پښتو ادب · شاعران
سید شاه سعود
د سید شاه سعود پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
28 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
جنګ د ګټې تکل نه و کیسه نوره ښکاریدله
ماښامې و په میدان کې وینه توره ښکاریدله
زما غیږه کې سر ایښې و جانان په خوب ویده و
د سپوږمۍ په تندي خال و شپه سرتوره ښکاریدله
څومره هیلې به مې زړه کې اوړیدلې راوړیدلې
ستا د کلي د غره څوکه مې له کوره ښکاریدله
خبر نه وم چې غزل به مې وجود لمبه لمبه کړي
د دوزخ دغه حصه راته بی اوره ښکاریدله
راته ورو ورو لویدله لویدله لویدله
د ژوندون دا لنډه لاره چې تر ګوره ښکاریدله
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
خپل جنون ورته ښکاره کړه نور یې پریږده
بیا یې ګوره تماشه کړه نور یې پریږده
ګلابونه رڼاګانې او رنګونه
تشې سترګې ترینه زده کړه نور یې پریږده
په څراغ کې بی له سوزه بل څه نشته
ځان پرې وسیزه لمبه کړه نور یې پریږده
ژوند که دی نه هم سوا درته مشکل شي
پاک الله ورته اسره کړه نور یې پریږده
په غزل کې ګوتې مه وهه سعوده
تخیل دې ورسره کړه نور یې پریږده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
نه تیاره یم نه رڼا یم راشه وګوره جانانه
بس هم هغه شانته ستا یم راشه وکوره جانانه
زه چې کوم طرف ته ګورم بس هم ته یې بس هم ته یې
بس هم تا ته په خندا یم راشه وګوره جانانه
آینې خو په دروغو باندې سر دي لیونۍ دي
ستا د مخ غوندې رښتیا یم راشه وګوره جانانه
زه خو بی له تا د بل چا په امکان هم نه پوهیږم
خلک واي د بل چا یم راشه وګوره جانانه
بس یو ځل یې هسې ووی درنه لاړمه سعوده
لا تر اوسه په ژړا یم راشه وګوره جانانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
نشته ! امکان ورله د کومه راوړم
چې نه یم ځال ورله د کومه راوړم
څومره په مینه یې سپوږمۍ راکړله
اوس نو اسمان ورله د کومه راوړم
واي چې ټول پکې زما غوندې وي
داسې جهان ورله د کومه راوړم
سترګې مې سترګو نه غزل جوړوي
دی نه اسان ورله د کومه راوړم
سعوده زلفو ته به څنګه رسم
دومره عرفان ورله د کومه راوړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
سپوږمۍ ته وګوره چې څنګه تر حلاله رسي
پاتې به نه یو چې خبره تر وصاله رسي
د بیستون په تماشبینو کې شیرینه هم ده
فرهاده ځه پسې تر کږمه چې کداله رسي
د رنګ او نور په معرفت باندې یقین و نه کړې
د حسن قد خو د څرمنې تر دیواله رسي
الله ته پته ده چې زړه باندې مې څه تیریږي
کوزه چې ماته شي نو کړنګ یې تر کولاله رسي
هیلې مو هور د ابراهیم غوندې ګلونه ګڼي
په حال د صبر شجره مو تر بلاله رسي
سعوده زړه کې تر امکانه پورې غم وساته
دا مرغلره به پخپله تر کماله رسي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
ګلاب له ګوتې وړي بیا اول ازغي ته ګوري
سړی خبره چې کوي نو لږ سړي ته ګوري
باهر کوڅه کې څوک نښتي دي ګولۍ وروي
ځاله کې ناسته ده چنچڼه خپل بچي ته ګوري
یو کس په ډکه میخانه کې وچې شونډې ولاړ
کله کاسې ته کله خم کله ساقي ته ګوري
رنګ یې بدل دی پته نشته چې په زړه یې څه دي
په لاس کې لیکې لټوي زما تلي ته ګوري
سجدې نه پسته رانه ورکه شي دنیا سعوده
کله مې ګس طرف ته ګوري کله ښي ته ګوري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
مخ دې د رڼا په شانته نه دی څه
ستا په شان زما په شانته نه دی څه
کوم هغه سړی دی چې مین نه دی
هر څوک د هر چا په شانته نه دی څه
ولې مې د ګل په خوا کې نه پریږدې
ولې د اشنا په شانته نه دی څه
بیا به شي اشنا خو ماته وګوره
بیا دې نن د بیا په شانته نه دی څه
ولې داسې برنده یې سعود وته
هغه د پخوا په شانته نه دی څه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
شاه سعوده مینه لاره
ټول پرې ولاړل ته یې څاره
شاعري مې هدیره ده
بی شهیده بی مزاره
ولې تش لاسونه راغلې
له دې دومره ډکه ښاره
یوه لویه فلسفه ده
له یوسفه تر بازاره
د خیبر کاڼي په څو دي
د یاقوتو خریداره
شیخه وړاندې میکده ده
دا دې لاره دا مې لاره
راځۍ چی یو شوبشپړ شعر ولولئ
راځۍ چی یو شو
سید شاه سعود
په دی ښایسته دنیا کې
په دی یوه دنیا کې
مونږه جدا جدا یو
مونږه تنها تنها یو
لکه د لاس د ګوتو
لکه د لمر د وړانګو
زمونږه پښو نه لاندې
خاوره هم دا خاوره ده
خو مونږه یو تر بله
د تورو کاڼو په شان
جدا جدا یو سره
د زیړو پاڼو په شان
شریک کلچر نه لرو
شریګ مذهب نه لرو
شریکه ژبه څه چې
شریک ادب نه لرو
یوه دنیا وه خو مونږ
په کې لکیرې راښکې
ښکلا ښکلا وه خو مونږ
پکې لکیرې راښکې
په ناپ او تول مو کړله
په ګز او نیم مو کړله
سره مو وویشله
سره تقسیم مو کړله
څه هندوستان واخسته
څه پاکستان واخسته
څه روس او چین قبضه کړه
څه رنګ او دین قبضه کړه
څه امریکې کابو کړه
څه افریقې کابو کړه
څه پکې لاندې خلکو
اسټریلیا جوړه کړه
څه پکې پورته خلکو
برطانیا جوړه کړه
خو لنډه دا چې دنیا
وخت په اوو تقسیم کړه
چا وی کلچر تقسیم کړه
چا وی اوبو تقسیم کړه
والله چې نه پوهیږم
چې چا او چا تقسیم کړه
خو زه او ته خلک وو
او ما او تا تقسیم کړه
پکې مو کرښې راښکې
په کې مو زړونه بیل کړل
په کې مو ژبې بیلې
او بیا قومونه بیل کړل
سره شریک وسیدو
بیا مو کورونه بیل کړل
او خدای دې وړاندې خیر کړي
چې نور به څه بیلوو
روح نه به تن بیلوو
تن نه به لاس بیلوو
او که حواسو نه به
د ژوند احساس بیلوو
خو دې نه مخکې چې مو
ددی دنیا په رنګې
ددی ښایست په رنکې
ددې ښکلا په رنګې
د تن اعضا جدا شي
د زړه درزا جدا شي
راځۍ د لوی نړۍ
جدا جدا ملګرو
تنها تنها ملګرو
چې متفق شو سره
چې واړه یو شو سره
لکه موچۍ په ګبین
دنیا نه تاو شو سره
او یو کلچر ومنو
او یو مذهب ومنو
او یوه ژبه وایو
او یو ادب ومنو
راځۍ چې بیا راټول شو
ویش د دنیا ختم کړو
لکه دیوال د برلین
ستا او زما ختم کړو
دا دې څه وکړل جانانهبشپړ شعر ولولئ
دا دې څه وکړل جانانه
سید شاه سعود
ستا به شونډې موسیدې خو
ستا موسکا د زړه نه نه وه
ستا زما لپاره مینه
په رښتیا د زړه نه نه وه
ستا د لاس لیکلي ټکي
ستا د زړه خبرې نه وې
خواږه زهر وو د مکر
ستا په خوله خبرې نه وې
ستا کتل فریب فریب وو
ستا خندا ریا ریا وه
ستا د مینې مقصد څه و
بس دنیا دنیا دنیا وه
خپله پورې غاړه ولاړې
زه دې منځ دریاب کې پریښوم
دا دې څه وکړل جانانه
دا دې کوم عذاب کې پریښوم