د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

فضل غني حقمل

د فضل غني حقمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

روژهبشپړ شعر ولولئ

روژه

فضل غني حقمل

روژه دخدای درحمتونو میاشت ده
روژه دزړونو درازونو میاشت ده
ماته له هرڅه نه روژه ګرانه ده
روژه درنګ رنګ نعمتونومیاشت ده
زما ددې میاشتي اختر خوښیږي
دښکلو_ ښکلودیادونومیاشت ده
دقدرشپه ترټولوغوره شپه ده
داپه ریښتیا دثوابونومیاشت ده
دحقمل تل مدام روژه خوښیږي
روژه دډېروحکمتونومیاشت ده
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فضل غني حقمل

غزل / فضل غني حقمل

پرځان پوهېږم له مودونه غزل نشم لیکی
اوس له دې وخت له دې شېبو نه غزل نشم لیکی
خدایزده دا څه راباندې شوي لېونی غوندې یم
داچې له ویښ او له
ویدو نه غزل نه شم لیکی
یاخوشکي یم په خپل یارچې خدایزده څه مې بوليٍ
یا ددې خپلواسویلو نه غزل نشم لیکی
چې
یارته وګورم مسکی شم راپه زړه شي توري
خو،له دې ټولوحادثونه غزل نشم لیکی
پخواچې تا به راکتل ما به غزل ولیکه
اوس دې له هرنظر کتونه غزل نشم لیکی
حقمله ځم او په سلګو کې وخپل یار ته وایم
نور دې دمخ له پلوشونه
غزل نشم لیکی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فضل غني حقمل

دیار په شونډو کې موسکا مزه کا

داسې چې وریځو کې بریښنا مزه کا

سهار ماښام په خوله دمینې توري

ددعا لپو کې دا ستا مزه کا

پښتنه پیغله پښتنې خبرې

پښتنو سترگو کې حیا مزه کا

دتور اوسپین پروا یې نه ساتمه

ښکلي مزه کوي ښکلا مزه کا

یو څو دمینې ټپې دچا میئن په ژبه

دنی په څوکه باندې لا مزه کا

حقمله نور له دغه ښاره وځم

دخیال جونگړه په صحرا مزه کا