پښتو ادب · شاعران
جاويد ودان
د جاويد ودان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
ښاغلی جاويد ودان د ننګرهار ولايت د آچين ولسوالۍ د عبدلخيلو د چينې د کلي اوسيدونکۍ. تقريبا لس کاله کيږي چى شعر وشاعري کوي زده کړې یې اتم ټولګي پورې کړې دي.
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
درپسې ګرځمه او ګورمه دنـيا درپسې مړ مړ يمه
خه مې هير شوى وې اوس بيا درپسې مړ مړ يمه
چـې مې په څــه هنر په زړه باندې راننوتې
چې دې څـــه وکړله پـه ما درپسې مړ مړ يمه
ټول عمر جنګ دى او لوګي دي او تـياره تـياره ده
چرته راځې که نه رڼا درپسې مړ مړ يمه
نور مې همداسې ليونى ځان پسې مه ګرځوه
يو لــــپه مــــينه راته را درپسې مړ مړ يمه
باران لوخړې دي مــــاښام دى ته هم رانعلې
ولاړ چترۍ لاندې تــــنـها درپسې مړ مړ يمه
سترګو دې څه وکړه په ما ودان خراب دې کړمه
کيږي مې بنده بنده سا درپسې مړ مړ يمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
بـــــيګا مې بيا درپسې ټوله شـــپه شــمارلې ګوتــې
ســـتا انــتظار و په غـــزل مې وړې راوړلــې ګوتــې
خورې ورې ستا په څـــير تــلې راته رياده يي کړې
پــــــرون مې ټوله ورځ اوبو ډند کې وهلې ګوتـــې
ته خــــــــو يي وګـــــوره لا وايي انـــــتظار څه وي
درپسې نيم سات کې مې څومره دي چيچلې ګوتې
ستا په سر داسې کانه هم راباندې شوې ده چې
حلک راپسې وو او له مانه يي پريکولې ګوتې
عشق رښتيا ړوند وي مونږ دواړو هيڅوک نه ليدله
مــــونږه ولاړ وو راتـــــه حــــلکو رانيولې ګــوتــــې
هعه ژړل زمــــا هـــم ويښته په سر کې نيع ودريدل
ودانه تــــا چــــــې د ايـــــتـــيم په سر راښکلې ګوتې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
خـــــزان مــــوسم و او له ونو تويدې پاڼې
ما به تصوير درله ويــــسته تا رانيوې پاڼې
ستا په تصوير کې ستا په زنه آ حال چا ايښى دى ؟
د ګل ډنډر دى او ورکړي ئي دي درې پاڼې
ته رانه لاړې او که څه دي بدرنګ خوب مې وليد
ما به ځولۍ ترې ډکوله او باد وړې پاڼې
ما مې هغه ورځ زما او ستا تصويران وسوزول
په کومه ورځ چې ته زما له غيږې تلې پاڼې
زمــــا د ژوند د ډيـــوې هلته وې يا مړې پاڼې
ستــــا په ډولۍ چې د ګلـــونو وريدې پاڼې
څه په کمکۍ ځوانۍ ايره شوې د ودان وجوده
څه په کمکۍ ځــــوانــــۍ دې اخ ورژيدې پاڼې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
د خداى حسن خلقت ته په سجدى شوې او که نه شوې
آي زړه پسې بهر له دايرې شوې او که نه شوې
د زړه له ډيره درده چې مى آه د خولې نه ووت
راښکته له آسمان نه پريښتې شوې او که نه شوې
همدا د پښتنې ميني آثر وي اضطراب وي
ته وګوره په واورو کې خولې شوې او که نه شوې
لږ راشۍ جنګ پرستو قدم ځاى په کې پيدا کړۍ
راتنګې مو د کلي هديرې شوې او که نه شوې
خپل حسن خيژولې وې غرور د اسمان سرته
راپريوتې ښيرې مې درپسې شوې او که نه شوې
تقدير چې مو ترمنځه جوړول تور ديوالونه
رښتيا ووايه سترګې دې لمدې شوې او که نه شوې
عابد د مور دعاوو روڼ مشال ځان سره واخيست
رڼا ورته د ژوند تورې تيارې شوې او که نه شوې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
زما د زړه په پرهرو دې اوبــه وشــيندلې
اوبه اوبه شوم په اوبو دې اوبه وشيندلې
کړه دې خوشبو سره خوشبو ګډه نشه نشه يم
ســــهار سبا په کشمالو دې اوبه وشيندلې
نور سوزيدمه د فراق اور مې و بل په وجود
خه شوه چې راعلې په لمبو دې اوبه وشيندلې
راته دې کيښودلې سترګې په زړو زخمونو
په مړاوې مړاوې ګلابو دې اوبه وشـــيندلې
ستا د ودان نه هعه ورځ درپسې ساه وتلې
چې په ډولۍ څو جينکو دې اوبه وشيندلې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
تيــــارې نه مې را وباسه رڼا ته ليونۍ
د ځان سره مې ونيــسه يو خوا ته ليونۍ
هوا راکړه اوچت مې کړه هوا ته ليونۍ
بو مې ځه د سترګو لوي دنيا ته ليونۍ
سبا خبرې کيږي به سبا ته ليونۍ
د اوس خبرې ولې پريږدې بيا ته ليونۍ
چې ولې به تاړه ما په رومال باندې خپل سر
اوس مې هم ويلې نه دي چا ته ليونۍ
چې رامې وړي همزولي ګلان ما ته ليونۍ
چې تورې کړي همزولې سترګې تا ته ليونۍ
ودان په بارانه شپه درنه عواړي او که نه ؟
ودې نيسه عوږ د زړه درزا ته ليونۍ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
يو پړک کتو پسې دې ټوله شپه لويده ستوري
د سمندر په غاړو اوس هم دي پراته ستوري
ته راپه زړه وې ما مې اوښکې تم کولاى نه شوې
په بيګانۍ شپه درپسې شو بلا مړه ستوري
څه ماشومتوب و ما به جوړه کړه سپوږمۍ له ګوتو
څه ماشومتوب و تا به هم په لاس ويسته ستوري
ما به نو څنګه په يوه ساه باندې نه څښله
يو چا به هره شپه په لپه کې راوړه ستوري
زما وجود کې به بيا ډير وخت رڼا نه ورکيده
ما به چې تاپسې ژړل نو ما خواړه ستوري
بيا ئي باڼه اوبلن اوبلن و بيا رټلې وه چا
بيا ئي په سترګو کې ودانه غړيده ستوري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
اوس هم نشه و سر تر اوسه ګرزيده په غزل
نن مې دي څښلې په لفظونو کې رانجه په غزل
چـــــا ميکدې ميکدې سترګې عونډه منډه زنه
پيالې پيالې بنګ او لونګ به مې خواړه په غزل
چـــــا راته وويله خپله ترې خبر هم نه يم
يوې جينۍ مې دى بايللى بيخي زړه په غزل
د چا په سترګو کې مې خوښه شوه راګز مې کړله
څنګه ده تــــوره جوړه ښه ښکارې که نه په غزل ؟
هر مازديګر د شنو طوطيانو سيل کيني ورته
ودانه بيا دې زرعون شوي دي واښه په غزل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
غزل غزل يي سترګې کاږه واږه باڼه د سترګو پاسه
ټومبلى ګل په شان يي زمـــــا زړه د سترګو پاسه
زه هره ورځ ترې يو غــــزل ته سترګې تورومه
هغه ګدې هره ورځ دومره رانجه د سترګو پاسه
د چـــــا په رومـــــال آچوي ګــلان او ورته ژاړي
زلــفان لکه مـــاران ورته پـــــراته د سترګو پاسه
سترګې يي اوس جــــنګ کې د بڼو ورول نه کړي
يو وخـــت به يي کـــتار زړونه راوړه د سترګو پاسه
کــــه پيژني يي هم نه ورته کلکه غـــــاړه ورکړي
خو نه ګوري ميلمه ته پښتاته د سترګو پاسه
ودانه دا ســـړى په مــا او تا باندې شکـــمن شو
څه ډير يي يو او بل ته راکاته د سترګو پاسه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جاويد ودان
تر اوسه مې نمجن پروت دى ګريوان په سمندر کې
بــــــــيګا دې ياد راوښوده اســـــمان په سـمندر کې
ته راشه درته کوم ډول ســـــينګار يي دى در کړى
ته راشه لږ دې وګوره خپل ځــــان په ســـمندر کې
هر څاڅکى چې رالويږې نو تصوير دې پکې پروت وي
دا څو ورځې ورييږي شړک باران په ســــمندر کې
چې دا سړى به کله د سپوږمۍ غـــــيږې ته رسې
هغه پاس په اســـــمان کې دا روان په سمندر کې
وجود مې رانه نيم نيم خورې همداسې ختموي يي
وجود ته مې پـــــــراته دي څو مهيان په سمندر کې
ورک دى پکې اوس هم د چا سترګو پــــــيدا نـــه کړ
ماشوم و چــــــې لويدلى و ودان په ســــمـــندر کې