پښتو ادب · شاعران
فضل الربي رستم
د فضل الربي رستم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
غزل / فضل الربي رستمبشپړ شعر ولولئ
غزل / فضل الربي رستم
فضل الربي رستم
غــــــــــــــزل
وخت عجیبه دی، عجیب موړکې زمونږ لار بیلوي
ما تـــــه سپيـــــړې راکــــــــــــــــوې او له ما یار بیــــلوي
هغوې به هیڅکله د ګـــــــل پر زړه حکومت ونه کړې
هغوې چې درګرده لګیادي ګــــــــــــــــــل نه خار بیلوي
اوس شیطانــــي نړۍ کې دومره پرمختګ شوی چې
له نوک نه ورۍ بیلوي، درد او پرهار بیلــــــــــــــــــوي
د مجازې مینې تعریف به درته داسې وکــــــــــــــــــــړم
ژوند ته ستړیا ورکوي، ژوند نه قرار بیـــــــــــــــــلوي
ځیني ښایســــــت مستي لري، نیشه کړي سره پورته
ځیني ښایست ځواني ، مستي او بیا خمار بیــــلوي
فضل الربي رستم
د فضل ربي رستم يو ښکلی ازاد نظمبشپړ شعر ولولئ
د فضل ربي رستم يو ښکلی ازاد نظم
فضل الربي رستم
هغه ډولئ کې ناسته
زه په تابوت کې پروت وم
دلته ژړا خپره وه
هلته خندا خپره وه
ځینو کوچنیانو هلته
ښکلې دیاره وهله
خو ځینو نورو دلته
ایښې ؤ په سر لاسونه
زم دسیوري نه یی
غوښتل پناه عمرونه
دلته داوښکوسیلاب
دلته ؤ غم شکیدلی
دلته ؤ جوړ انقلاب
دلته وې ساندې ساندې
هلته هم خلک را ټول ؤ
دلته هم خلک راټول ؤ
یو مُلا هلته هم ؤ
یو مُلا دلته هم ؤ
زه په کفن کې پروت وم
هغې سور شال اغوستی
زما هم سره لاسونه
هغې هم سره لاسونه
فرق صرف دومره ؤ چې
زما په وینو سره ؤ
هغې نکریزې ایښې
دلته هم مور ژړیده
هلته هم مور ژړیده
دلته زما دوستانو
ستوني وې غوټي کړې
هلته هم ملګرو ژړل
خفګان وې کوډې کړې
هلته ډولئ جیګه شوه
زما تابوت یی جیګ کړ
زه یی کړم ښکته روان
هغه یی پورته بوتله
هغه پالنګ ته لاړه
هلته رڼا رڼا وه
خلکو ګلاب وشیندل
خو زه لحد ته ګوز شوم
دلته تیاره تیاره وه
خلکو ښې تورې خاورې
پر ما انبار انبار کړې
سحر را پاڅیدمه
خوب ته حیران غوندې وم
چې دا مې څه ولیدل
فضل الربي رستم
هلمنده!بشپړ شعر ولولئ
هلمنده!
فضل الربي رستم
د هلمند( مارجې)وحشي عملياتو ته
هلمنده! دا ولې خاموشه یی ته
هلمنده! دا د خاموشۍ وخت نه دی
هلمنده! نه کنه، قربان دې شمه
هلمنده! بس کړه ، حوصله څومره وي
هلمنده! وګوره بلا راغلې
لکه د غره هومره وسله ورسره
په غړمبها او په درزا راغلې
هلمنده! دا داسې وینا کوي چې
تاکې اته سوه شر خوښې اوسې
خو دوي ځانونو ته خیر خوښې وایی
پوره پنځلس زره ځانته دوي دي
له دوی نه ډېر بیا زمونږ خپل ورسره
هلمنده! سترګې داسې مړې مه نیسه
اخ ، ها ټپي کوچنی لغړیږي تاکې
اخ ځنکدن یی دی ، بلا یې واخلم
هلمنده واوره ځان به کوڼ نه نیسې
هغه په خپلو اخيري سلګو کې
له موره مرسته غواړې، وایې ورته
مورې ما څه کړي، ما بچ کړه کنه
خو مور به څنګه ورته ډاډ ورکړي ، راښکل به یې کړي
هغه خو خپله په وحشي چرو سورۍ سورۍ ده
هلمنده! اله، راکټ راغی په ښوونځي ولګید
هلمنده! وګوره د خپلو شاګردانو منځ کې
هغه استاد چې په دې کلې کې تنها استاد ؤ
له چت نه لاندې کلیمه وایي، او ساه ورکوي
هلمنده!دا د خاموشۍ وخت نه دی
هلمنده!نه کنه قربان دې شمه
هلمنده! بس کړه، حوصله څومره وي
هلمنده! سترګې به دې نه پټوي
هلمنده! واوره ځان به کوڼ نه نیسې
دلیونــۍ مــــور لیـــونــتـــوب وګـــوره
چې خپل خاوند له ږیرې نیسې ، له ګرایونه نیسې
ږیرې ته ټـــک ورکــوي، وایي ورته
ماته چینار مې راکړه، دروغ مه وایه
زما هماغه یوه زړی زوی دی
زما هغه باندې دنیا ودانه
زما سپیڅلی ،نازولی زوی دی
هغه به ولې ځوانیمرګ شي؟ او ګناه یی څه ده؟
نه کنه ، نه مري ، ها غمی نه مري
هغه به تل ژوندی وي، مالپاره
زما سپیڅلی ،نازولی زوی دی
بیا په خندا شي ، تکراري ووایی
نه کنه نه مري ، ها غمی نه مري
نه کنه نه مري ، ګلالی نه مري
هلمنده خپل له پردو ډېر ظالم شول
وایی په ګډه عملیات کوو موږ
دوی به لا هم خپلو ځانو ته افغانان وایی نو
که افغانان نو په دې فخر کوي
دا فغانیت مانا که داسې وي چې
د یوې مور مخکې چینار یې په تبرونو وهل
د شمله دار ، شمله سورۍ په مرمۍ
د یوې خور د سترګو تور قتلول
د یو عاجز ، غریب استاد وژنه
په یو کوچني باندې ښوونځی نړول
خلک په خپل ځای کې هجرت ته مجبور
د اوبو رنګ بدلول وینو باندې
نو زه په زغرده ، برلا یې وایم
زه افغان نه یم ، ځان افغان نه ګڼم
زه مې په خپل غرور توکاڼې توکم
د افغانیت له نامې کرکه کوم
دغه ظلمونه مې وجدان نه مني
نو ورته ځکه وینا سپکه کوم
هلمنده! بل دا مطبوعاتو واله
سترګې یې پټې دي، دوی هیڅ نه ویني
بس دومره وایې چې نن دلته تاکې
دغه په ګډه عملیات په کامیابۍ مخ ته ځي
هلمنده ! ځه کنه، قربان دې شمه
هلمنده! بس کړه، حوصله څومره وي
هلمنده! ته خو غیرتي ځمکه یې
هلمنده! زغم او صبر ندی پکار
هلمنده! ځان ورته کوهی کړه ، داټول وخوره یو دم
او یا یی پورته کړه اسمانه پورې
له هغې ځای یی را نسکور کړه بیرته
نو مونږ به دغه عملي وګورو
چې د ظالم کاسه نسکوره وي تل
چې د ظالم کاسه نسکوره وي تل
شعربشپړ شعر ولولئ
شعر
فضل الربي رستم
شعر
ګلونه په خندادی چی راغلی پسر لی دی
بلبل په څانګه ناست
دی خوشحاله ئ زرګی دی
هری خواته رنګی او اوا زونه دمرغېو
د
نارنج ګل غوړېدلی بس وطن مو ګلا لی دی
د وطن هر ځای مو زېبا خو کاپېسا ته راشه
د بهار م
ستو مېلو پسې هر تن مو لېو نې دی
ای ساقې مه ور کوه نور جا مو نه دشرابو
دلته خود په
خوده مست که سپېن ړېری که زلمی دی
ای رستمه د بورا په څېر ې خکل کړه
که ګلا ب دی که غا ټول که کشما لی دی
را لېږ و نکی فضل ا لر بی ر ستم
فضل الربی رستم