د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شفیقه خپلواک

د د اغلي شفیقه خپلواک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

شفیقه خپلواک د محمد اکرم خپلواک لور چې په د پکتیا ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې زیږیدلې او په ٢٠١۴کال کې یې د رابعې بلخي له لیسې څخه خپل د دولسم ټولګي سند تر لاسه کړی.

نوموړې د پښتو ژبې تکړه شاعره او لیکواله ده. څلور کاله کیږي چې د میرمن بهیر غړې ده. اوس مهال بي بي سي ته کالم لیکي او په خپلو لوړو زده کړو بوخته ده. دوې شعري ټولګې یې چاپ شوې چې یوه یې (چې لاس دې نه راکاوه) او دوهمه یې ( باډيوې څارمه) نومیږي. هغه د خپلې لیکوالۍ او شاعرۍ په اړه وایي:

دې وروستیو کې مې څو خاطرې هم ولیکلې او شاید نورې هم ولیکم. اوس چې مې نثر کې هم لاس روږدی شوی؛ شعر ‌‌‌‌‌‌ډېر شخصي او ځانګړې لیکنه راته ښکاري. فکر کوم چې باید په ځانګړو احساساتو او موضوعاتو ولیکل شي. عموما د ټولنیزو موضوعاتو د یادولو او خوندي کولو لپاره له نثره کار اخلم. تل مې هڅه کړې لیکنې مې د ژوند او هیلو پېغام ولري

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

چاودنهبشپړ شعر ولولئ

چاودنه

د اغلي شفیقه خپلواک

د دې غمجنې ورځې

لمر به هم،

د دنګو غرونو تر شا خوب یوسي

ستوري به وځلیږي

د کابل سوړ او لیونی باد به

د وینو بوی

او د باروتو خونړی لوګی

له اسمانو پناه کړي

 

زما او ستا زړه،

چې زموږ د خوني د کړکیو د ښيښو غوندې

ذرې، ذرې دی

ښايي تر دې اختره ورغیږي

راټول شي

بیا ژوندی شي

بیا به هم موږه دواړه

په دې وحشي ښار کې

بېواکه قدمونه اخلو

او هره شپه به خپل تاوده لاسونه

د یو بل غاړې ته وړو

 

دا مخامخ روغتون

دا چې له مخې یې قیامت جوړ دی

خلک یې یو د بل تر پښو لاندې شول

سبا یا بل سبا به یې

په نیمايي کټونو ګرد پروت وي

د هدیرې څن‌‌‌‌‌‌‌ډه کې

دا ولاړ درې سپين ږیري

چې د زلمیو ابدي کورونه، دوی جوړوي

په یو څو ورځو کې به یې

یخې، بې حسه او پياوړې ګوتې

بېرته پستې، ویلي شي...

 

دا ننی، په غم لړلی حس به

هم تمام شي

او

سبا سهار وختي به

د خبرونو د سرټکو موضوع بل څه وي

ته باید یو مازدیګر راشېبشپړ شعر ولولئ

ته باید یو مازدیګر راشې

د اغلي شفیقه خپلواک

ته باید یو مازدیګر راشې

هغو کوڅو ته

چې طلايي پاڼو پوښلې

د سولې په نوم

یو کتاب راوړې

له هغه وروسته چې

د ټکسي کرایه ورکړې

زما ګوتې وشمېرې

اه ته باید صادق واوسې

دومره صادق

چې که ګوتې مې نهه وې ما خبره کړې

 

په مخامخ پارک کې

په دود کې د غرقو زلمیو

تور نوکان باید ورپرې کړو

 

د لمر د وړانګو

په وریښمینو ستنو

زما خورې څڼې

ګېنده کړه

نه غواړم نڅا ته یې

د بېکاره هلکانو سترګې ووځي

 

دوه مڼې راوړه

یو زما

یوه د سړک د غاړې د هغې کوچنۍ نجلۍ

چې بوټونه پاکوي

زه به له هغې رنګول زده کووم

 

بیا به

د کوڅې په پای کې

هغه کوچني کافي شاپ کې چې

دیوالونه یې سره

او څراغ یې سپين دی

ته ترخه قهوه

زه تاوده چاکلیټ وڅښم

 

اې

ته باید

یو مازدیګر

زما سترګې را ژوندۍ کړې

بیا زه کولی شم

هر ماښام تا د همځولو مخکې ښکل کړم...

‎له جګړې مخکېبشپړ شعر ولولئ

‎له جګړې مخکې

د اغلي شفیقه خپلواک

ښکل مې کړه

‎له دې نه مخکې چې جګړه پیل شي

‎ښکل مې کړه

‎له دې نه مخکې چې تمامه شم

‎ضایع شم

‎او بې رحمه باد مې

‎لکه وچه ژېړه پاڼه

‎له دې غرونو نه پناه کړي

 

‎ښکل مې کړه

‎د ګیلاس له تشېدو مخکې

‎د هسک لمر له پېروتو مخکې

‎د نغمې له ګونګېدو مخکې

‎د ښامار له ویښېدو مخکې

 

‎ښکل مې کړه

‎لکه د سره ګل پاڼه

‎چې له رژېدو ډارېږي

‎لکه د لارې پل

‎چې له ړنګېدو ډارېږي

‎لکه ټپي عسکر

‎چې د جګړې ‌‌‌‌‌‌ډګر کې،

‎له پاتې کېدو ‌‌‌‌‌‌ډارېږي

 

‎ښکل مې کړه

‎لکه نالوستی کتاب

‎لکه وړه توتکۍ

‎چې یې راتګ د پسرلي پېغام دی

‎خو دوی یې سپینه سینه

‎په وینو ولړله

‎ښکل مې کړه

‎لکه میین زړګی

‎په مینه تور داغلی

‎له دې کوڅو هېر شوی

 

‎ښکل مې کړه

‎ګل مې د غاړې په رګو وکره

‎پاڼې پستو رغیو کې

جرړې مې پښو کې شنې کړه

‎ښکل مې کړه

‎باغ مې کړه

‎باغچه مې کړه

‎له دې نه مخکې چې دا سپینه سپوږمۍ داغ کړي

‎لاره تیاره کړي، ساووې لنډې مړ څراغ کړي

‎ښکل مې کړه

‎درجګه مې کړه

‎لکه په غولي باندې وچه مړۍ

 

‎ښکل مې کړه

‎له تمامېدو مخکې

‎له پای ته رسېدو مخکې

‎له ضایع کېدو مخکې

‎د جګړې له پیلېدو مخکې

‎ښکل مې کړه

‎له دې نه مخکې چې جګړه پيل شي

‎ژوند بې مانا شي

‎او موږ هم لیوني

کرښهبشپړ شعر ولولئ

کرښه

د اغلي شفیقه خپلواک

له دې وروسته کرښه زړه باندې راباسم

ته لمنه ټولوه له دې تيارې نه

زه مې چېغې په لېمو پورې ګنډمه

ته پل اخله د رڼا په لور له شپې نه

 

زړه مې باسم په تور سيند يې ډوبومه

ښخومه ژوند د دنګې ونې څنګ ته

روح مې سپينې ملايکې ته ورسپارم

ځوانې وړمه د نجلۍ ميينې څنګ ته

 

ککرۍ نه به مازغه را وشړېږي

ذوق به ويلي کړم سندرې به نه اورم

ډېر رګونه مې له زړه غوڅومه

بې منطقه دا خبرې به نه اورم

 

ضروري نه ده چې تل دې يم خوشحاله

تا به وبايلم جانان به نه لرمه

دا څلور هډه به هم خاورې ايرې شي

ښکته ځمکه پاس اسمان به نه لرمه

 

په پلو کې مې ګېلې راټولومه

د لاس کرښې ستا لاسونو ته لېږمه

ته خوند واخله له انسانه او طبيعته

زه ځم ځان يوې ډبره کې ساتمه

عجیبه خلک ديبشپړ شعر ولولئ

عجیبه خلک دي

د اغلي شفیقه خپلواک

”عجیبه خلک دي، سړی ورته حیران پاتې شي”

وینې مو وڅښي، او زمونږه اتلان پاتې شي

 

زمونږه برخه سپوږمۍ، کرښې کرښې وداغوي

سترګې مو واخلي او بې ستورو مو اسمان پاتې شي

 

ایرې، ایرې مو سیپارې، د جومات ور په وینو

جهاد سپېڅلی، او سیځلی مو قران پاتې شي

 

چې پر دې لاره یې د مور سترګې لیلام ته ایښې

په دغو ژڼیو کې به څرنګه ایمان پاتې شي؟

 

زړونه دې زبیښي، د وحشت لمبې دې بلې ساتي

په دې وطن کې که څوک غواړي مسلمان پاتې شي

 

چې کتابونه د خپل زوی په وینو سره رانه وړي

د هرې مور په خوږمن زړه دغه ارمان پاتې شي

نسلونهبشپړ شعر ولولئ

نسلونه

د اغلي شفیقه خپلواک

زه او مور یې باید

له یوې خټې پنځولې وای

هغې ته غر

د تورو تېږو امبار ښکاري

ماته عظمت!

هغه د ښځې ښکلا

په شون‌‌‌‌‌‌ډو پراته ګرد کې ویني!

او زه له غلې کېدو ‌‌‌‌‌‌ډار لرم!

د هغې غرور تور پړونی

او په اوږده لمن!

د بڼورو سترګو ګن‌‌‌‌‌‌ډل

خو

زه غواړم

لمر مې د غوږ نرمه وزبیښي

سپوږمۍ مې غاړه کې

کرښې کرښې ویلي شي

سترګې مې د نازکو ګلو

پاڼو سره ژوند وکړي

پلو مې باد یوسي

او د باران څاڅکي مې

لن‌‌‌‌‌‌ډه لمن کې ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډ شي

مور مې د شرم په وریځ

د ‌‌‌‌‌‌ژوندیو شېبو لمر

له ما نه پټ ساتلی

خو زه غواړم

د لومړۍ مچو

له خونده مې خبره کړي

باید راته ووایي

چې ما یې

د تن د ننه ساه اخیسته

دې څه خوبونه لیدل؟

 

ماته دې ووايي:

کله چې ښځه یې، ښه یې!

ښځې میینې وي

تړلې نه وي!

ښځې پياوړې وي

وحشت نه کوي!

زموږ د فکر جرړې

باید د یوې ونې وای

چې په منو وچېدای

او پسرلو ته غوړېدای

داسې به لږ ځورېدم

‎له یولسم د سپټمبر وروستهبشپړ شعر ولولئ

‎له یولسم د سپټمبر وروسته

د اغلي شفیقه خپلواک

‎ژوندی لمر سترګې پرانېزي

‎د غنمو تک زېړ ‌‌‌‌‌‌ډکي

‎تکې تورې ایرې شوي

‎د مڼو ونه کې ګرد دی د بارتو

‎د کلا دیوال مو نیم دی نړېدلی

‎او د خونې وړکۍ کړکۍ لوېدلې

 

‎لنګې غوا پړی شکولی

‎د وژلې خوسۍ مخته

‎لیونۍ رمباړې کاږي

 

‎د کوټې تېر کې مې مور تعویذ و ایښی

‎د غون‌‌‌‌‌‌ډۍ څن‌‌‌‌‌‌ډه ملا باندې یې کړی

‎ګوندې ورور مې « طالب » نه شي

‎ګوندې زړه یې له شنو بوټو

‎چاودو پوندو

‎او تڼاکو رغیو بل څه کې بند نه شي

‎په سره پوښ کې دا تعویذ په غولي پروت دی

‎د کوټې تېر غوټ په ملا باندې مات شوی

‎د ورور نبض مې هم ویده دی

‎د بڼو یې سوی بوی دی

‎او د شون‌‌‌‌‌‌ډو په چاک چاک یې

‎د باروتو خولې لګېږي

 

‎د کندو خوله شړېدلې

‎تر یوه شکاره لږ اوړه مو

‎ګرد، باروت او خړو خاورو دي نيولي

‎ نغري کې تش ایرې دي

‎تکې سرې سکروټې مړې دي

‎لکه سترګې د ابا مې

‎چې د بم لمبو ایره کړې

‎لکه باغ کې الوچې مو

‎چې د جنګ د اور خوراک شوې

‎لکه پۍ د لنګې غوا مو

‎چې له ‌‌‌‌‌‌ډاره تښتېدلې

 

‎د دالان چت مو لوېدلی

‎ابا څه په زحمتو و رغولی

‎ګودرې یې وې پور کړې

‎د غریب ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېرې ورځې یې ترې جار وې

‎خو د سترګو رپ کې ولوېد

‎لکه پخه، لکه خړه، پړه پخه

‎د یتمې او لالهانده مرغکۍ

‎چې باد یې واخلي

‎لکه ماته، لکه غوټه ماته ځاله

‎د وړې سپينې کوترې

‎چې د باز تېرې خپړې یې

‎ټوټه کړي

 

‎ادې سر ور نغښتلو

‎ابا هم سترګې کړې پټې

‎د لالا نبض هم کرار دی

‎او زما له رګو هم وینه ټولېږي

‎پېغلتوب مې په باروتو کې ورکېږي

‎د ځوانۍ ځوږ مې د بم غږ ته ستنېږي

‎له کاواکه پښو مې هم ساه پناه کېږي

‎خو حیرانه یم چې ولې

‎د کلا بلۍ نړېږي؟

‎زموږ د جنګ کلى کور و

‎رڼه ورځ کې به د تورو ذهنو شور و

‎ببر سر به یې په کلي ګرځولو

‎ور به یې تل په تور ټوپک راماتولو

‎د یوې ګولې ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ سوال یې کولو

‎موږ له ‌‌‌‌‌‌ډاره هغه لور ته نه کتلو

 

‎او بېګاه په نېمه شپه کې

‎چې مې زړه و ستوري راوړم

‎یو په تور اوربل کې کېږدم

‎بل لالا ته په کړکۍ کې کړم راځوړند

‎زما سترګې پټې نه وې

‎الوتکې پلو خلاص کړ

‎تک سره ستوري یې شېندل

‎خو دا ستوري ښکلي نه وو

‎دا لمبې وې لندې غوښې یې را وسوې

‎په اوربل نه ځلېدل

‎د پړونی څو ریتاړې مې اېره کړې

‎او سلګۍ مې یې په نیمه، نیمه شپه کړې

 

‎شپه سبا ده

‎لمر ویښېږي

‎زه بې سېکه

‎نړېدلي کور کې ناسته

‎زړه مې رېږدي

‎ببر سري به نن بیا راپيدا کېږي

‎او سبا به بېرته سره ستوري ورېږي

‎خو حیرانه په دې جنګ کې

‎زموږ بلۍ ولې نړېږي؟

میینبشپړ شعر ولولئ

میین

د اغلي شفیقه خپلواک

یو څوک خو شته چې لیونی دی په ځان نه پوهیږي

دا لیونی په رسېدو د ارمان نه پوهیږي

د شپې چوپتیا کې مې د زړه رګونه سپړي راته

له جنتونو یې خوبونه دي راوړي راته

زما د سترګو د پیالو د څښلو وس نلري

زما په وړاندې په وجود کې هېڅ نفس نلري

لکه شنه پاڼه زما د سترګو په اورونو سوځي

هغه میین څومره نازک دی په نازونو سوځي

زما د لاسو په پستکو ځنځیرو کلک تړلی

انځور مې کاږي خو تقدیر ترېنه مویک تړلی

شپه کې راځي د خوبیولي وجود سر ته ناست وي

د ژوند له یخو نه زما د ارواح لمر ته ناست وي

هغه میین چې روح مې لمانځي په سپېڅلو سجدو

د خپلې مینې اظهار کاندي په پرېولو سجدو

اه خدایه ښه ده یو څوک شته چې زړه ور وبښمه

له تقدس او مینې ‌‌‌‌‌‌‌ډکه خوله ور وبښمه

د خپلې غېږې په جنت کې ترې کوثر جوړ کړمه

د پسرلنو سترګو اسمان کې ترېنه لمر جوړ کړمه

ورځمه خواته انګوري وجود شراب وربښم

شور به ترې جوړ کړم له مستۍ نه ډک شباب وربښم

اې

خدایه! خدایه په دنیا کې دې جنت جوړوم

د یوه ښکلي په زړګي کې محبت جوړوم

نجلۍبشپړ شعر ولولئ

نجلۍ

د اغلي شفیقه خپلواک

اې

توتکۍ

کله چې چا درنه وپوښتل

دا باران کې وچه نجلۍ څوک ده؟

 

ته ورته ووایه:

هغې د میینتوب په ارمان

زړه په لمر وچ کړ

په ارواح یې ازغي وټومبل

یوه بې پناه ونه یې پکې ونغښتله

 

په روح، زړه

هیڅوک،

هیڅ وخت ور میین نه شول

 

او کله چې دا میینه شوله

سترګي یې ویلې

لاسونه پردي

پښې شنډې

‎دردبشپړ شعر ولولئ

‎درد

د اغلي شفیقه خپلواک

څه که ته هم سیوری

‎زه هم سیوری یم؟

‎څه که مینه وهم وي

‎او تنهایي دروغ

‎څه که ژوند ساه نه لري؟

‎څه که زمونږه زړونه

‎لکه سپوږمۍ خپله رڼا نه لري؟

‎څه که ړانده یوو مونږه؟

‎څه که باڼه مو رپېدا نه لري؟

‎څه که سکون کاذب وي؟

‎څه که کتاب ټکی رښتیا نلري؟

‎څه که موږ نه یوو روان؟

‎څه که مو دا پلونه مانا نه لري؟

‎څه که دا ستا لاسونه بل نڅوي؟

‎او یا زما لمنه بل څرخوي؟

 

‎څه که ته وریځه یې

‎او زه هم لړه یم؟

‎څه که بادونه مو په یوه ساه یوسي؟

‎څه که دا هر څه انعکاس د بل څه؟

‎څه که له مونږه سره نه دي، مل څه؟

‎څه که زما خبرې زما نه دي؟

‎او یا د تا کیسې د تا نه دي؟

‎څه که داغونه مو رښتیا نه دي؟

‎څه که ساه ګانې مو روا نه دي؟

 

‎څه که دا کرښې هم دروغ وختې

‎څه که د لمر وړانګې هم نه ښکارېدې؟

 

***

‎که زه تور سیوری یمه

‎او ته هم وهم، وهم

‎که دغه هر څه له وریځو جوړ وي

‎او یا دا هر څه یو انځور د بل څه

‎که مې خپل ځان هم زما خپل نه وي

‎خو دا یو درد!

‎دا دې زما واوسي

‎بس دغه یو درد دې رښتیا واوسي

‎خو دا یو درد!

‎دا دې زما واوسي

‎بس دغه یو درد دې رښتیا واوسي