د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سهیلا حسرت نظیمی

د د اغلي سهیلا حسرت نظیمی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 تا غـــزل غــــــزل بللم اوس په ژبــــــه درته خپور يم

تا چمن  چمن  بللم اوس شين شوی دې په كور يم

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

قسمبشپړ شعر ولولئ

قسم

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

 «ستا دې قسم وی چې په دغه لار مدام راځه»

ستا به سلام ته یم ولاړه، هر ماښام راځه

ستا دې قسم وی چې دې حُسن رانه مه سپموه
لږ مې د تږي زړه لپاره په خرام راځه

 ستا دې قسم وی نور د ژبې پرهر مه راکوه
د مینې جنګ ته لږ دا توره په نیام راځه

ستا دې قسم وی مساپر ذهن مې مه ځوروه
چې درته راشمه یواځې په سلام راځه

ستا دې قسم وی زیږ خاطر دې له ما نه کړې خپه
لږ چې راګورې نور په هیله او اکرام راځه

ستا دې قسم وی  دې کوڅه کې ستا لیدو ته مې زړه
غلچک نظر ته کړي ترپکې، په پیغام راځه

د ۲۰۱۳ کال د جون د میاشتې شپږمه

 

غزل غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل غزل

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

تا غزل غزل بللم اوس په ژبه درته خپور يم
تا چمن  چمن  بللم اوس شين شوی دې په كور يم

ما چوپتیا ده ماته کړې ما نڅا ده ګډه کړې
تا مي شرنگ او زوږ غوښتلو ګوره څنګه اوس په شور يم

په کټ کټ خندا راپاڅم تا چې وګورم په خوب کې 
بيا په زړه باندې سوځیږم يا خو ناسته په يو اور يم

چې غلچک دې چیرې ګورم ، یا دې لولم په غزل کې
رنګ د خپلې مينې وینم يا په زړه دې پروت انځوریم 

چې دې نوم په شونډو واخلم ، زما غزل په خیالو رنګ شي
سر تر پایه راته ګوره، زه د مینې ډک یو شور یم

څه تیارې دې غځیدلې، پر رڼاوو پابندي ده
دتیارو په دې څله کې، د رڼا ورکړی پور یم

09.01.2013
 
عادتبشپړ شعر ولولئ

عادت

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

تا سره عادت شومه، ستا ياد سره عادت شومه
ستا له دې بې پايه اعتماد سره عادت شومه

تل وم له دامونو ترييدلې او په تيښته كې
تاته رسيدلې له صياد سره عادت شومه

راكړه مولا! راكړه ماته نوُر په تاريكيو كې
چا سره په جنگ كې، له جهاد سره عادت شومه

ریږدم د قصاب د سرې چړې په تش لیدلو خو
تا په شان د مينې له جلاد سره عادت شومه

وخت رارسيدلی چې زه ترك د عادتونو كړم
غم دادی چې ترك د اعتياد سره عادت شومه

ستا د ليدو هيله ورځ تر ورځې په حسرت اوړي
داسي نامعلوم غوندې معياد سره عادت شومه

سهیلا حسرت نظیمی
22.11.2012
 
زما سهاربشپړ شعر ولولئ

زما سهار

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

 

ته مې سهار يې له خوبونو راويښيږم په تا
ته مې رڼا يې له تيارو نه راخوځيږم په تا

لمر د سهار، نم د باران، قوت د زړه يې زما
زه تازه كيږم، زرغونيږم، آباديږم په تا

د زړه جمال  دې راته حسن كې هميش څرگند شي
لا هره ورځ تر بلې ورځې مينيږم په تا

كله خنجر شې كله زړه باندې مرحم لگوې
زه ټپي كيږم وژل كيږم ژوندۍ كيږم په تا

شيبې د وصل ته دې لاس په دعا ناسته يمه
زه اوبه كيږم، ويلې كيږم او ژړيږم په تا

د ۲۰۱۳ کال د نوامبر شلمه

 

ولې تښتيبشپړ شعر ولولئ

ولې تښتي

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

 

عشق كي يې چې څومره تغافل كړم رانه وتښتي
دې كې څه راز نغښتی چي يې ښكل كړم رانه وتښتي

ويښه راكې بيا ها پخوانی ويده سندره كړي
سر چې يوه نغمه لكه بلبل كړم رانه وتښتي

خړه خړه وريځه شم تر سر پورې يي ورسم
نم یې په  باران  چې کوږ كاكل كړم رانه وتښتي

زما په مينه خاندي، ورته ټوكې او ټکالې وي
ټينگ چې ورته ځان لكه بابل كړم رانه وتښتي

كله ورته ګل كله ګلاب د ښايسته بڼ يمه
ځان چې ورته پاڼې پاڼې ګل كړم رانه وتښتي

داسې د زړګي پټو پردو كې مې نغاړلی وي
خلاص چې ورته شرحه شرحه دل كړم رانه وتښتي

د ۲۰۱۳ کال د مارچ دمیاشتې دریمه
 
لمر او بارانبشپړ شعر ولولئ

لمر او باران

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

 

ګرمې تندې پسې څه ښکلی باران شو
ستا خندا غوندې په لمر باندې چې وران شو

ستا د اوښکو هر یو څاڅکی یی را یاد کړ
ګرم ګرم می چی لوند داسی ګریوان شو

لمر ځلا کړه راخوره په خپلو وړانګو
زړه می یو واری چې بیا درته نادان شو

څه هوا او څه فضا ده زموږ د مینې
«کله لمر کله باران یی ستا په شان شو»

ربه مه اخلی له ما دا دواړه فصله
نم د سترګو کی می زړه راته خندان شو

د ۲۰۱۲ کال د جولای د میاشتې اتمه/ کابل
ګوزارهبشپړ شعر ولولئ

ګوزاره

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

 



تږې شمه مینې ته دې نور به څه چاره کوم
لږ دې د دې تورو تورو سترګو نظاره کوم

ورانه شم آباده شم او بیرته بیرته ورانه شم
ساه وځي له تن نه په غزلو نغاره کوم

زړه می درنه صبر کړم که لاره درنه چپه کړم
نور به څه ظلمونه په دې خوار زړه بیچاره کوم

ستا هیله ثواب ګڼم خو ځانته ګناه جوړه کړم
ستا له تریو تندي سره تر عمره ګوزاره کوم

نور له تږي ژوند نه د کوثر جامونه تښي دي
هرڅه چې کوم زه به یی ستا په اشاره کوم

د ۲۰۱۳ کال د جنوری د میاشتې یودیرشمه
ګودربشپړ شعر ولولئ

ګودر

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

 

لاړه تر ګودر شم وچه خوله بیرته راوګرځم
بله لار مې نه وی په دې پله بیرته راوګرځم

ستا زیارت ته راشمه حسرت په ګوګل یوسمه
زړه مې سوځولی په شغله بیرته راوګرځم

څومره د سړو سړو مخونو آيينه شومه
مخ چي رانه واوړي په كنگله بيرته راوگرځم

چيرته د داړونكي ځناور مخې ته ورنشم
تا نه چې رادرومم په ځنكله بيرته راوگرځم

تاو رانه پوړنۍ شي په غاړه غرغرې په شان 
جګه مې نیولې ستا شمله بیرته راوګرځم

17.12.12
سوړ نظربشپړ شعر ولولئ

سوړ نظر

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی


ستا د تودې خوا په حرارت باندې تودېږمه
سوړ نظر دې مه راوړه يخنو كې دې سوزېږمه

غم راباندې اوري خوږ خاطر دې مرور چې شي 
سولې ته دې جنگ كې سوې سوې ايرې كېږمه

تاته مې انځور د زړه اخلاص سره ملگری وي
زه دې د يادونو تصويرونو كې ډوبېږمه

لوېږې د بڼو غوندې د سترگو په هر رپ كې  ته
تا ته به يوازې خمارونو كې يادېږمه

خوږ غزل دروړاندې کړمه سترګې ترېنه چَپې کړې
هر ځل په بیان د کلامونو دې شرمېږمه

د ۲۰۱۳ کال د جون د میاشتې پنځلسمه
راستيبشپړ شعر ولولئ

راستي

د اغلي سهیلا حسرت نظیمی

 

دا په مینه چې ځوریږم، دا د عقل یوه نیستي ده
دا د میو نشه نه ده دا د مینې بد مستي ده

دا نن ورځ چې ماښام شوې دا د مستو ستورو شور دی
دا د ویر تاریکی نه ده تورتمونو کې هستي ده
 
دا چې سترګې خوني شوې دا د غم له اوښکو نه دي
دا د مینې پورته اوج دی دا زما بت پرستي ده

د جفا اثر یی نه وو د وفا هنر یی زه وم
لا په تن کې چې خوځیږي دا مې خدای سره راستي ده

چې یې ستایم چې یې لمانځم دا د کوډو اثر نه دی
دا سجده  زما د ننه راسره له الستي ده

د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې دوولسمه
جرمنی