د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سيدجمال الدين فاطمي

د سيدجمال الدين فاطمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

15 خپاره شوي شعرونه

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

زه درته وژاړم له چا نه سپوږمۍ

له خپل قسمت کۀ لۀ اشنا نه  سپوږمۍ

داسې څوک نشته چې فریاد مې واوري

ځکه خو ډېر يمه پرېشانه سپوږمۍ

ته راته نۀ وايې د يار حالونه

ډېره ګيله مې کيږي تا نه سپوږمۍ

رقيب بې شرمه ، شرم څه پېژني!

زۀ پټه خولۀ یم لۀ حيا نه سپوږمۍ

د دوست  جامه کې دښمن ښۀ پېژنم

دومره خو هم نۀ يم نادانه سپوږمۍ

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

نور به ګرځووم لۀ خلکو نه يار پټ پټ
پيدا کيږي د لستوڼي ښامار پټ پټ
څوک به ستورو څوک سپوږمۍ کې جانان ګوري
زۀ د لمر وړانګو کې وينم دلدار پټ پټ
د بڼو لښکر يې ما سره ولاړدی
رقيب سوځي د کينې پۀ انګار پټ پټ
ښکاري غشي لېنده واخلي ښکار ته درومي
دارانغاړي خپلو سترګو کې ښکار پټ پټ
پښتون هر وخت پۀ ټټر ګذار خوړلی
رذيلان کوي پۀ خلکو ګذار پټ پټ
د جنون او لېونتوب خاموشه مرګه !
يوه ورځ خوفاطمي کړه پۀ دار پټ پټ

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

تاو شمه راتاو شمه شعر وليکم
بس چې لږ وزګار شمه شعر وليکم
ستا دښايسته حسن ننداره وکړم
زلفو کې ايسار شمه شعر وليکم
ستا لۀ خوا چې راشي جنتي هوا
ټول بهار بهار شمه شعر وليکم
ګرځمه يارانوسره لاس پۀ لاس
يو دم لاس پۀ کار شمه شعر وليکم
زۀ فاطمي يار سره پۀ خوب کې يم
خوب نه چې بيدار شمه شعر وليکم

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

يو زۀ نۀ يم چې زما سترګې ور اوړي
لېونۍ ته د هر چا سترګې ور اوړي
خپلې سترګې پۀ سختۍ ترې بل خوا واړوم
نۀ صبريږي او بيا ، بيا سترګې ور اوړي
جادوګر نظر يې دومره اغېزمن دی
چې دشېخ او د ملا سترګې ور اوړي
مور ته وايه سپېلني درته لوګی کړي
دا ستاسترګو ته بلا سترګې ور اوړي
فاطمي چې وي اخته د سترګو جنګ کې
دغۀ وخت کې د دنياسترګې ور اوړي

څلوريزه / سیدجمال الدین فاطميبشپړ شعر ولولئ

څلوريزه / سیدجمال الدین فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

خدای راکړي په دنيا دي جنتونه

اننګي د يار رښتيا دي جنتونه

کومو ټکو کې د خداې مننه وکړم

پیرزو کړي یې په ما دي جنتونه

 

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

ستا ګيلې سپوږمۍ ته تل کووم لګيا يم

هــــره شـــــپه دغــــه عمـــــل کووم لګيا يم

هـــــــر ســـــتــــم دې زۀ پۀ ناز حســــابوومه

لۀ خــــپل زړۀ ســره مې چل کووم لګيا يم

د يار کلک زړۀ ته مې لاره پــــــيدا نۀ کړه

لۀ مــودو، مـــــودو مــــزل کــووم لګيا يم

دلته نۀ وي زما زړۀ وي ســتا پۀ لاس کې

چې لټون د خپل ګوګل کووم لګــــــيا يم

ستا غمونو (فاطمي) نه بزګــــر جوړ کۀ

بس کرل کووم ، رېبل کـــــــــووم لګيا يم

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

يار ته چې ورځمه نو خپل ســـــــــر زما پۀ لاس کې وي

غــــــــــــــــشي راسره وي او خنجر زما پۀ لاس کې وي

ګل ســـــــــــــــــره ازغي وي پۀ دې لاره د رقيب امـکان

دغه شـيان ځکــــه نو اکـــــثر زمــــــــــا پۀ لاس کې وي

يار ســـره چې خــــــــــــــوا کې يم لۀ هر څۀ بې پروا يمـه

تورې زلـــفې ورېځې  او مخ لمر زما پۀ لاس کې وي

کله چې د يار د کوڅې ګرد زما پۀ خوا راشــــــــــــــــي

مشک راسره درومي او عـــنبر زما پۀ لاس کې وي

تا کــــــــــۀ جــــــــــفا وکــــــــــړله جانانه (فاطمي) سره

ستــــا ګرېوان به ياره پۀ محشر زما پۀ لاس کې وي

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

زمـــــونــــږه کلي تــــــه ږلې د ځــــــــناورو راځــي

د ظالـــمــــانو ، جـــــــابرانو ، ســــتمګرو راځـي

د دنيا خـــــلکو ته کمزوري او بې وسـه ښکارو

ځــــکـــه مـــو سيمې ته لښکر د زورورو راځـي

وروره! څۀ نه لرو يوه روپۍ د خدای پۀ رضا !

لۀ هرې خوا نه دا سوالونه د ســوالګرو راځـي

کله چې دمه شـــــــم د يار لۀ تورو زلـفو لانـدې

جنتي بوی ترينه د مشــــک او د عنبرو راځـي

د يار لۀ پاره غـــرونه غـــرونه مينه زړۀ کې لـرو

خو پۀ والله که (فاطمي ) چــــــل د خبرو راځي

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

ياره ! خــــــبر مې شــــــــوې لۀ ياره ؟ يار مې وســــــوځاوۀ

ايلـــه وزګار شــــــومــــه لــــــــۀ کاره ، کارمې وســـوځاوۀ

د دۀ غــــــــمـــــونه به مې تـل پۀ اوږو بــــــار ګــــــرځـــــــول

نور مې ځان خلاص کړو لۀ دې باره ، بار مې وسوځاوۀ

چــنګـــېزلا څــــــۀ کــــوې ، چـــــنګېز نه هـم ورواوښــتمه

ښـــــــارونه پرېده ! د خـــــپـــل زړۀ بازار مې وســـــوځاوۀ

چا راته ووېل : د يارۍ خــــــــو ډېر بــــــاريـکــــه تار وي

مـــــا ويل پـــرېــده يــــاره !  دغـــه  تــار مې وســــوځــاوۀ

چې هــــره ورځ پرې (فاطمي) پۀ  بې رحـــــمۍ قـتلېدې!

بس دی نور خـلاص شـولې لۀ  داره، دار مې وسوځاوۀ

سپوږمۍ سره خوالۀ / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

سپوږمۍ سره خوالۀ / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

نور څوک مې نشــــــته سپوږمۍ تا سره خوالۀ کوومـه

هـــــــــــــسې يې مۀ بوله کيســـــــې د زخمي زړۀ کوومـه

يو څو خبرې  زۀ کـــــــــــــــــــــــوومه  ورته غوږ ونيســـــه

ډېرې خبرې مې زده نۀ دي  ډېــــــــرې نۀ کــــــــــــــــوومه

ګيله ، ګيله کې مې جانان ته ســـــپوږمۍ داسې ويـل :

ځان ته کړه فکر! دا تۀ څۀ کــــــوې زۀ څۀ کــــــــــوومـه ؟

هــــــــــــمداســـــې لاړونور يې هــيڅ هــم را ته ونۀ ويـل

فقط هـــــــــمــــدومره يې راته وويل چې ښـــۀ کوومـــه

کله نا کله (فاطمي) فکـــــــــــــرو کې داسې ډوب شــم

چې را پۀ خود شـــــم پۀ خپل ځان ګومان د مړۀ کوومه