پښتو ادب · شاعران
آمين متونوال
د آمين متونوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزل // آميــــــــن متونوالبشپړ شعر ولولئ
غزل // آميــــــــن متونوال
آمين متونوال
غزل
دسوي لـــوي ژونـد هـرباب ومخ ته ویر کــومه
ناسـت یمه ګرانه دګلاب و مخ ته ویر کومــــــه
دبيلتـــانه تندې اخيستی يمه ستــــړی شومـــه
دښت دهجــران دی دسـراب و مخ ته وير کومـه
زه چـې د نورو وطـــنونــــو ښـکلاګانې وينــــم
وطنه ستـــا خـــــراب تراب ومــخ ته وير کـومــه
مونـــــږه دوخـت طلاب دظلم طوفان لولپه کـړو
ځکــه دنـــــــــن سبـــا طــلاب و مخ ته وير کومــه
لکه امـــــين دهــــــرپرهر فريـاد ته غوږ پرانيــزه
پاچــــــا قربـــان دستا جناب و مخ ته وير کومـه
آميــــــــن متونوال
متحده عرب امارات العین
2011-4-2
غزل //امین متونوالبشپړ شعر ولولئ
غزل //امین متونوال
آمين متونوال
غزل
زمــــــونـــږ د ژونــد د اومیدونو ګـلالـــي پسرلي
واړه لمبه شـــــول په سره اورمودي لوګي پسرلي
مونږ به تــــرکـــــومــه بې معنې کــر دګـلونـو کــوو
چې نه یې خپل راته پریــږدي او نه پرادي پسرلي
نسیمه ورشـــه ورتــه ووایــه چـــې نـــه را درومـي
که چیرته رنګ یې وي کټ مټ دپخواني پسرلي
زمونږ ګاونډ ته هر مـوسم خدائ پسرلــې ورکـړې
زمـونږ وطــــن ته چې راځـي نو شي ازغي پسرلي
سپـرلیه دا ځـــــل خــو مـــو غرونه سمې وخندا وه
هــر پسرلـــــــــۍ مـــو وي بدتـــر له پروني پسرلي
هســـې مـــو هـــم یـــــوه زره ښکلا تـــرې ونـه لیده
امینه څــــومـــره چې راځي او څــومره ځي پسرلی
امین متونوال
متحده عرب امارات
۲۵ ـ۳ـ۲۰۱۱