پښتو ادب · شاعران
ډاکټر شبنم ګل
د ډاکټر شبنم ګل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزل/// ډاکټر شبنم ګلبشپړ شعر ولولئ
غزل/// ډاکټر شبنم ګل
ډاکټر شبنم ګل
غزل
کردار د محبت به لوبؤم چی څو ژوندۍ یم
نفرت به د پښتون نه بيلؤم چی څو ژوندۍ یم
د مست شباب جنت به درته جوړ کړمه دلبره
ائین ته به د خېال دی خندؤم چی څو ژوندۍ یم
لوګو کښې د بارودو او ازغن ازغن ماحول کښې
ګلان به د شعرونو جوړؤم چی څو ژوندۍ یم
د یار ماشومه خياله اوده نه شې زما زړه کښې
په ټال به دی د زلفو ځنګؤم چی څو ژوندۍ یم
د دار او د دهشت نمره اوریږم زه شبنم یم
څهرې به د ګلونو لمبؤم چی څو ژوندۍ یم
ډاکټر شبنم ګل