پښتو ادب · شاعران
سیداحمدخان پیمان
د سیداحمدخان پیمان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سیداحمدخان پیمان
چه جغرافيه دي جوړه نه کړه تاريخ نه جوړيږي
په تور سترګو شنومنګو هو ګودر نه جوړيږي
چه ته احساس د پښتني پړوني ونلري
داننګو په يادولو مجنون نه جوړيږي
فقط دزلفو او دشونډو يادونه څه ده
چه ته مين نشي ددي نه پاڅون نه جوړيږي
کله شين خال کله شراب کله پيالي يادوي
تش په قافيو رديفونو غزل نه جوړيږي
راشه شاعر شه دټولني احساسات ښکاره کړه
راشه يو څوک شه دوطن دښکلا واک ښکاره کړه
راشه دپيغلو دځلمو فکرونه وښايه ته
پريږده خمار دوطن پرخي تړي وستايه ته
چه دي دچين دښا پيريوواک پردو سره وي
د جوج ماجوجو نه بيا ديو تابان نه جوړيږي
چه د احساس ددرده پورته نشي کړيکه نده
پيمانه ترنګ دي درباب هو پيغام نه جوړيږي
تراجیديبشپړ شعر ولولئ
تراجیدي
سیداحمدخان پیمان
دتوپونو دغړمبا نه نه خلاصيږم
په خپل کور په خپلو وينو کي لمبيږم
اکبري توره مي ورکړه په سوغات کي
غزنوي ميډال چه غواړي خپه کيږم
شني نختري مي هديه کړي ورته ټولي
دنيکه هډوکي وړي پنجابي کيږم
ډير دسرواو شنوسترګو ځيني تنګ شوم
ملالي ټپه چه اورم ياغــــــــــــــي کيږم
سره ليوان موپه رمو دي ورګډ شوي
دشپونکو غفلت ته زه ډير حيرانيږم
دملالي غاړي هار را ځيني غواړي
دي قانون داسي فرهنګ ته زه زوريږم
دهرخوا مي په وطن يرغل روان دي
افغاني فرهنګ ته لاس وړي زه بوږنيږم
جنګ زما په خاوره بل چادي جوړکړي
ميلمنو او دګاونډ نه زه ويريږم
دي مړه ديموکراسي کي وږي ګرځو
ځمونږ خويندي مياندي خير غواړي شرميږم
ميلمنو دکوربنو نه واک اخيستي
په خپل کور خپله کوڅه کي زه لټيږم
پيمان کړمه ازادي مي پکار نه ده
خداي دي نه کړي چه دسروسره ګډيږم
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
سیداحمدخان پیمان
دکنړ څخه
دشنو نخترو سوغاتونه مي هر چاته ورکړه
د غاښ چيچونه غير دميني مضمون نشته نشته
که دلاجوردو زمرودو ډالي وليږمـــــــــــه
اروپاي نجوني خفه وي نور څه نشته نشته
دکميسون نه کميسون او کميسون راجوړشو
هو اداري فساد مرض کي بدلون نشته نشته
دګلو هار مي دټوپک والا ته ډير تمـــــــغه کړ
هو بيا مي هم بارودو غږکي سکون نشته نشته
زه دسباپه تمه ناست يم سبا چيرتـــــــه راځي
د توري شپي ترږمي اوږده سباون نشته نشته
زمونږ دپيغلو لاس د وينو په نکريزي سور دي
بلا پسي ديموکراسي شه ژوندون نشته نشــــــته
چه دوطن ليلا په سر باندي پړوني خور کړي
دي دعوه ګيرو کي د اصل مجنون نشته نشته
که مي قلم او ژبه وخوزيـــده کار مي وکوت
پيمانه ځان دي پټوه خلاصون دي نشته نشته
نعت شريفبشپړ شعر ولولئ
نعت شريف
سیداحمدخان پیمان
ته چه نه وي ژوندي لوڼه ښخيد لي
مشرکانو به سجدي بت ته کولي
تاکعبه کړه دبتانو نه صفا مدني
دمومن او دموءحد دزړه دوامدني
مصطفي مدني مرحبا مدني
مصطفي مدني مرحبا مدني
يو دبل سره جگړي وي ټول غمونه ؤ
دکعبي نه په بربنډه طوافونه ؤ
ستا راتلو کي توره شپه شوله رڼا مدني
مصطفي مدني مرحبا مدني
ظلم زور ؤانسانيت ي تبا شوي ؤ
نه دښځوڅه عفت ي پاته شوي ؤ
دوروري دي کړله جوړه بيا فضا مدني
مصطفي مدني مرحبا مدني
تا خو ټول عمر امت ته خدمت کړيدي
د الله کلام دي ښه رارسولي دي
اخري خطبه دي ده ددي ګويا مدني
مصطفي مدني مرحبا مدني
زه پيمـــان وايم په تا باندي درودونه
که قبول مي شي دخداي په در سوالونه
په هغو کي شم چه ته ي کړي شفا مدني
مصطفي مدني مرحبا مدني
افغان مهاجرتهبشپړ شعر ولولئ
افغان مهاجرته
سیداحمدخان پیمان
وچ بوستان ته دی وردرومــــــه بورا گله
باغ دی بیا ښکلول غواړی ای بلــــــــــبله
پریږده دا د تخــــت خوبــــــــونه دپردیــو
خپل وطن کی په ټغر باندی څملــــــــــــه
دمنت خوړو دی گیده باندی درد کـــــــــړ
دوا وخوره دسپین غر دسپین کاکلــــــــــه
ډیر دی بل وطن اباد کړه تا نه زارشـــــه
دا لوړ غرونه لوی سیندونه تر کا بلـــــــه
دهجرت شبگیر دی کړی ستړی مــه شی
غیږ کی پریوزه د افغان دسر غند لــــــــه
وکړه نو ر پـیمان چه جنگ به کله نه کړم
که هر څومره می رقیب شونډه چیچلــــــه
دکنړ ولايت دپيچ دري څخه