د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالقديم وياړ

د عبدالقديم وياړ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

24 خپاره شوي شعرونه

وختبشپړ شعر ولولئ

وخت

عبدالقديم وياړ

نن ورځ چې ولاړه شي بيا نه راګرځي
ددې ورځې په ارزښت پوه شه
دسبا په تمه ډيره مه اوسه
زمونږژوند همدانن دی
له سبا نه
خداي خبر
داځکه درته وايم چې
نن ورځ له پرون اوسبانه ښه ده
زه او ته سره يوځاي يو
يو بل ته مخامخ يو
خو
يوبل ته دزړه حال ويلاي نه شو
يوه ورځ به داسې راشي
چې يوازې به
زما کتاب

ستا په لاس کې وي
مابه دريا دوي
ژړابه درولي
ته به زما دکتاب پاڼوکې
زماتت انځورلټوې
بيا به دومره
ساده درته نه بريښمه
بيابه ته زما د موندلو هڅه وکړې
خو يو څوشيبې وروسته به
ځان درته ليونۍ ښکاري
ځکه
چې
زما اوستا ترمنځ واټن به
ډير لرې وي
ستاټولې هڅې
تلوسې
اوژړاګاني به هيڅ ګته ونه کړي
ځکه چې هغه
ورځ به زه يو پردې سړی يم
اوته يوه پردۍ
يوازې ستا نوم به وې له وختونو
زما ذهن ته راپاتې يادګار

اوزما نوم
به وي يوازې ستا ذهن کې
نوته ووايه چې
نن ورځ
تر هغې

څومره ښه ده

سه شنبه د1387کال دسلواغې 15مه

وزيرمحمد اکبرخان مينه-لمرټلويزون

اجلبشپړ شعر ولولئ

اجل

عبدالقديم وياړ

اجل

له مرګه نه ويريږم
شهادت مې خوښ دی
که مې اجل ستا له سترګو وي

بيا خو نورعلی نور
ويره مې داده
چې زما پرمزاربه څوک توغ ودروي
که دا کاروشو
نو سره او شنه دسمالونه به پرې څوک تړي
توخوښارۍ يې
زمونږکلی
ډير لرې دی
د1388لمريزکال دغوايي 18مه
کابل

تير اختربشپړ شعر ولولئ

تير اختر

عبدالقديم وياړ

اخترکې رانغلې
اخترمبارکي مې په تا پور پاتې شوه
اخترکې رانغلې
چې مې يو درمند سپيلني وی تاته لوګې کړي
چې مې یودرمند ګلونه
ستا دراتلو لارکې واي شیندلي
ددې لپاره نه چې ته شې
دګلونو درمندوته ايښه
ددې لپاره چې ګلونه شی ستاښایست ته حیران

د1388لمريزکال د ليندۍ 10مه
کابل وزير محمد اکبرخان مينه

پوښتنهبشپړ شعر ولولئ

پوښتنه

عبدالقديم وياړ

ريښتيا وايه
کله دې په ځان مينه راغلې؟
کله دې هينداره کې داسې کتلي دي
لکه زه چې دې ګورمه په وږي نظر
هره ورځ
ريښتيا وايه:
کله دې په ځان مينه راغلې ده؟
که ځواب دې هو وي
نو ما ملامتوې ولې؟
که ځواب دې نه وي
نو دومره بې احساسه يې ولې؟
د 1388لمريزکال دلړم دولسمه
کابل وزير محمد اکبرخان مينه

بارانبشپړ شعر ولولئ

باران

عبدالقديم وياړ

نن بيا باران وريږي
نن بيا داسمان ټنډه تروه ده
نن بيا دکابل لارو سړکونوکې
خټي اوچيکړې دسړې پښې نيسي
نن بيا باران وريږي
نن بيا باران ستاسو دسيمې
دسړک خواته ونې لمبولي پاکې
نن بيا باران ستاسو دسيمې
پوخ سړک له خاورو دوړو پاک وينځلی
خو
کله به هم داسې باران ونشي
چې ستا يادونه
زما له زړه ووينځي له مخې
د 1388لمريز کال دلړم شپږمه
وزير محمد اکبرخان مينه

I اوuبشپړ شعر ولولئ

I اوu

عبدالقديم وياړ

abc مې ليکله
سرترپايه څوڅوځله
له سره بيابيا
هغې کله زما ګوتو
کله دکمپيوټر صفحې ته کتل
راته يې په خندا کې ويل
ټول توري دې سم ليکلي خو
يوتوری درنه هير دی
د Iتوری نشته
ورته ومې ويل
په Iپسې مه ګرځه
ځکه چې
Iله Uنه ځارشوی

د1388لمريزکال د تلې اتمه
کابل وزيرمحمداکبرخان مينه_کابل

يوه مياشت مسلمانيبشپړ شعر ولولئ

يوه مياشت مسلماني

عبدالقديم وياړ

روژه ده
زمونږ ددفتر
ترټولو ورانې جينې هم
دحجاب ټيکری جوړکړی
خندا مې زمونږ پريوه مياشت مسلمانۍ راغله
د رحمان هغه وينا راياده شوله
هغه ښه ويلې:
د مکي په بزرګۍ کې هيڅ شک نشته
ولې خر به حاجي نشي په طواف

د1388لمرېزکال د وږي 26مه
وزيرمحمد اکبرخان مينه- کابل

ژوندبشپړ شعر ولولئ

ژوند

عبدالقديم وياړ

ژوند لکه يوکتاب دی
هره پاڼه يې
يوځانګړی رنګ لري
هررنګ يې يوه ځانګړې موضوع لري
هره موضوع يې يوځانګړی خوند لري
که دې کومه پاڼه نه وي خوښه
خپلې ګوتې غښتلې کړه
کوښښ وکړه چې هغه واړوې
دهغې يوې پاڼې لپاره
ټول کتاب اور ته مه اچوه
د1388لمريزکال د وږي 23مه
وزيرمحمداکبرخان مينه - کابل

بل ژوندبشپړ شعر ولولئ

بل ژوند

عبدالقديم وياړ

فال مې کوته په يوه هيندو فالي
خبرې يې راته د اميد کولې
ويل يې ته بری مومې

ستا به ټول ارمانونه شي پوره
زما سترګو کې ستا سترګې
راوګرځېدې
لکه نن
لکه پرون

ترې ومې پوښتل :

هغه سترګې به
بيا کله
په سترګو وينم؟
ويل يې :
هو کې هغه به
ستا شي
هغه سترګې به
هرسبا او بيګا

ستا دسترګو
معبد وي
هغه به
ته هره ورځ
په خوب کې نه
په خيال کې هم نه
په بيدارۍ
کې په ريښتيا
وينې

ويل مې ژر شه
راته وايه
کله؟
ويل يې ډيرژر( دوسراجنم )کې
زړه کې مي ويل
که چيرې داسې کيداي

نو مابه يوازې
ستا په سترګوکې
د اوسيدو لپاره
هرځل
ژوند غوښته

جمعه د1388لمريزکال دزمري 10مه
کابل

يادونه : هيندوان فکر کوي چې انسانان پس له مرګه اوه ځله راژوندۍ کيږي اوپه يوه نوې بڼه ژوند کوي چې
دوي ورته(دوسراجنم وايي)

يوڅوخبرېبشپړ شعر ولولئ

يوڅوخبرې

عبدالقديم وياړ

يوچا
يوچاته
يوڅو د رازخبرې وکړې
په پټه
يوڅوکسان
يې
له يوڅوخبروخبر شول
يو څوکسانو يې يوڅو خبرې وساتلې
يو څوو نورو يې
يوڅو خبرې
يوڅو
نوروته وکړې
هغه يوڅوشيبې غلی خپه کيناست
يوڅو غم
ونو يې په زړه چړې تيرې کړې
هغې
يوڅو اسويلي وکښل
يوڅو اوښکې يې تويې کړلې
يو څو شيبې چوپه وه
په يوڅو سلګيو کې يې وويل:
اوس ښه شو

ته يې هم راته ميړه کړې

د1388لمريزکال د غبرګولي 16
وزيرمحمد اکبرخان مينه-کابل