د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحمت الله مظلوم

د رحمت الله مظلوم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت الله مظلوم

    

 نور له جنګه نور له دغه بنګه ستړی
 نور له رنګه نور له دغه ننګه ستړی
 نور مې زړه لدې نادودو څخه چوي
 نور له مرګه له خوني تفنګه ستړی
 لا تر څو به یو د بل و سر ته ناست یو
 هر وګړی نور لدې ګړنګه ستړی
 د روڼ آندو مو تیارې به زړه کې بلي
 د دانورو له سپېڅلي څنګه ستړی
 دی لا اوس هم د کرکجن فکر په بندکې
 زه د زړونو له ناولي زنګه ستړی
 ته لا اوس هم د تنکیو وینو تږی
 زه دې پیره نور لدې قلنګه ستړی
 ځان د دین تر شمي پټي سترګي ځار کړي
 زه مظلوم لدې ړانده پتنګه ستړی

څلوريځهبشپړ شعر ولولئ

څلوريځه

رحمت الله مظلوم

څلوريځه

ښوونکی مسېحادی روح د ميني ورکوي

نيالګي د انسانيت
ته د زړه ويني ورکوي

د جهل له دجاله سره تل لاس او ګرېوان وي

شفا له تورتمونو چي څوک
ويني ور کوي

رحمت الله (مظلوم)

څلوريځهبشپړ شعر ولولئ

څلوريځه

رحمت الله مظلوم

څلوريځه

زه يم تږی ستا د شونډو

زه مقتول يم ستا د سترګو

ګرانې تا پسي يعقوب شوم

در پسي ړوند
شومه په غبرګو

رحمت الله (مظلوم) _کندوز

څلوريځهبشپړ شعر ولولئ

څلوريځه

رحمت الله مظلوم

څلوريځه

هر لښکر د ابرهه ته ابابيل شته

هر باغي او هر فرعون ته رود نيل شته

هر دجال ته رب عېسی دی رالېږلی

هر نمرود او بت خانې ته هم خليل شته

&nbs
p; &
nbsp; &nbs
p; &
nbsp; &nbs
p; رحمت الله (مظلوم) ­_ کندوز

څلوريځهبشپړ شعر ولولئ

څلوريځه

رحمت الله مظلوم

څلوريځه

زما کنعان کنعان وطنه زه د مصر هستي څکړم

زه دي تا په مينه مست يمه دانوره مستي څکړم

که پا چا شمه پردی يم بې له تا مي قدر نشته

دا سر ټيټی تاج به څکړم دا سرلوړې پستي څکړم

رحمت الله مظلوم _کندوز

زه يوه پوښتنه لرم!بشپړ شعر ولولئ

زه يوه پوښتنه لرم!

رحمت الله مظلوم

زه يوه پوښتنه لرم؟

ای زموږ د دين او د مذهب قاضي صېب!

زه يوه پوښتنه لرم!

هغه جومات چي په غصبي ځمکه ودان شي

او په جبر يې په خلګو
دېوالونه جوړ شي

خښتي او تيږي يې په راز راز ناروا پېسو راونيول شي

هلته د لمونځ کولو څه حکم
دی؟

رحمت الله مظلوم) _کندوز

داوښ ګيلهبشپړ شعر ولولئ

داوښ ګيله

رحمت الله مظلوم

داوښ ګيله

تل درانهء با رونه وړم او دا مي
کا ر دی

تل مي پېټی په خوږ منو اوږو بار دی

لر ي لا ري لو ی مز لو نه م
ي په بر خه

ستړ ی عمر را په برخه زما خو ار دی

خره ته بار په خپلو مټو کړي ور پورته

ما وبار ته چو کوي دا یې اختیار دی

سپېرهء
ځوځ په ما پېرزودي نورڅه نشته

د و ښو بیا د غوا یي مخ ته انبار دی

اس خوڅه کوې چي څه خوري اوڅه کاندي

دپا چا په شان یی ژونداو ټول رفتار دی

زهء دا
ټول منم زغمم چي هر څه کېږي

له څښتن نه ګیله نلرم ناچار دی

خو پدی باندي خوابدی یم (مظلومه)

چي په
خرهء پسې تړلی مي مهار دی

رحمت الله ( مظلوم)