پښتو ادب · شاعران
سیف الله شهاب
د سیف الله شهاب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
کلیبشپړ شعر ولولئ
کلی
سیف الله شهاب
یو څوک یې خامخا یادیږي چې دا کلی ویني
پخوانۍ مینه تازه کیږي چې دا کلی ویني
د کلی لرې برې دواړه نندارې نه اوري
په مودو وړی خیال زنګیږي چې دا کلی ویني
د ګودر غاړې ته ولاړې له غریو مله وپوښتل :
ده ته به هم کوم څه یادیږي چې دا کلی ویني؟
خلک له ده ځینې په ویره هر کلی ته ولاړ
خو دده هم زړګی درزیږي چې دا کلی ویني
ددې جونګړې په لیدو یې چې بڼه لمده شول
مینه ده خپله څرګندیږي چې دا کلی ویني
بير ته ماشوم شو اود کلی مینځ میدانه ته ووت
خوسی خوسی لوبه ترې کیږي چې دا کلی ویني
شهابه دلته به وی ؟ چیرته به وي ؟ څنګه به وي ؟
فکر ته یې سل پوښتنې لویږي چې دا کلی ویني