د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

دلاور “منصور”

د دلاور "منصور" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

ډېر په زورهبشپړ شعر ولولئ

ډېر په زوره

دلاور "منصور"

ډېر په زوره
قاتل مه وايئ

هسې هم بوګنيږي
د پېغوره قاتل مه وايئ
جوقت راسره ناست دی ډېر په زوره قاتل مه وايئ

مونږه خو تيارې او لوږې وژنو مجاهد يو موږ
شې به ګوناګار راته د شکوره قاتل مه وايئ

راشئ د بې وسو فرياد هم واورئ چې څه وايي
هسې د پينډۍ او د لاهوره قاتل مه وايئ

دا مې د جانان خوږ شوی لاس دی خپه کيږي پرې
هر څه ورته ووايئ خو ګوره قاتل مه وايئ

سترګې يې د وخت په سلايي کجلې کړي دي
توره يې په وينو تکه توره قاتل مه وايئ

وخت د ماښامي دی  دلاوره
 ښېرې ونه کړې
هغه ده راووته سرتوره قاتل مه وايئ

څنګه به
منصوره

خپل احساس ته شونډې وګنډو
وايي چې قاتل ته مو د کوره قاتل مه وايئ

 

له "د يو نوي دار له سره"
شعري ټولګې څخه