پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ډېر په زوره
ډېر په زوره قاتل مه وايئ
هسې هم بوګنيږي
د پېغوره قاتل مه وايئ
جوقت راسره ناست دی ډېر په زوره قاتل مه وايئ
مونږه خو تيارې او لوږې وژنو مجاهد يو موږ
شې به ګوناګار راته د شکوره قاتل مه وايئ
راشئ د بې وسو فرياد هم واورئ چې څه وايي
هسې د پينډۍ او د لاهوره قاتل مه وايئ
دا مې د جانان خوږ شوی لاس دی خپه کيږي پرې
هر څه ورته ووايئ خو ګوره قاتل مه وايئ
سترګې يې د وخت په سلايي کجلې کړي دي
توره يې په وينو تکه توره قاتل مه وايئ
وخت د ماښامي دی دلاوره
ښېرې ونه کړې
هغه ده راووته سرتوره قاتل مه وايئ
څنګه به
منصوره
خپل احساس ته شونډې وګنډو
وايي چې قاتل ته مو د کوره قاتل مه وايئ
له "د يو نوي دار له سره" شعري ټولګې څخه