د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ایوب خان دل یار

د ایوب خان دل یار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

غــزلبشپړ شعر ولولئ

غــزل

ایوب خان دل یار

 تش په سلام په دعا څه کیږی
 نن می د یار شونډو ته زړه کیږی

 ناصیحه خبر کوم خفه پری نشی
 زما ژوندون بی یاره نه کیږی

 دغه دستور د بښتنو درباندی څنګه لکی
 چی وی مینه ستا هم یی بل کور ته واده کیږی

 چی ښایسته او خوش اخلاقه لګ ساده
 داسی چینی ته می دا زړه سم لولپه کیږی

 د قسمتنو در مابین زه او صنم
 داسی سوزو لکه لرګی چی یره کیږی

 په سپین ارغوی یی ټکی د ( دل یار ) راښکل
 ریبار ویل نیت یی د مینی ښه کیږی

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ایوب خان دل یار

 اوښکي او سلګي شی ګریوان سري تر لمن شي
 سم په غمو واوړي چی په ښکلو څوک مین شی
 ژوند يي لکه شمع بس د مم په شان اوبه شي
 رنګ يي سوی سکور شي چي څوک لاړ له خپل وطن شي
 نڅکمه ساقي شراب د یار شونډی مي زړګي غواړي
 رقیب چي څوک خبر نکړي ورځم چي ماسختن شي
 نن که د بارود لوګي پښتون سیمه زپلي ده
 را به پسرلي شي دغه سیمه به ګلشن شي
 چا مي هسي نوم د بي وفا درته یاد کړي ده
 هومره به د غواړم په دل یار چي خور کفن شي

غـــــــــــــزلبشپړ شعر ولولئ

غـــــــــــــزل

ایوب خان دل یار

 

 کله له ژوند کله له زړه کله مي له ښاره باسي
 غریب سړی یم دغه ښکلي مي له کاره باسي

 یارانو د ښکلو خپلیدل خو راته داسي ښکاری
 لکه په غره کی چیرته چي څوک لاره باسي

 تیره باڼه دنګه ځواني او ټکا ټک قدم دی
 په یو نظر سړي له خوبه تر سحاره باسي

 د جمال ښایست دکم تر هورو له علمانو نه ده
 هغه مي خوښ شي چي ذکات تري خدایي د پاره باسي

 چي مي استي وه او ځواني وه خلکو ښه پیژندم
 ای بس غریبي مي د اخپلو له قطاره باسي

 خدایي ج خبر بیا یي ورته کور کي څه ویلي

 لیوني هسي ټول غچونه له ( دل یاره ) باسي

غــــــــــزلبشپړ شعر ولولئ

غــــــــــزل

ایوب خان دل یار

 

په ټول ملک کي اخستل او خرسول کړو په کلداره
هر څه جوړ راته راځي له بله ملکه په تیاره

د علم نه محروم یو جهلت تیاري خوري دی
څه اغیارو مو وطن کي خوزښت کړي په کراره

د ټوپک او د جګړي نه له پیړویو امن غواړو
دا دعا مو کړي قبوله ای د درس جهان باداره

مونږ به واړه عمر خوار او ځار کرځو ملګرو
خپلو مشرانو مو خواښه کړي د بل مفاد تګلاره

زه( دل یار ) څه شکوه شکایت نه لرم له چانه
مونږ له خپله په ځان کړي که پوهیږي وطنداره

غـــــــــــــزلبشپړ شعر ولولئ

غـــــــــــــزل

ایوب خان دل یار

ما په مینه د وفا لاسونه تاو کړل
د اشنا مي تري بلا غمونه تاو کړل

د ازغو نه یی ویریدم په باغوچو کي
چي مي غلي څه په غلا ګلونه تاوکړل

اخیر ګیر شومه د هجر تورو شپو کي
که هر څو می تري په شا زخمونه تاوکړل

دغه زړه رنځور يه نه مني په خپله
که مي ډیر څه تري د چا مخونه تاو کړل

د تعبیر مي څوک پیدا نکړه (دل یاره )
ما دنیا ته چي د ستا خوبونه تاو کړل

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ایوب خان دل یار

ګران وطن نه راته جوړه هدیره شوه
هره لار هره کوڅه په وینو سره شوه
دارمان اوښکي مو ځي په ګریوانونو
خدایه کله په وطن صلحه خپره شوه
نه پوهیږو چي مو څه کهناه ده کړي
چي هر لور ته د پښتون په کور تیاره شوه
لټوي یي ذی بارودو ګرد غوبار کي
د بچي په غم د مور سینه اره شوه
چي صیفت یه د سپرلو په جهان خور وه
دغه سیمه د خزان په باد سپیره شوه
ای ( دل یاره ) چي تر څو به یو بل وژنو
دغه کار ته مو نړي په ننداره شوه