د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحمت الله زيارمل

د رحمت الله زيارمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې د درېيم ټولګي زده کړيال رحمت الله زيارمل  پر ١٣٦٦لمريز کال د خوګياڼو د کوز بيار د شاعرانه او سندربولې سيمې د استوګن  ګل محمد د کاله غړى شو.
د ښوونځي زده کړې يې تر نهم ټولګي د کوز بيار په شېخ قمبر بابا ښوونځي او دولسمه پورې يې د خوګياڼو ملکيار هوتک لېسه کې کړي، بيا يې د پوهنځي لمن نيولې او همدا شان يې د ژورنالېزم يو شمېر کورسونه هم لوستي.
زيارمل مې په لومړي ځل د ننګرهار ادبي بهير (ناب) يوه لومړنۍ غونډه کې هغه مهال ولېد چې د يوه بل زيارمل تخلصي (راحت ګل زيارمل) د شعر ويلو وار کې يې شعر ووايه؛ بيا يې وياند تر يو ډول نيوکې لاندې راوست چې ولې يې نوم ورته غلط اخېستى. دا مې دې پورې ياده کړه چې رحمت الله زيارمل کله،کله په نه خبره خپه کېږي، نور ښه دى، راشه، درشه او ملګرتيا يې بده نه ده خو چې سړى يې ډېر پام وساتي.
 د زيارمل د ((انتخابي شاعرۍ)) کچه يوې ټولګې ته رسېږي،ادبي ټوټې او لنډې کيسې هم ليکي، له ((مقالو)) يې هم کتاب جوړېداى شي، په ننګرهار ملي راډيو تلوېزون کې څو ذوقي خپرونې چمتو کوي، کله کله ترنم هم کوي چې شعر يې ورسره په سړي ښه لګي. شاعري يې خپله هم بده نه ده، خو د ده په غږ ويل يې خوند وربښي.
زيارمل ارواښاد حمزه بابا، دروېش درانى، رحمت شاه سايل او مصطفى سالک د خپل ذوق وړ شاعران ګڼي. نورو بوختياوو سره ادبي غونډو او مشاعرو ته ورتګ او له هغې ډلې د ننګرهار ادبي بهير(ناب) غونډو ته تګ کې هم خپله وسه کوي، د شاعرۍ د ودې او بري په هيله يې در ته يو بېلګيز شعر وړاندې کوو هيله ده خوښ مو شي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت الله زيارمل

 

آخ! د ساقي د ميو جامه! پــــــه تــــا څه شوي دي؟
زما د زړه ملا امامه په تـــــــــا څــــه شــــــوي دي؟


نن دې پر شونډو اسوېلي بـــــيا غــــــزونـــې کوي
اى د پښتون ذليله قامه! په تـــــا څـــــه شوي دي؟


لکه چې پړک اسمان ته خېژي، ته خو داسې ختې!
څنګه را ولوېدې لــــه بــــامــــه په تا څه شوي دي؟


ستا د يارۍ کيسو له تا نه ښوونــځى پـــــاتــې کړو
اى په کلو،کلو ناکامه په تــــا څــــــه شــــــوي دي؟

ستا د کمڅو قوت خو دومره سېـــــــوا شـــوى نه و!
زيارمل دې ووتو له دامه، په تـــا څــــــــه شوي دي؟