د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جلال امرخېل

د جلال امرخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

مرور غم  دې زړه تــــــه څـــــه په ټيټو سترګو راغی
لکه مـــــــاجـــــــر چـې په واپس افغانستان ته اوړي

ځار د پښتو له فلسفې ،چې غشی بل ته جوړ کړم
څو شېبــې پس مې د کمان مخه خپل ځان ته اوړي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

72 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

د  مينې سيند چې د يقين پر ژۍ ګمان تـــــــه اوړي
تاوان له دغه ځايه فصل د ايـــــــــمــــــان تــــه اوړي

خيال مې چې کله لاره ورکه کړي ستا در ته درشي
پــــه نــــاچارۍ کې سترګې خاماخا اسمان ته اوړي

مرور غــــــــم دې زړه تــــه څه په ټيټو سـترګــو راغی
لکه ماجر چې په واپـــــــــس افـــغــانسـتان تــه اوړي

ځار د پښتو له فلسفې ،چې غشی بل ته جـــوړ کړم
څو شېبې پس مې د کمان مخه خپل ځان تـــــه اوړي

د سوز او ساز وجود د عشق په نري تــــــــــــار تړلی
ګېډۍ ،ګېډۍ څڼې په شړک ،شړک يه قربان ته اوړي

د زړه د درد اوښکو دې وېوړه د غــــــومبورو مــــــــزه
د سرو کوترو رنګ د شنه ژمي بـــــــــاران تـــه اوړي

پښتون به بيا له فرعوني قتل عام کوم پــــــلو ځي ؟
موسی به بيا چې د کوم مصر بيابان تـــــــــه اوړي ؟

مخالفتبشپړ شعر ولولئ

مخالفت

جلال امرخېل

په پټه ، پټه نه کيږي اشنا مخالفت
په کار دی د سقاو ښه برالا مخالفت

دربار و او سرکار و ؛خو ناتار يې و په قام
اعلان کړ د مغول چې خوشالا مخالفت

سبا مې په سل واره بدتريږي تر پرون
کووم ځکه د دور د بقا مخالفت

چې هم يې د سر خير غواړې او هم د سر بلا
په دې ډول خو نه کيږي د چا مخالفت

ځه خير ! ، زه يې منم ؛خو عجيبه خبره نه ده؟
" نظام ته تبليغات او د پاچا مخالفت "

جګړې د ارزښتونو زموږ لارې کړې جدا
په سرو ،سپينو خو نه و زما او ستا مخالفت

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

لـــکه ډيـوه  راځي ، چــې توره شپه شي
خيال ته هــغه راځي ، چې توره شپه شي

جار دې له ستــرګو، ســـترګـې مه پټوه
په ما خوله راځي ، چې توره شـــپه شي

غم او ستا ياد لـــکه همزولې خويندې
جوړه جوړه راځي  ، چې توره شپه شي

 لــــکه اروا مـــې پر وجـــود شي خـوره
لــــکه وږمه راځــي چې توره شپه شـي

د هــــغې يـــــاد مــــــې د زړګــي د پرهر
په تماشه راځـــي چې توره شــــــپه شي

سړی چې ړوند شي عشق يې هله لوټي
غــــل خو هـــله راځي چې توره شپه شي

جلال ماښـــــام لـــــه کــــوره ســم ووځي
نـــــشه ، نشـــه راځي چې توره شپه شي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

خـــــوب او خيــــالات يــــې کــــړم ، دانــه وانـه يې وشــيندلم

خــــــپل حرکـــــات يــــــې کړم ، دانــــه وانه يـــــې وشـــيندلم

لکــــــه پښــــــتون وجـــــود چــې لږ وم په خپل ځان راټول وم

بس خو چې زيات يې کړم ، دانــــــه وانـــــه يـــــې وشـــيندلم

بنــــدګــــــي ښــه وه ، د بنـــــده تــــــبر مــــې ســـــر نه ليده

لات او منـــــات يې کــــړم ، دانـــــــه وانـــــــه يـــــې وشيندلم

شعر يې کړم ، شين يې کړم د شاړو زړونو شــــنه ځنګل کې

اخ کــــــــائېــــــنات يـــــــې کړم ، دانـــــــه وانه يـې وشــيندلم

هېـــــــر يې کـــــړم ، هېر ،  لــــــکه وعـده د سندريز مازيــګر

او مــــــلاقـــــات يـې کـــــړم ، دانه وانــــــه يې وشيـــــندلــم

سور ګـــــــــل په لاس ، ژېــــــړه جوړه کـې ، يقينې يې نه کړم

شــــــــک او شبـــهات يـــــې کړم ، دانــــــه وانه يې وشيندلم

ميــــــنې کانې وکـــــــړې  نامردې ،  در پـــــه دره يـــــې کــړم

جلالـــــه ! مـــــات يــــې کـــــــړم ، دانه وانه يـــــــې وشيندلم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

خلک وا په اوښکو يې باڼه خيشته
دا خو مې په سرو وينو د زړه خيشته

اخ بلا رازونه به خولې وسپړي
اخ په شنه سحر دې کړل وېښته خيشته

ځه ! چې په ژړا کړو د زړه زور اوبه
پرېږده چې باران مو کړي لامده خيشته

دنګې ! د اسمان او سمندر په شان
يو د بل په اوښکو يو خيشته،خيشته

ژاړم، چې خپل زړه ته دې راښويه کړم
نرم شي ، چې کاڼي شي د غره خيشته

لاس د رقيب ستا د تورپيکي زوال
زر مه شه  د  مسو په اوبه خيشته

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

هره کيسه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
شېبه ، شېبه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

يو څوک خو وه ،چې ته يې ما ته راترغاړې وېستې
درده ! هغه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

چې ( نه ) دې وکړه ، په ژړا شوې نور مې نه ياديږي
هغه صحنه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

دې زمانې دومره له ډاګې ډاګې ويشتی يم چې
زما نامه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

ژمی ،  کابل  ، زما غربت او ستا نرۍ لوپټه
د باران شپه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

مورې ! دنيا راباندې وچورلېده،  سر مې دروند شو
مورې ! قبله له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

لکه اروا ، لکه وږمه شوې د ګل
چې پر وجود خوره وره شوې د ګل

ته چې وړه وې ، دومره ښکلې نه وې
اوس چې رالويه شوې ، غونچه شوې د ګل

بيا مې له سترګو ، سترګې نه اړوې
ته جوړې بيا په تماشه شوې د ګل

نېکمرغه خاله ! د هغې پر جبين
شکر اوباسه چې حصه شوې د ګل

زړه ! مينې مات کړې ، پاڼه پاڼه يې کړې
لکه اوربل دانه وانه شوې د ګل

جلاله اوس دې نو ايمان ته خير شه
اوس چې پر شونډو اموخته شوې د ګل

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

د محبت دارومدار د سړي ملا ماتوي
زړګيه ! دغه کاروبار د سړي ملا ماتوي

څه بې روخي د زمانې ، څه د هغې بې روخي
په ګل روخۍ کې د بهار د سړي ملا ماتوي

د قهرجنو سترګو  نه ، سړي ته ژوند ورکوي
خو په مسکا کې بيا انکار د سړي ملا ماتوي

نه ، د مور نه ؛خو د مئېن او د معلم د زړګي
او د شاعر د زړه ازار د سړي ملا ماتوي

دا ته چې تل هرې وعدې پسې وعده ماتوې
جانانه ګوره دغه کار د سړي ملا ماتوي

سترګې دې مړې مه نيسه ، راکړه يو پرېکړی ځواب
ساقي ! نيمچه نيمچه خمار د سړي ملا ماتوي

جلاله ! پس شا هر چا سره وي زړه د زمري
خو مخامخ ورته اظهار د سړي ملا ماتوي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

غاړه غړۍ ګل سره وږمه ده لکه زه او ته
روح مې د وجود د تن جامه ده لکه زه او ته

 ګوره د فطرت منظر ګډوډ نه کړې لاس را نه کړې
ځمکه د اسمان پښو کې پرته لکه زه او ته

ښې دي زما اوښکې که نه تا به کړي لمبه ، غوسه
پرخه د ګلاب پر پاڼو ښه ده لکه زه او ته

هسې خو لمرګلی خدای وهلی لمر ته مخ نه وړي
منځ کې يې ضرور کومه رشته ده لکه زه او ته

دا تصوير او دا د ائېنې مخ ته ولاړ انسان
يو د بل ناپايه ترجمه ده لکه زه او ته

ځار دې له ناندرو نه زه به چوپ يم ته لګيا اوسه
سيند سره څپه هسې جوړه ده لکه زه او ته

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

دا مې د ژوند ستره فلسفه ده اوس
مينه مې په رګ رګ کې خوره ده اوس

وي دې ، بې له دې نه به نيمګړی شم
درد مې د وجود يوه حصه ده اوس

هر مدار د مرګ په نقطه وصل دی
تاوه رانه داسې دايره ده اوس

زه يې خپل تصوير نه پناه کړی يم
منځ کې ائېنه لکه پرده ده اوس

ژوند منم شيرين و ، چې ماشوم ومه
دا ميوه له زهرو نه ترخه ده اوس

حد د انسانيت مې دی په زړه تمام
هېره يې د خپل قاتل نامه ده اوس

زه اوس لکه څلی د يادونو يم
ما نه وړاندې تللې زمانه ده اوس