د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد بلال معروف

د محمد بلال معروف پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد بلال معروف

 زه د ستا له غمه مرمه
 ته بې غمه یې بې غمه

 راشه ومې کړه پوښتنه
 ای صنمه ای صنمه!

راشه قبر مې تیار شو
 درنه ځمه، درنه ځمه

 د زخمونو شمار مې مه کړه
 بس ملهم مې شه ملهمه

 معروف ځي درنه پناه شو
 پسې وګوره تر چمه 
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد بلال معروف

زه چې دغسې اوبه يم
دا دې ويشتى وچ په زړه يم

ګرانه ولې راته وايې؟
ګران دې نه يم ګران دې نه يم

نن مې ښه پوښتنه وكړه
سبا مړ به درنه زه يم

جنازې ته ګوره راشه
ستا په لور به په كاته يم

اى ( معروفه ) ګيله مه كړه
داسې زه هم لكه ته يم