پښتو ادب · شاعران
سبیل روښان
د سبیل روښان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
غزل // سبیل روښانبشپړ شعر ولولئ
غزل // سبیل روښان
سبیل روښان
غزل
نیمګــــړي ژونـــد ته مې یو کور د محبت جوړوم
خامـوش وجدان کـې مې یو شور د محبت جوړوم
ای ! ستـرمنـې پښتنـې پیغلــې بخښنه غـــــواړم
چـې پــه غـــــــزل کـــې دې انځور د محبت جوړوم
د کلـــي ځــمـــه د رواجـــــــــه کــــډه نـشــم کــــــوی
په کـاڼــو زړونــــو کـــــې دستور د محبت جوړوم
فـــال د ورغـــــــــوي ورانـــــوم پـــه ټنډه داغ لګوم
د زړه کعـبـه کې داســــې نـــــــور د محبت جـوړوم
هیر کــه غـــــــــزل مــــې ډکــه وي د زړه د وینو لپې
د ځـــان پــه وینه بــــــــل رنـځــــور د محبت جوړوم
دې تور زمـان ته دې د سپین زړګي کیسې وباسم
پـه لــــــــوپټــه درتــــه یــــــو تــــور د محبت جوړوم
ژونــد ړنګــــوم د خیــــال په لپه کې د ستا په نامه
اسیـــر ژونــدون تـــه دې ټــکــــــور د محبت جوړم
تــه د سبیل روښـــــــــان د زړه پـــه ژبـــه ځــان واړوه
زه هــم دا خپـــل زړګـــــی منصور د محبت جوړوم
سبیل روښان
غزل // سبیل روښانبشپړ شعر ولولئ
غزل // سبیل روښان
سبیل روښان
غزل
ګـــرانــه هغه د پېغلتوب زړګی مې پاتې نه ده
ډک د الـفــت د مئینتوب زړګی مې پاتې نه ده
چـې تــا بــه حق مـــــــا به نه حق د پړي سر ونیوو
هـا د مستـۍ د لیـونتوب زړګی مې پاتې نه ده
چې یــــــو لحظه به مــــرور بېرته بــه بیا رضا شو
هغه پخــوا د ماشومـتوب زړګی مې پاتې نه ده
جانانه وس مـــــې د مطلب دنیا کې درس وئیلې
د صداقت د ساده تـــــوب زړګی مې پاتې نه ده
روښانه هسې مــــــــې پیغلوټي یادوې غزل کې
ګنــي هــــــغـه د زلمیتوب زړګی مې پاتې نه ده
سبیل روښان
غزل // سبیل روښانبشپړ شعر ولولئ
غزل // سبیل روښان
سبیل روښان
غزل
نېت د غــــــــــزل تـــړم غـــــــــــزل راســره نېت نه تړي
ستا د خائیست په لـــــور یــو زل راسره نېت نه تړي
بلا مــــــودې شـي چـــې وزرې مــې د خیال ماتې دي
ېبله مــــــــــزل مـــې د منــزل راســـــــــــــره نېت نه تړي
چـېـــرتـــه بـه دومـــــــــــره بختــور وم چې درورسېږم
په زړه نه زړه کــــې مې تـــــوکل راســـره نېت نه تړي
تش دې پــه فکـــر رانـــه دومـــــره لـرې زړه وړی دی
مـــړې کالبـــوت مــې پـه یـــو چل راسره نېت نه تړي
صفـت دې دومره زورور دی خدای چې ته به څه وې؟
هوښیـار ضمیر مــــې د عـــمـــل راســـره نېت نه تـړي
خـــــوبه دا ستـــړې ستـــــړې ستـرګـــــــې راته مه پټوه
لا مــــې ســــوچـــونه دي بـــدل راســــــــره نېت نه تړي
بلا خبـــــــرې د سبیـل روښـــــان پــه زړه پــــاتـــې دي
ولـــــــــــې دې سیـــورې د وربـــــل راسره نېت نه تړي
سبیـل روښـــــان
غزل // سبیل روښانبشپړ شعر ولولئ
غزل // سبیل روښان
سبیل روښان
غزل
جــانــــانـــه کله چــــې خطــــونـه پـــه کـــوم ځل راليږې
واړه اخـــــوال بــــه د ژونـــــــدون پــــــکې اول رالیږې
هــــره خـــبـــره کـــــې دې میـــنــه محبـــت غـــــــــواړمه
نـه بـــــه غصـه راتــــه لیکــــې نــه بـــه کـنـځل راليږې
پام کــــــړه چــې مینه مـې رسوا نکړې پښتو دا اشنا
چــــا تــــه چــې خط ورکوې ډېر به ئی په چل رالیږې
ډاډه ډاډه بــه پکـــې لیکـــې چــــې خـــــوشخاله یمه
داســې ونکــــړې چـــې یــــا اوښکې یا ژړل رالیږې
بس دژونـــدون بــــه راتــــه واړه خـــــاطرې رالیکې
سـتـړي خــــــــــــالات بــه راتــه واړه مــکمـل رالیږې
دادې چې یــاد وي چې په شفـر کې مې یاد وسـاتې
زمــونږ د خوست کومې راډیو ته چې غـــزل رالیږې
هـغه تــصــویــــر دې رانـــه ټول په ښکلولو ړنګ شو
دا بــه مــنـې چـــې یــو تصویـــر بـــه راتــه بل رالیږې
روښـــــانــه لګـي دبې کــــــوره مســافــــــــــــرو دعـا
مـا تـه بــه هــــــر مــــدام دعــــــاوې د تــسل رالیږې
سبیل روښان
غزل // سبیل روښانبشپړ شعر ولولئ
غزل // سبیل روښان
سبیل روښان
غزل
د ژونــد سپـرلــي مـی ستــا د حسـن پـه بــهاراوبـېلل
ډېــراميـدونـــــه مـــی د ژونـــــد پــه دغـه لار اوبېلل
ګــــلاب سيـنـه مــی د اغــــــــــزو پــه څـــوکـــو ورژيــده
ښـکلـي بــاڼــه مــــی چـــی د اوښکــــو پــه سهار اوبېلل
ګــــواتې می چــرې اوزګارنــه شوې د هيندارې په لــور
ستـا پـــه دعــــا کـې مــی خيالـــــــونـه ده سنګار اوبېلل
حسنه بدرنګ شــې د غــــرور پيـالــې دې ماتـې مــه شه
د ستــرګــــــو تــــــور مـی ستـا د ميـــو پــه خمار اوبېلل
بـې صبـــره عـــقـل مـــی د صـــبـــر لـه پـنـجـې وتــــې دې
د زړه رازونــــــــه مـــــــی د ستـــــــا پــه انـتـظار اوبـېلل
ځوانـي مـی داو کــړه سربازي می په دار پرې نه خوده
واړه خـــونــدونــه مـــی د زلــفـــو پــه يـــــو تـــاراوبېلل
خــالـقـه ژبـــه لـــه رواجــه راتـــه غــــوڅــه مـــه کــــړې
نــن مــی لوظـــــونـــه غـــــــرنــــي د چـــا پـــه ښار اوبېلل
د غـــــــزل ستــرګې می لمدې پــه جنـتـي اوښکــو دي
ټـــول ثـــوابــونــه مې د وخـت پـه ګنــهګـار اوبـېلـل
د اخـــتــر ورځ د وصــــــال رانـغــلـه بـــــې دمه شـــــــومه
بـــالا بــــالا مــــــــی ارمـــــــــانـــونــــه روژه دار اوبېلل
درتـــــه تاويز شــــه د سبـيـل روښــــــــان ســاده شاعري
غـــــــــزل می ستا د بې غورۍ په دې کـــــــردار اوبېلل
سبیل روښان
سعودي عرب
د سبیل روښان په زړه پورې غزلبشپړ شعر ولولئ
د سبیل روښان په زړه پورې غزل
سبیل روښان
د ژوند خلوت کښی دهرچــاله سترګو ځان پټوم
تا ته ښــــــــکاره یم ددنیا له سترګــــــو ځان پټوم
توره تیـــاره کښی دی خبرې په تسبـــــــــــــو اړوم
د زاهــــــــــــدانو د رویا له سترګوځــــــــــــان پټوم
ژبه لنده ده اوړی هری خــــــــــــوا ته وچـــــه مه شه
غواږونه بند کړم د بینا له سترګـــــــــــوځان پټوم
ستا د صبا به تمــــه تمـــــــــــــــه راکړه نور د ټنډې
تیاره ماحــــــول کښی د رڼا له سترګـو ځان پټوم
د عمر لاره می په یوه شیبـــــــــــه را لنـــــډه نکړې
بې وفـــا ژوند ته د وفـــــــــــا له سترګو ځان پټوم
له د توبو دروازی بنـــــدې نه کړې پوی یم دومره
چی د وختــــــــــــونو د ثنا له سترګـــــــو ځان پټوم
روښان چی ستا لخوا روښان نشمه نه یم روښان
ستا د الهـــــــــــامه نن صبا له سترګــــو ځان پټوم
سبیل روښان
4/2/2010 جده سعودی عرب
د سبیل روښان ښکلی غزلبشپړ شعر ولولئ
د سبیل روښان ښکلی غزل
سبیل روښان
د سبیل روښان ښکلی غزل
خيــــــــال دراشي زړه مې لرې رانه یو سي
سپینې اوښـــــــــکې مرغلرې رانه یوسي
ګناهـــــګارمې كړي دزړه پـاکه کعبه كې
د توبــــــــو ډکې سنــــــــدرې رانـــــه يوسي
نا اميــــــــــده ستړی سرپه زنګــون کیږدم
دويصـــــــــال مــــــاتې وزرې رانــه يوسي
له وجــــــــوده مې اوباسي رنـــــــګ دوینو
دښـــــــــكلادرنګ بــــــــــڅرې رانه يوسي
دتصوير غــوندې په چوپه خوله ويده شم
ډکې سترګې انځــــــــــورګرې رانه يوسي
دسبيل روښـــان دزړه په غېږ کې کېښني
دغزل غــــــــــوندې خبرې رانـــــــــــه يوسي
﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾﴾
سبيل روښـــان