پښتو ادب · شاعران
ممتاز اورکزی
د ممتاز اورکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
نوم ممتاز الرحمن
ادبی نوم- ممتاز اورکزی
د پلار نوم -نور اصغر
ممتاز اورکزی په ۱۹۷۲ کښی په دی دنیا کښی سترګی غړولی دی ابتدای تعلیم یی په خپل کلی توره وړی کښی حاصل کړی دی او لسم یی د ګورنمینټ های سکول داوابه نه کړی دی دولسم یی د ګورنمینټ هایر سینکنډری سکول خیبر بازار پیښور نه کړی دی د شاعری سره یی مینه له وړوکوالی نه وه په څلورم پینځم ټولګی کښی وو چې شعر به یی لیکو خو د ۱۹۸۶ نه یی ښه پخه شاعری شروع کړی ده ممتاز اورکزی صیب زیاته ناسته د حمزه بابا او قلندر مومند سره هم کړی ده او په دغی باندی خوشحاله نه بلکښی فخر پری هم کوی د تیرو اتلسو کالو راسی د مسافری شپی ورځی د دوبی په خاوره تیره وی او د پښتو ادب خدمت یی پکښی هم ملا تړلی ده په پاکستان کښی د پښتو ادبی چمن ټل غړی دی او په دوبی کښی یعنی متحده عرب امارات کښی د اماراتو پښتو ادبی ټولنی صدر دی ۰
چاپ اثار یی دوه دی
۱ -- بنګړی بنګړی وعدی
۲--د زمکی آسمان
دریمه شاعری ټولګه هم چاپ ته تیاره لری انشاالله ډیر زر به چاپ شی
شعرونه
47 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
د ظالم ژوند مې دا کومه مرحله ده
چې دعا غواړم حسین مې وسیله ده
د ستا غم به مي زړه دوه ځایه کړي یاره !
غر که غر دی زلزه هم زلزله ده
دا لوحه لوستل د حسن ، نظر غواړي
ستا په سپین تندي نقطې نقطې خوله ده
پیژندلو ته مې څه حواله غواړ ې ؟
دا چې زه یم بس هم دا مې حواله ده
چې به زړه او ذهن یو شي پرې ممتازه !
دا روزګار نه دی د میني معامله ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
د بې غمه جانان غمه اوده کیږم
ډیر وختي به کار ته ځمه اود ه کږیم
زه به بیا کله د ستا په څنګل سر ږدم
زه به بیا کله صنمه اوده کیږم
شین ماښام دی خو څوک راشي چاته ورشم
بستره به کړمه سمه اوده کیږم
بیا دي یاد یمه په غرونو خیژولی
بیا بیخي یمه بې دمه اوده کیږم
د بیلتون ویره او خوب ؟ پاړو ګر نه یم
چې سره به د لړمه اوده کیږم
که دي خوښه وي ژوندونه ! زه ممتاز خو
د څه وخت د پاره مرمه اوده کیږم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
شــرابي شـم چي لـــېمه دې یادومه
توبه ګار شــم چي بــــاڼـه دې یادومه
چي بې زړه وم په زړه زړه کې مي ساتلې
چــــي زړور دې کــــړم په خــــوله دې یادومه
ته مـــي هېـــر کــړه زه دې کله هېروی شم
ته مـــــــــــي مـــــــــه یــــادوه زه دې یادومه
ستا سره سپين نه دي زما٬زما وطنه
کاڼــــي بــوټـــي او اوبـــــه دې یادومه
چي ممتاز دي په درد ویښ کړو محبته!
دا ښېـــــګړه دغـــــه ښـــــــه دې یادومه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
لوئې چې سینې لکه د غرونو ګرځوي
هغه خلق لارې په سرونو ګرځوي
وایه کنه ستا نصیب کوي تا سره څه ؟
ما خو چونګ دانو ته په ملکونو ګرځوي
بیا مې محبت تختوي زړه، ذهن او روح
بیا موسیقار ګوتې په سرونو ګرځوي
زه خو د ښائیست د لیونتوب هښیارئ یوړم
ما به څوک په کومو زیارتونو ګرځوي ؟
ځه ممتازه ؛ یو ته نه ئې مه ګرځه غره
دا تصویر بلا خلق په زړونو ګرځوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
زه په خپلو اوږو خپله جنازه وړم
زه چې تانه ګله ! ځمه جنازه وړم
هغه شوخ به کله کلک په غېږکې نیسم
شوخه غمه ! ستا به کله جنازه وړم
د لونګ سوی وجود دي وړم له غاړي
دا ګلاب دي له اوربله جنازه وړم
له جونګړي تر محل د امید ورا وه
تر جونګړي له محله جنازه وړم
ما ممتاز نه زړه او زهن قاتل یوړل
چې د کوم به اوس اوله جنازه وړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
غوړیدمه ستا دپاره لکه لاره
تا په شا پریښودم یاره لکه لاره
په یو زړه کې د بل زړه دپاره مینه
له یو ښاره تر بل ښاره لکه لاره
غږ به نه کړم که مې ځوک په ټټر پښې ږدي
خو راځم به تر ګلزاره لکه لاره
چې په کومه لار راغلی یې پرې ستون شه
نه خرڅیږم خریداره لکه لاره
هر څوک څه نا څه وئیل غواړي ممتازه
خالي نه وي له غباره لکه لاره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
نه پوهیږم چې به څو پوري دستا یم
نن سبا خو سر نه پښو پوري دستایم
لکه ګل مې سپینو ګوتو کې درواخله
خندېدونه رژیدو پوري د ستا یم
بیا د ځان شوم که په ځان شوم چې ته لاړې
اوس خو ښکلیه ! ستا تر تلو پوري د ستا یم
زه که ټوله ټوله ورځ د بل روزګار یم
خو تر نیمو نیمو شپو پوري دستا یم
ستا نامه ده هم یې اخلم هم يې اورم
غږیدو نه اوریدو پوري د ستا یم
کوم اختیار به زه ممتاز په خپل ځان بولم
خیال نه واخله ارادو پوري دستا یم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
ږلۍ اوري هم باران په ځمکه کیږي
سود په ځمکه کیږي زیان په ځمکه کیږي
وخت میشته په پردۍ ځمکه کړم رنځور یم
نښتر کله د ملتان په ځمکه کیږي ؟
ماته خلک ولي ستوري ستوري ښکاري
شک مې ولي د اسمان په ځمکه کیږي
نوره ځمکه نورو لوبو ته وړیا د ه
د مرګ لوبه د افغان په ځمکه کیږي
لاس په سر د هر جاګیر نه یم ممتازه !
ګزاره مې د ارمان په ځمکه کیږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
داسې مې زړه په طبیعت د خپل دلبر پوهیږي
لکه د سرو زرو په کار باندې زرګر پوهیږي
هلته که ژوند نا ممکن نه دې خو بې حده ګران دې
چرته چې څوک نه په موسم نه په منظر پوهیږي
خوله به لري چې څوک پخلا کړي تش د خلې مرور
زړه به لري چې څوک د زړه په مرور پوهیږي
مونږ مئینان یو که تپوس کوې د مینې کوه
د ستمونو په کارونو ستمګر پوهیږي
ممتازه ؛ دا زما یقین دې چې پوهیږي به خلق
اوس خدائۍ خبر چې وخت به اخلي که به زر پوهیږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ممتاز اورکزی
سبا به ستا لکه د واورې سپينه خوله وي که نه؟
سبا به زه تږی د تا د ديدن يم که نه يم؟
سبا به ستا د تسلۍ ډکه موسکا وي که نه؟
سبا به زه داسې دلگير او غمجن يم که نه يم؟
سبا به ته داسې غني د ښکلا يې که نه يې؟
سبا به زه تاته نيولې لمن يم که نه يم؟
سبا به ته د ټولو خلکو اشنا يې که نه يې؟
سبا به زه د ټولو خلکو دوښمن يم که نه يم ؟
سبا به خدای خبر ما پېژنې که نه پېژنې؟
سبا به خدای خبر په تا زه مين يم که نه يم ؟