 ستا سياست او يا د ډال خبرې
«د غنمو وږی» درمندونه
 راوړي ماته د سږ کال خبرې
 غلی بدلوي د زمانې رنګ
 ستا ويناوې د جلال خبرې
 د پرمختګ لوري ته زانګي ستا
 د ګودر او پېغلو ټال خبرې
 ناظم وياړي په خدمت د بېنوا
 ټول رمزونه د شين خال خبرې 
 

د کرکټ اتلهبشپړ شعر ولولئ

د کرکټ اتله

محمد داود ناظم

 اې د کرکټ اتله ګوره چې مغرور نه شې
 په سرو اوښکو د وطن خويندې سجدې لګوي
 وينم هر ځلمی لاس په دعا ده ستا بري ته
 ولاړ په نفلو او خپل زړه په کعبې لګوي
 ټول وطن مې شي آهونه خولې آسمان ته هسکې
 سوي زړونه په ميدان بلې لمبې لګوي
 ستا سجدې مې په ميدان کې د کرکټ په منډو
 د دين مينه مو په زړونو کې جذبې لګوي
 ملي وياړ ده با ارزښته له هرڅه نه تاته
 ملي جذبې دې په هر زړه کې شعلې لګوي
 ټول ولس ته مو ناظم وايي د دې وياړ تبريکي
 ملي وحدت مو په زړو ستا شپږيزې لګوي

عدل او عدالتبشپړ شعر ولولئ

عدل او عدالت

محمد داود ناظم

عدالت مو ده ضامن د استقرار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
هم عدل د خدای نوم بل يې متين
پيوند د خدای- بنده ده ښه مبين
«إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ»
ستنې د نظام په عدل کېږدئ په کرار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو

نظام پايښت لري نړېږي نه
رعيت خندېږي تل ژړېږي نه
همېش لوړېږي هېڅ ټيټېږي نه
په کور د عدل خزان نه وي، تل بهار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو

ګټلی نوم له عدله نوشېروان
په لار د رسول وياړي عمران
هسک شوی په تاريخ هغه انسان
چې دې مکتب کې يې تړلی ده دستار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو

«وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ»
تښتئ من الهوا والوسواسِ
حاکمان په عدل شئ همداسې
په دې ټولنه کې درمل شئ د بيمار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو

وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ»آل عمران/۱۴۰
ظلم نړوي کور د أمين
شيطان ګوره په ظلم شو لعين
ګوره نسکور ده همېشه کور د غدار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو

ظلم طوفان ده نړوي شاهان
ظلم آسمان نه کوزوي شیطان
ظلم دوزخ ته غورځوي انسان
ستوري ګورئ چې په عدل دي کتار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو

عدل سوله سوکالي راولي
ټول جهان ته کراري راولي
کائنات په مساوي راولي
نړۍ په عدل ځان ته جوړه کړئ ګلزار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو

لمر د عدالت په کور اوچت کړئ
خپله شمله هسکه د عزت کړئ
آواز په نړۍ د عدالت کړئ!
اې د بدخشان، نيمروز، بلخ او کندهار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو

لار د عدالت خدای رالېږلې
تله د حساب يې درولې
ښه معنی د سولې يې ښولې
ګټې ترې واخليه ناظم شئ په تلوار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو
عدالت مو ده ضامن د استقرار وګړو
ايښې بقی په دې نظام زمونږ ستار وګړو

د ملالې حماسېبشپړ شعر ولولئ

د ملالې حماسې

محمد داود ناظم

ظفر، ميوند، خيبر، د ملالې پيغلې حماسي لنډۍ او د هغې نوميالۍ او تاريخي غازۍ نوم؛ ټول هغه اتل رمزونه او رازونه دي چې د هر افغان زړه په وياړ، وينه په جوش او ويښان په زيږوالي راولي.
 نو ځينې له دې حماسي كلمو او څيرو څخه مې په دې نظم كې په لاندې طرز پيېلي دي:

 

ظفر - خيبر دواړه مناري دي د افغان
زړه كې د ملالې حماسې دي د افغان
انګريز، چنګيز، روسان دي شرميدلي دلته
پاتې پاني پت كې آزانګې دي د افغان
د وينو په قيمت مو تل وطن ګټلى
ځكه مو له غرو هسكې شملې دي د افغان
نه ما نه مې بابا ده استعمار منلى
ځكه مي په ژبه ترانې دي د افغان
ميوند خيبر مې د دښمن په وينو سره دي
څوكې مې د غرو جنګي قلعې دي د افغان
سترې د غيرت نښې محمود او احمد شاه
توره د اكبر كې نغارې دي د افغان
تل به مونږ په خپلو وينو ساتو دا وطن
عزم د ناظم كې ولولې دي د افغان

 

ګلونو ماشومانوبشپړ شعر ولولئ

ګلونو ماشومانو

محمد داود ناظم

د نن وړو ګلونو، سبا ورځې ځوانانو!
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــو!‎
دا ستا وړې وړې ګلې - له شاتو نه خوږې ګلې
شــــــکرې راوتې ګلې - خبـــــرې په مزې ګلې
کېږدئ جان قدم ناهيد په لارو د ملالو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانـــــو!‎
ستا په وطن مينه ګله - زړه کې تکه سپينه ګله
ډېره نازنيـنــــــه ګله - ښــــکاري ګلورينه ګله
فطري ايمان مو وينم په زړونو کې ګلانو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــــــــو!‎
سم کتاب قلم په مينـــه - زړه کې ساته سپوږمۍ سپينه پرمختګ خوبونه وينه - لمر شه پورته آسمان شيــــنه
 دې ښکلې زانګو کې د نړۍ زانګئ ګلانو ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــــــــو!‎
 وي سلام د پلار او مور ته - هم يې ورور او هم يې خور ته
هم کاکا او هم يې ترور ته - هم عمه او کلي کور تــــــــــــه
جوړ کړئ له بچو نه غزنوي او اکبر خانو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــــــــو!‎
ګرانو مشرانو د وطن - کينې ته واچوئ کفــــــن
استعدادونــــه د ميهن - روزئ بچي مو په چمن
کړئ ناظم بچي مو په ټولنه بزرګانو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانـــو!‎
په مينه

د امن او بري پسرلیبشپړ شعر ولولئ

د امن او بري پسرلی

محمد داود ناظم

نه پوهېږم د کوم امن کوم بري پسرلی
ونمانځمه دغه خپل که د پردي پسرلی
مانه د سپرلي ګلونه ورک وينې بهېږي
د کونړ په ماشومانو بمباري پسرلی
په بل هېواد سپرلي سره غوړېږي ښوونځي
بد شامت زما په کور ټول سوځوي پسرلی
ستا ناوې اغياره په نګروزو سره ودېږي
زما ناوې لاس په وينو رنګوي پسرلی
ګرځي په پارکو ستا ناوې په ښکلو رنګينو
زما ناوې په سرو وينو لمبوي پسرلی
ستا هېواد کې اې ظالمه د خوښۍ ګلونه
سپړوي زما په زړه کې ټول اغزي پسرلی
ولې په لمسون د بل د خپل ټوپک ماشه يو
مرمۍ د وطن د ناوې زړه زخمي پسرلی
که مو په مينه د الله ښکلي فکرونه کړل
نېغه به راځي په کور مو سوکالي پسرلی
اې خورو ورو د دين او د وطن بچيانو
راځئ جوړ کړو د خپل امن او بري پسرلی
که مو د مينې او سولې غاړې ورکړې سره
اې ناظمه زما کور ته به راځي پسرلی

لوبېبشپړ شعر ولولئ

لوبې

محمد داود ناظم

حاقدان او بد خواهان مې په وطن لوبې كوي
دا د خان غوړمالان مې په چمن لوبې كوي
بې له نفاق او شيطانۍ نه يې نور څه نه دي زده
د دې دهر شيطانان مې په ګلشن لوبې كوي
دغو عناصرو مې مشران هم دوكه كړي دي
د دوى ټولو په دې ږيرو مې دښمن لوبې كوي
په لاس د غوړمال مې د وطن سرنوشت پروت دى
دا خندا د ټول جهان مې په ميهن لوبې كوي
په دې نيم ژواندي او په وينو كې لت پت ملت مې
دا بې رحمه مې لا نور په زلكدن لوبې كوي
زما غوغا بسمل نڅا ته په خندا ګوري دوى
تيغ د شمر په حسين او په حسن لوبې كوي
نور پيمانه د ظلم وركه له نړۍ ناظمه
د دې دهر ظالمان مې په كشتن لوبې كوي

کابینهبشپړ شعر ولولئ

کابینه

محمد داود ناظم

له كابينې څخه د ملت اميدونه

کابینې ملت له تا د زړه ټکور غواړي
هم پټۍ ملهم د هر زخم غمخور غواړي

د سولې، سو کالۍ او د یووالي پیغام
هره شیبه یې له تا په وطن خور غواړي

ملت رايه له زړه د اعتماد درکړې
دا ملت ده ځوریدلی د زړه پور غواړي

غدار موله وطن سره دي لوبې کړي
والله ده ملت خسته وطن سمسور غواړي

د غوري، غزنوي او د سوریانو مسکن
هغه مجد او عظمت د میرویس کور غواړي

د احمد شاه ابدالي د حماسو بچیان
په میوند کې د غازۍ ملالې شور غواړي

ملت په خپلو رایو دا وطن جوړوي
آبادي ناظم کارونه په هر لور غواړي

اختره!بشپړ شعر ولولئ

اختره!

محمد داود ناظم

په لمن كې د اختره ماته څه راوړه
ما پرديس ته د خواږه كه د ترخه راوړه

ترخه غمونه د پنډونه پر ما بار كړل
خو ما خوار ته له خوږو نه د يوڅه راوړه

زما زخمي زړګي ته د پټۍ راوړې؟
كه ناسور زخمونه نور د لا پر زړه راوړه

زما د زړه بلبل فرياد كوي چغيږي
چې دا تا ولې غمونه ميلمانه راوړه

زما وه پوره كال تا نه اميد د خوښۍ
ولې تا زما په زړه غشي تيره راوړه؟

ما وې زخمي زړګي پټۍ به په خوښۍ كړې
خو بس تا د وينو څاڅكو ته كاته راوړه

كاش چې تا مې بس د وينو څاڅكو ته كتل
خو تا لا ورته نن پټ ازغي اوږده راوړه

اوښكې د ناظم چې څيڅدلې په ټټر
په لمن ورته اختر غمونه مله راوړه

كانديدبشپړ شعر ولولئ

كانديد

محمد داود ناظم

هم نيك تائي كله پګړۍ تړم
په دغه ول ټوله نړۍ تړم
چې مې پټ كړمه دا
تور داغونه
په ځان چپن كله شړۍ تړم
كه هيڅ تندې ته حل لار نه لرم
خو په نشان مې كوزه ړي تړم
د وخت له كړو څ
خه آګاه نه يم
خو په تندي يوه ګړۍ تړم
نارې سورې د آزادۍ وهم
خو ټول ملت ته هتكړۍ تړم
چې دا اهداف می ملت
وانه وری
ناظم غوږونو ته وړۍ تړم