د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

طاير ځلاند

د طاير ځلاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

15 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 په  درد ابـاد يم، کوم ژوند له اضطرابـــــه سره

دامې صـــلـــه شوله د مينې، له ګلابـــــه سره
 
پورته له خاورو يې کړه بېرته يې دخاورو کړلو 
مزل نــيمګړى د شبنم و  له افتابــــابه سره
 
له تنــدې مړه شي، د ژوندون د سمندر په غاړه
چې اشنا  نه  وي د حــــالاتو له سرابه سره
 
هر يوماښام ددې وطن وي د غمونو سره
هر يو سهار يې وي تړلى له عذابــــــــــه  سره
 
غزل چې کله ځان لباس کې د هنر ونغاړي
طايره! ښکلې شي دا ناوې له حـجابــــــه سره
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 ګردونه دي په سترګو دې دپاسه آيېنې

دا ولې شولې دومره بې احساسه آيېنې
 
تاو کړی هرسړي و له خپل ځان ځنې حجاب
يو ته يې، چې دې ښار کړې بې لباسه آيېنې
 
راټول يې ښايستونه وو موسم کې د ځوانۍ
له ځانه شوله ورکه ستا له لاسه آيېنې
 
چې هر خوا مې کتل يو ستا تصوير و ،ستا تصوير
وتل مې منظرونه له حواسه آيېنې
 
پکې نه و طايره، د وختونو خط و خال
لوېدلې که د زړه له انعکاسه آيېنې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

نيمه شپه دې د ياد وحې په ما وشي
نيمه شپه بدل د زړه حالت زما وي 
 
يوسف مخی به په مصر کې خرڅيږي
او خوشاله به په خوب کې زليخا وي
 
چې ماښام شي نو دويرې پاچاهي شي
لکه پاتې چې په دې کور کې بلا وي
 
داسې وخت ته انتظار کوو طايره!
چې را ويښ شوو نو بدله دا دنيا وي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 که چرې راغلې نو سپرلى به ځان سره راوړې ته

دهـيلو سيمې تـه به بـيا د ژونـــد نغمـه راوړې ته
 
ستا د دعا زانګو د وخت غيږې ته پريښى نه يم
مورې! که شپه راشي نو زر ورته ډيوه راوړې ته
 
دشپې سپوږمۍ ته د خپل زړه پرهر ټکور کړمه زه
سهـار يې بيــا بـاده لـه زلـفو نه وږمـه راوړې تـــه
 
دپيغـــــلو هــيلو پـــه نغمو باندې ودان به شي بيــــا
دزړه ګــــودر تــــه کـــه اشـــنا د عشق ټپه راړې ته
 
دا خامـــوش خلـــک به د ښار کوڅو کې وګورې بـــيا
طايره! دوی تـه کـه د سترګو آيېنه راوړې ته
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 دلته نظر سوزي يارانو او ځيګر ماتيږي

دا څنګه وخت راغى چې ګل په خپل ډنډر ماتيږي
 
د ژوند په لار مې هيلې داسې ځوانې مرګې شولې
لکه د پيغلو نه منګي چې په ګودر ماتيږي
 
هسې سراب باندې د زړه دښته خړوب څنګه کړم
د تږي تنده خو اشنا په سمندر ماتيږي
 
زه د باګرام د ښکلو ياد په کې ساتل غواړمه
خو په يو تور لاس مې د زړه د قلعه  ور ماتيږي
 
طايره! زه يې هم ځان بولمه اغيار يې هم ځان
ګوره چې کاڼى به اخر د چا په سر ماتيږي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 زما سترګې، ستا جمال دی ، خوب او خيال دی

دا منظر، دکوم يو کال دی ، خوب او خيال دی؟
 
لاس مې ايښی په کتاب دی، که ريښتيا شي
ستا په نوم باندې مې پال دی ، خوب  او خيال دی
 
امکان شته، چې  ستوري ځمکې ته راکوز شي
خو ته وايې ،چې محال دی، خوب او خيال دی
 
ماخو نه ګنل، چې زړونه به، بدل شي
زمونږ منځ کې، چې ديوال دی ، خوب او خيال دی
 
شب پرست خو به طايره، هرڅه وايي
په لمرونو، چې زوال دی، خوب او خيال دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 ساتلې مې اشنا په ټوله لاره ده په لپه کې رڼا

راوړې په سختۍ مې تر دې ښاره ده په لپه کې رڼا
 
احساس ورسره مل دی دراتلونکو ماښامونو په دې لار
راټوله دخپل ذات له انتشاره ده په لپه کې رڼا
 
خوشبو به دوجود يې د ژوند نوې هوا ويشي په هرلور
نن ځکه په نڅا  له خپل خماره ده په لپه کې رڼا
 
چې کړې تماشه يې ستا د بام ده په مرګي هغې منصور
راوړې يې د ژوند له دغه داره ده په لپه کې رڼا 
 
د وهم تورځنګل دی ،ښار تنها، په کې وسېږم له مودو
نيولې مې طايره! دې دپاره ده په لپه کې رڼا
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 داسې نه ده چې په مثل خاک و خس دی

ژوند خو خپله دبقا دلار هوس دی
تور اوربل دې دمخ لمر دی مړاوی کړی ؟
که پرېشان له نوي غم زما اولس دی
محبت دې حوصلې کړې زما لوړې
ګنې درد دې له پخوا نه يو په لس دی
کتابونه مې خواره واره پراته دي
پکې ورک رانه تصويرد يوه کس  دی
بيا مې چا دکور ور نيمه شپه ټک ټک کړ؟
بيا مې ولې ورخطا هر يو نفس دی؟
ستوري کاڼي دي ، په کاڼوباورنه کړم
انتظار دلاسو کرښو ته عبث دی
شېبه مخکې په دې ځای کې څوک ولاړ وو
داچې اوس دلته ولاړ ګل دنرګس دی
په غزل کې مې خواږه له بل ځي نه دي
راټول کړی مې د تا له شونډو رس دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

داسې حالاتو کې چې حال دچا دحال نه کيږي
مينه دزړه هم دپی مخيو په جمال نه کيږي
 
مدام دبل څېرې ته خپل نظر کې ځای ورکوي
هسې په هسې آيېنو ته استقبال نه کيږي
 
له هغې خوا يې اوس هم اورمه درزا دزړګي
تړون دزړونو ماتول خو په ديوال نه کيږي
 
چې دهيچا په شونډو نه وينم خندا دژوندون
زما باور په نوي کال د نوي کال نه کيږي
 
طايره! مونږ خاموش سفر دوخت په لارنه کوو
هرڅه به کيږي او له حضر نه به سوال نه کيږي؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 رانه تاوه دايره ده توره شپه ده توره شپه ده

دخوبونو سلسله ده توره شپه ده توره شپه ده
 
يو ساعت مخکې زه هم وم يو ساعت مخکې رڼا هم
اوس نه زه يم نه هغه ده توره شپه ده توره شپه ده
 
په دې دومره کانيات کې هر سړی تنها تنها دی
مايوسي هر خوا خوره ده توره شپه ده توره شپه ده
 
رڼاګانو ته دستورو، ددې خلکو ضرورت دی
لاخو ډيره فاصله  ده توره شپه ده توره شپه ده
 
حقه داده چې طايره! مونږ له ځانه پردي شوي
چې زمونږ دزړو کيسه ده توره شپه ده توره شپه ده