پښتو ادب · شاعران
زمری څرګند
د زمری څرګند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
ګران اشنایهبشپړ شعر ولولئ
ګران اشنایه
زمری څرګند
ستادراتګ لاره څارمه راځه اشنایه
تاخپل زړګي کي یادومه راځه اشنایه
سترګي مي تاته انتظارکوي همېش دي غواړي
ستاقدمونه به شمارمه راځه اشنایه
ستابه راتګ دخوشحالي او هوسایي تعبیر وي
خوددي راتلل ښه ارزومه راځه اشنایه
چي څوشېبې په خوشحالۍ اوپه مستۍ تیري کړو
یوڅوخوږې شېبې غواړمه راځه اشنایه
یواري بیابه داوختونه پخواني غوندي کړو
یواري بیازه اوس ځواني رایادومه راځه اشنایه
څوځوانۍ ژوندکي تجریبې ښه پخوانۍ ولرو
کله ناکله پخوانۍ کیسوته ځمه راځه اشنایه
یومشترکه خوشحالي په خوشحالۍ ولمانځو
څرګنده زړه ورته لرمه راځه اشنایه
شعر:ــــبشپړ شعر ولولئ
شعر:ــــ
زمری څرګند
اوس هم یوڅه بدبخته سته.:
یوڅوسړي سته ګران هیوادته غمازان راولي
یوڅوبدبخته دي چي موږته ښاماران راولي
نه زموږغیرت نه زموږتاریخ ته ګوري
هروخت لګیاه وي شرموښان راولي
څوله دې لاري خپل هدف کي حاصیل
ځکه مصروف دي چي لېوان راولي
خیردی یوخت به مي اولس ویښیږي
خیردی که دوي نن لوټماران راولي
یووخت به راسي دپردولپاره ځان دي ګوري
یووخت به راسي چي اولس مي پرې طوفان راولي
اوس که دوی هرڅومره چټک اوپه تلواراخته دي
اولس به پاڅي ای(څرګنده)بل زمان راولي
ځوانيبشپړ شعر ولولئ
ځواني
زمری څرګند
ژوندوو زندګي وه بیرته نه راځي
مینه وه هڅتي وه بیرته نه راځي
هرځای چي به ښه ښه مجلسونه وه
هرخواته خوښي وه بیرته نه راځي
زړونه سره یو وه ګډاوازیی مشترق وو
ښه قدرداني وه بیرته نه راځي
هرمحفل به ډک وو ددوستانو اشنایانوڅه
ښکلې اشنایي وه بیرته نه راځي
دایوخوب ووچی ځواني وه ښه یارانوته
څنګه ښه مستي وه بیرته نه راځي
نه په زحمتو نه په ستړیابندوو.
ښورووچی ځواني وه بیرته نه راځي
خودبه یې خواشیني ای (څرګنده)اوس
وخت وو ستاخاني وه بیرته نه راځي
زما ګران کندهارتهبشپړ شعر ولولئ
زما ګران کندهارته
زمری څرګند
په دوبي ژمي کي رحمت پرې دباراردی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
ښکلي یې تاریخ ښکلي یې ځایونه
ښه مېړني یې اولسونه
پرهره برخه یې تاریخ یویادوګاردی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
ښکلی یی ځوانان ښکلي زاړه دي
ټوله دیوه هدف کوربه دي
خپل پاک هدف ته به رسیږي دایی واردی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
که یې مېرمني که پیغلاني
ټوله دسترتاریخ بی بیاني
هریوبچي یې ددوښمن دسترګوخار دی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
هم دعزت هم دسیاست لپاره
هم دفرهنګ هم دملت لپاره
یوه جرګه ده یویې ویاړ دی
وای الله څه ښکلي ښار کندهار دي
دلته نن ژوند دهرافغان دی
دغه دټولو لوی ارمان دی
چي دارغند پرمسته غېږه شالماردی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
خدایه همیش یی ګلورین کې
دغه په ټولو کي خوشبین کې
چی سي څرګند دټولو یار دی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زمری څرګند
ښکلي پسرلی دی ګلان چیري دي
ښکلي دمستۍ بلبلان چیري دي
وني غوړېدلي انتظارکوی
ډلي ډلي تللي مرغان چیري دي
بیاهغه موسم هغه وختونه دي
بیاهغه خواخوږي یاران چیري دي
شمعي چي روښانه ترسهاره وې
اوس یې بیامین پتنګان چیري دي
یادي که څرګنده پخوانۍ کیسې
اوس هغه دمیني دوستان چیري دي